د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۰۴

نړۍ

امریکا ۴ نورې سوپر ټوکانو جنګي الوتکې افغان حکومت ته وسپارلې

له افغان هوايي ځواک سره د امریکا د مرستې په لړ کې څلور نورې سوپر ټوکانو جنګي الوتکې پرون افغان حکومت ته وسپارل شوې.

دا الوتکې دا مهال د کابل هوايي دګر کې دي او له چمتو کولو او تخنیکي بشپړتیا وروسته به د افغان ځواکونو له‎خوا کارول کېږي.

جینز ډیفنس اونیزې د امریکا د پوځ په حواله خبر ورکړی چې افغانستان د ۲۰ سوپر ټوکانو الوتکو قرارداد کړی او تر اوسه پورې ۱۲ الوتکې د افغانستان هوايي ځواک ته سپارل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې مارچ میاشت په ۶ نېټه یوه سوپر ټوکانو الوتکه په یوه پېښه کې چې جزئیات يې نه‎دي څرګند له منځه تللې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د اوکراین ولسمشر د جګړې پرمهال د انتخاباتو د ترسره کیدو غوښتنه ردکړه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي په هېواد کې د جګړې پر مهال د ټاکنو د ترسره کولو غوښتنې رد کړې، هغه یې "سونامي" وبللې او زیاته یې کړه، په داسې حال کې چې روسیې پراوکراین خونړي بریدونه زیات کړي، هغه به اوکراین وویشي.

زیلېنسکي دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په کییف کې خبریالانو ته د اوکراین د پخواني دفاع وزیر میخایلو فیدوروف د هغې غوښتنې په غبرګون کې وکړې چې ویلي یې وو، اوکراین باید له روانې جګړې سره سره د انتخاباتو د ترسره کولو یوه لاره پیدا کړي.

زیلېنسکي وویل، تګلاره یې دا ده چې هېواد د جګړې تر پایه ورسوي او یو خپلواک او ملي حاکمیت لرونکی دولت وساتي.

زیلنسکي دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې نوموړی د اوکراین د خپلواکۍ د ورځې په درشل کې د یکشنبې په ورځ د شمالي اروپا او بالتیک هیوادونو د مشرانو کوربه وو.

عراقچي: د امریکا احتمالي سخت بندیزونه به د تهران په ماتولو بریالي نشي

د ایران د بهرنیو چارو وزیرعباس عراقچي د یکشنبې په ورځ د امریکا د نویو احتمالي بندیزونو ګواښ د ناچارۍ نښه وبلله او ویې ویل چې نوي احتمالي اقدامات به د تهران په ماتولو بریالي نه شي.

ټاکل شوې چې د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت چې پرایران یې د سختو بندیزونو د لګولو ګواښ کړی، د دوشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې پرتهران احتمالي بندیزونه اعلان کړي.

عراقچي په ټیلیګرام کې په خپره شوې ویډیو کې، هغه څه ته په اشارې سره چې ده "تکراري سناریوګانې" وبللې، وویل: "دا چې هغوی (امریکايي مشرانو) له پوځي عملیاتو څخه ... د هماغو پخوانیو پلانونو مطرح کولو ته مخه کړې، ښيي چې هغوی له سختې ناچارۍ سره مخ دي."

هغه وویل، واشنګټن باید له ایران سره په درناوي خبرې وکړي، څو "د عدالت او عزت پر بنسټ حل‌لاره" وموندل شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې هر هغه هېواد به چې "ایران ته د ژغورنې هر ډول مرسته" برابره کړي، له اقتصادي پایلو سره مخ شي.

د امریکا د خزانې وزیر هم له چین څخه چې د ایران د صادراتي تېلو څه باندې ۸۰ سلنه پیري، غوښتي چې له واشنګټن سره همکاري وکړي.

د یونان چارواکي وایي، کریټ ټاپوته نژدې له ۱۵۰ څخه زیات کډوال یې ژغورلي دي

د یونان چارواکي وایی چې په تیرو درې ورځو کې یې کریټ ټاپو ته نژدې له ۱۵۰ څخه د زیاتو کډوالو د ژغورنې چارې همغږي کړې دي.

د یونان د رسنیو د راپورونو له مخې یوازې د جمعې په ورځ په دوو عملیاتو کې ۱۳۱ کډوال ژغورل شوي دي. په دغو عملیاتو کې د اروپايي ټولنې د سرحدي کنټرول ادارې (فرونټکس) اړوندو بېړیو برخه اخیستې وه.

دغه راز د شنبې په ورځ دې ټاپوته نژدې یوې تیل وړونکې کښتۍ ته لارښوونه وشوه چې له یوې کوچنۍ کښتۍ څخه ۳۳ کډوال وژغوري.

د یونان د کډوالۍ وزارت ویلي، ټاکل شوې وه چې دغه کډوال د لېسبوس او ساموس په ټاپوګانو کې جوړو شویو مرکزونو ته ولېږدول شي او له هغه ځایه ښايي د یونان خاورې ته دننه نورو مرکزونو ته انتقال شي.

کریټ او هغه ته نږدې بل کوچینی ټاپو ګاودوس پرهغې سمندري لاره پراته دي چې کډوال له لیبیا څخه اروپا ته د رسېدو لپاره په کښتیو کې ځانونه ور رسوي یا یې له خوا تیریږي.

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر تهران ته سفر کوي

چپ لاس ته د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او ښي لاس د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف
چپ لاس ته د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر او ښي لاس د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف

د ایران د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د پاکستان د پوځ مشر تهران ته سفر کوي.

د دې وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن یکشنبه وویل،" عاصم منیر به سبا دوشنبې د یوه پلاوي په مشري تهران ته سفر وکړي".

د بقايي په ټکو،" د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او په سیمه کې د سولې او امنیت په اړه خبرې اترې دي".

پاکستان په وروستیو کې د ایران او امریکا ترمنځ د سولې د مذاکراتو په منځګړي هېواد بدل شوی دی.

د برلین ته څېرمه د وسلو پټ زیرمتون موندل شوی

د جرمني امنیتي چارواکي د برلین ښار ته څېرمه په یوه ځنګلي سیمه کې د وسلو د پټ زیرمتون په اړه څېړنه کوي. په دغه ځای کې دوه تومانچې او یو شمېر مرمۍ موندل شوې دي.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، ښايي دغه وسلې د روسیې د استخباراتي شبکو په استازیتوب د هدفمنو بریدونو یا ترورونو لپاره ساتل شوې وې.

د دې قضیې په تړاو یو شکمن کس په رومانیا کې نیول شوی او د جرمني د کورنیو چارو وزیر وايي، د هغه د احتمالي سپارلو لپاره له رومانیا سره خبرې روانې دي.

د جرمني چارواکي وايي، په وروستیو میاشتو کې په دغه هېواد کې د جاسوسۍ، ورانکارۍ او سایبري بریدونو ګواښونه زیات شوي دي. روسیې تر اوسه په دې قضیه کې د لاس لرلو ادعا نه ده منلې.

 د هسپانیا د ختیځ په ځنګلونو کې پراخ اور؛ شاوخوا زر کسان ایستل شوي

د هسپانیا د ختیځ په ځنګلونو کې د پراخ اور د لګېدو له امله والنسیا ښار ته څېرمه د ګاتوا کلي له شاوخوا سیمو څخه شاوخوا زر کسان ایستل شوي دي.

ځايي چارواکو ویلي، هغو کسانو ته چې شخصي موټرونه نه لري، خوندي سیمو ته د انتقال لپاره بسونه برابر شوي دي.

ویل کېږي اور د پنجشنبې په وروستیو کې د تندر د لوېدو له امله پیل شوی، خو تر اوسه نه دی مړ شوی او له امله یې تر اوسه تر ۴۰۰ هکټاره ډېرې ځمکې سوځېدلې دي.

ګاتوا په عادي حالت کې شاوخوا ۴۵۰ تنه نفوس لري، خو د دوبي په موسم کې د سیلانیانو د ورتګ له امله د دغه کلي د اوسېدونکو شمېر نژدې دوه برابره کېږي.

د امریکا فدرال قاضي د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د ویزو د بندیز پالیسي لغوه کړه

د امریکا یوه فدرالي قاضي د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بندیز لغوه کړی دی.

فدرال قاضي جینټ وارګاس د جمعې په ورځ، د اګست ۲۱مه، په خپل حکم کې دغه پالیسي له قانون سره په ټکر کې بللې او ویلي یې دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دې پالیسۍ په پلي کولو کې له خپل قانوني صلاحیت څخه اوښتی دی.

دې پالیسي، چې د روان کال له جنورۍ راهیسې عملي شوې وه، د افغانستان، برازیل، مصر، ایران، عراق، نایجیریا، سومالیا، تایلنډ او یمن په ګډون د ۷۵ هېوادونو د اتباعو لپاره د کډوالۍ ویزو د صادرولو بهیر درولی و.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه مهال ویلي و چې د دې پرېکړې هدف دا و چې کډوال له دولتي مرستو څخه ناوړه ګټه وانخلي او د امریکا پر ټولنې د مالي بار په توګه بدل نه شي.

