د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

هند ولې افغانستان ته جنګي هليکوپترونه ورکړل؟


ډیپلومات خپرونې په وروستۍ ګڼه کې په دې اړه لیکنه چاپ کړې چې هند ولې افغانستان ته جنګي هليکوپټرونه ورکړل؟

په دې لیکنه کې لولو؛ د تېرې میاشتې په پیل کې د افغانستان دفاع وزارت درې ایم آی ۲۵ جنګي هليکوپټرونه په خپل هوايي ځواک کې شاملې کړې.

دا هليکوپټرونه د هند له لوري افغانستان ته لېږل شوي دي.

دا لومړی ځل دی چې هند افغانستان ته جنګي وسایل ورکوي.

د هند له خوا افغانستان ته په ۴ ورکړای شوېو هليکوپټرونو کې ۳ فعالیت پیل کړی او د افغانستان د ایم ۳۵ زړو هليکوپټرونو ځای یې نیولی دی.

ډیپلومات نشریې په دوام کې راوړي، د افغانستان هوايي ځواک پخوا د روسیې ایم آی ۲۴ هیلي کوپترونه تجربه کړي او په ۲۰۰۸ میلادي کال کې چک جمهوریت ۵ تر دې زاړه هليکوپټرونه ورکړي وو.

ډیپلومات خپرونه وايي، هغو ستونزو او چلینجونو ته په کتو چې د افغانستان امنیتي ځواکونه ورسره مخامخ دي، د هند له لوري د افغانستان هوايي ځواک ته د ۳ هليکوپټرونو ورکړه د جګړې د انډول په بدلولو کې د پام وړ بدلون نه شي راوستلی.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د فبرورۍ د لومړۍ نېټې په ګڼه کې په افغانستان کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سخت دریځې ډلې پر ضد د امریکايي پوځیانو د حملو د زیاتېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

په دې لیکنه کې ویل شوي چې د داعش پر ضد په افغانستان کې بریدونه وروسته له دې زیات شول چې ولسمشر بارک اوباما تېره میاشت په افغانستان کې امریکايي پوځیانو ته د داعش پر ضد د عملیاتو د پراخولو اختیار ورکړ.

د نیویارک ټایمز له لیکنې سره سم په تېرو درو اوونیو کې د داعش پر ضد په عملیاتو کې د هوايي بریدونو ترڅنګ د کومانډو ځواکونو بریدونه هم شامل دي.

نیویارک ټایمز وايي، د اوباما حکومت چې د جمهوري غوښتونکو له لوري په دې تورن دی چې د داعش د ځپلو لپاره کافي اقدامات نه کوي، اوس بیا پلان جوړوي چې څرنګه په سیمه کې له تروریستي ډلو سره، چې ملګري یې پکې پیدا کړي دي، مبارزه وکړي.

ورځپاڼه وايي چې د داعش پر ضد اکثره حملې د ننګرهار په توره بوړه سیمه کې شوي دي چې په ۲۰۰۱ م کال اسامه بن لادن او د القاعده شبکې نورو سختدریځو غړیو پکې پناه اخیستې وه او بیا له هماغه ځایه پاکستان ته وتښتېدل.

XS
SM
MD
LG