د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

امریکا افغان هوايي ځواک ته څلور جنګي الوتکې وسپارلې


امریکايي ځواکونو د ننګرهار په هوايي ډګر کې څلور جنګي الوتکې افغان هوايي ځواکونو ته د شنبې په ورځ وسپارلې.

د دې الوتکو د سپارلو په مراسمو کې د افغانستان د هوايي ځواکونو قومندان برید جنرال سلیمان شاه وویل، په دې مرسته کې دوه څرخي او دوه جیټ ته ورته الوتکې شاملې دي.

ښاغلي سلیمان شاه زیاته کړه:

"دا فعلاً اوس چې کومې څلور نوې جنګي طیارې راغلي دي او په جلال اباد کې دي دا دوې طیارې چې تاسو وینې دا د اې ۲۹ په نامه دي هم بمبار کوي هم راکټونه اخلي او دا نورې دوه د ام ډي ۵۳۰ په نامه دي چې هغه یوازې توپ داره دي."

بل خوا په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان تورن جنرال محمد زمان وزيري وويل، د عملياتو پرمهال هوايي ځواک ته ډيره اړتیا لیدل کیږي او دغه الوتکې چې اوس افغانستان سره ورکړل شوې ډيرې ګټورې دي.

ښاغلي وزیري زیاته کړه:

"موږته دغه ډول طيارې چې اوس راغلي دي ډيرې موثرې دي هم رهبري رابطونه لري هم بم او هم توپ انتقالولی شي موږ ترې ښه استفاده کولای شو."

نوموړی وايي، دغو جنګي الوتکو لپاره افغان پيلوټان هم روزل شوي.

افغان پیلوټ تورن همایون زرين وايي، هغه زده کړې چې دوی ته په امریکا کې د اتلس میاشتو په موده کې ورکړل شوي اوس کولای شي چې د اړتیا پر مهال ددې الوتکو څخه مثبته ګټه واخلي.

ښاغلي زرین وویل:

"موږ په مسلکي برخه کې په متحده ایالاتو کې زده کړې کړي دي دا طیارې د افغانستان راضې لپاره ډيرې ګټورې دي خپل قوتونه حمایه کړو انشالله موږ دا ډاډ درکوو چې موږ به ترېنه مثبته ګټه واخلو."

د افغانستان د هوايي ځواک مسولین وايي، دوی اوس مهال له سلو زیاتې جنګي او ټرانسپورټي الوتکې لري.

د دوی په وینا له افغان ځواکونو سره د امریکا د مرستو په دوام به په روانه میاشت کې څلور نورې الوتکې هم دوی ته وسپارل شي او تر ۲۰۱۷ کال پورې به ټولې شل جنګي الوتکې د افغانستان هوايي ځواک ته وسپارل شي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG