د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

ذبیح‌الله منګل له معتادېدو تر اشپزۍ څنګه راورسېد؟


د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ ذبيح الله منګل پخوا په پوډرو معتاد و چې بڼه به يې ژېړه، خيرني جامې یې اغوستي او په چټليو کې اوسېده، خو اوس سور او سپين ښايستو کی ځوان دی، د اشپزي ځانګړي يې کالي اغوستي او له يوې نادولتي ټولني سره د اشپز په توګه کار کوي.

اوس به واورو چې دی له نشو بيا تر دې ځايه څنګه راورسېد؟:

"ما چې به کله نشه وکړه بیا راته نه کور خوند راکاوه، نه مور او نه هم ژوند، په ګندګي کې به پروت وم، اته کاله مې په داسې حالت کې تېر کړل، یوه ورځ په کور کې ناست وم، نشه مې کوله چې لور مې راغله ویل دا پیسې چې ته پر نشه ورکوې، سبا د فلانکي واده ته موږ ته کالي په څه شي اخلې، شپه مې سوچ وکړ، سبا روغتون ته ولاړم، په درې میاشتو کې تداوي شوم، اوس دادی اشپزي کوم، تر ټولو غټه خوشحالي مې داده چې سودا په لاس کور ته ولاړ شم ."

منګل خپله اراده وکړه چي بايد نشه پرېږدي، دی په داسې حال کې روغتون ته ورغی چي پښې اولاسونه يې رېږدېدل، خبري يې ګډي وډي او پر لاره کوږ کوږ روان و.

د ښاغلي منګل په اړه به پاته خبري د روغتون يو اجتماعي کارمند غلام دستګير ناکام راته ووايي:

"منګل چې کله روغتون ته راغی، وزن یې له لاسه ورکړی و، لمونځ یې نه کاوه، له خلکو سره یې روابط نه درلودل، د خپلې کورنۍ احترام يې نه کاوه، کله چې یې لومړۍ مرحله تېره کړه، بیا موږ په خپلو فعالیتونو کې شریک کړ، سپورټ به یې کاوه، ډېر ژر یې تغیرات ځانکې را وستل او خپلې نیمګړتیاوې یې یو په بل پسې له منځه یووړې."

تر درملنې لاندې یو شمېر افغان معتادین.
تر درملنې لاندې یو شمېر افغان معتادین.

ځيني خلک فکر کوي چي معتادين د علاج وړ نه دي، که يې علاج وسي بيا هم د کورنۍ او ټولني د اوږو بار وي، خو د ښاغلي منګل د دفتر رئيس دا خبره ردوي او د هغه له کار څخه ډېر راضي معلومېږي:

"په منګل کې دا وړتیا وه چې اشپزي وکړي، موږ دی ځکه اشپز مقرر کړ، دده له کارونو څخه راضي یو، له خپل کار سره یې کار وي، صادق سړی دی، له یو قسم تر کاري څخه څو ډوله خواړه برابرولای شي."

منګل اوس په اوونۍ کي يو ځل کور ته ځي، هغه کورنۍ چي پخوا به يې له ده څخه کرکه کوله اوس يې په ډېره مينه د راتلو لاره څاري.

د منګل د کورنۍ يو غړی ښاغلی پوپل يې کيسه راته کوي:

"منګل ډېر کشر له پلاره یتیم پاتې شو، له ده سره مې ډېرې هلې ځلې وکړې،ترڅو روغ شي، دا دوه کاله کېږي چې عمل یې پرېښی دی، اوس یې له کورنۍ سره رویه ښه ده، مور او اولادونه یې شکر باسي چې دی سم شو."

ښاغلي منګل ثابته کړه چي نشه د علاج وړ ناروغي ده.

که په نشه روږدي خلک کلکه اراده وکړي، نو د نشې له شره خلاصېدای او د کور او ټولنې لپاره ګټور شخصيت جوړېدای شي.

راپور: محمد اياز ترنک

XS
SM
MD
LG