د محکمې د حکم له مخې، هغه ویزې چې یوازې د همدې پالیسۍ پر بنسټ رد شوې دي، باید لغوه‌ نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه د محکمې د دې پرېکړې په اړه څرګندونې نه دي کړې. د امریکا حکومت کولای شي د دغه حکم پر وړاندې د استیناف غوښتنه وکړي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې واک ته د ډونالډ ټرمپ له بېرته ستنېدو وروسته د امریکا د کډوالۍ په سیاست کې پراخ بدلونونه راوستل شوي او د کډوالو د راتګ د کمولو او د هغوی د ایستلو د بهیر د زیاتولو لپاره یې سخت اقدامات پیل کړي دي.

د نړۍ د سوک‌وهنې پخوانی اتل زولاني ټيټي په ډزو وژل شوی

د نړۍ د سوک‌وهنې پخوانی اتل زولاني ټيټي په ډزو وژل شوی دی.

نړیوالو اژانسونو د سویلي افریقا د پولیسو په حواله پرون جمعه راپور ورکړی چې دغه پخوانی اتل په خپل موټر کې په ډزو ویشتل شوی دی.

پولیسو ویلي، له ۳۸کلن زولاني ټیټي سره یوه ۲۷کلنه ښځه هم په ډزو ویشتل شوی چې ټپي ده.

تراوسه د برید انګیزه معلومه نه ده.

زولاني ټيټي د ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸کلونو په منځ کې د فلای ویټ په کټکورۍ کې د نړیوالې اتلولی کمربند درلوده او په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو کې يې د سوک‌وهنې نړیوال سازمان بنټم ویټ اتلولي ګټلې وه.

امریکا پر ایران تازه اقتصادي بندیزونه وضعه کوي

تمه ده د امریکا د خزانې وزیر د دوشنبې پر ورځ پر ایران د تازه اقتصادي بندیزونو جزیات اعلان کړي.

سکاټ بسنټ ویلي،" دا به پر تهران د تاریخ تر ټولو سخت اقتصادي بندیزونه وي".

واشنګټن له چین غوښتي چې په دې اقتصادي بندیزونو کې ورسره همکاري وکړي.

تراوسه معلومه نه ده چې دغه بندیزونه به په کومو برخو کې وي.

دې بندیزونو ته په غبرګون کې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي نن شنبه وویل،" د امریکا بندیزونه د ملګرو ملتونو په ټولو خپلواکو غړو هېوادونو د یوه بهرني حاکمیت د تحمیلولو هڅه ده".

د هغه په ټکو،" دغه بندیزونه په نړیوالو قوانیو کې هیڅ اساس نه لري".

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون جمعه ویلي و،" ایرانیان ډير غواړي چې هوکړه وکړي، خو زه فکر کوم چې دوی هوکړې ته تیار نه دي".

ولسمشر ټرمپ له دې مخکې خبرداری ورکړی و چې له ایران سره مالي مرسته کوونکي هېوادونه به له بدو اقتصادي پایلو سره مخ شي.

د اوکراین پر کریوی ریه ښار د روسیې په بریدونو کې ۱۴کسان وژل شوي او له سلو ډیر ټپیان دي

په کریوی ریه ښار کې هغه سوداګریز مرکز دی چې روسیې پر د جمعه په ورځ د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل
په کریوی ریه ښار کې هغه سوداګریز مرکز دی چې روسیې پر د جمعه په ورځ د بې پیلوټه الوتکو بریدونه وکړل

د اوکراین پر کریوی ریه ښار د روسیې په بریدونو کې ۱۴کسان وژل شوي او له سلو ډیر ټپیان دي.

د بې پیلوټه الوتکو په دغه بریدونو کې پرون جمعه د (اګسټ۲۱مه) په کریوی ریه ښار کې یو سوداګریز مرکز په نښه شوی دی.

اوکرایني چارواکو ویلي،" په وژل شویو او ټپیان کې ماشومان هم شامل دي".

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وویل،" روسیي بې پیلوټه الوتکو دوه ځلې بریدونه وکړل".

د هغه په ټکو،"لومړی برید پر یو سوداګریز مرکز و، کله چې خلک د مرستې لپاره سیمې ته ورسیدل دویم برید وشو".

د زلنسکي په وینا،" د روسیې د بریدونو ځواب به خامخا ورکوو".

سیمه ییز چارواکو وویل،" ۱۲۱ کسان ټپیان شوي چې ۲۲ تنه يې ماشومان دي".

له دې بریدونو یوه ورځ مخکې د پلازمینې کیف پر شاوخوا سیمو د روسیې په بریدونو کې ۱۷کسان وژل شوي وو.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG