د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۰

م.م: اروپا ته له افغانستانه هرکال د ٢٨ ملياردو ډالرو په ارزښت نشه يې توکي قاچاقېږي


د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت وايي، په نورو هېوادونو کې مخدره موادو ته تقاضا او پر ټولو سيمو د افغان دولت نه کنټرول، د دې سبب شوى چې له افغانستانه د مخدره توکو قاچاق زيات شي.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو په وړاندې د مبارزې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي، هر کال د ٢٨ ملياردو ډالرو په ارزښت هيروين او ترياک له افغانستانه د بالکان حوزې له طريقه لوېديځې اروپا ته قاچاقېږي.

افغان دولت وايې، له افغانستانه دباندې مخدره موادو ته تقاضا او پر ټولو سيمو د افغان دولت نه کنټرول، له افغانستانه د مخدره موادو د قاچاق د زياتېدو سبب شوى دى.

د ملګروملتونو د جرمونو او مخدره موادو په وړاندې د مبارزې ادارې د پنجشنبې په ورځ په ويانا کې وويل، چې هر کال د ٢٨ میلياردو ډالرو په ارزښت هيروين او ترياک له افغانستانه د بالکان حوزې له طريقه لوېديځې اروپا ته قاچاقېږي.

په دې راپور کې ويل شوي چې دا د افغانستان د خالصو داخلي عوايدو په نسبت چې تېر کال ٢١ مليارده ډالره وو، زيات عوايد دي.

خو د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت د عامه اړيکو او اطلاعاتو رئيس او وياند محمد حنيف دانشيار ازادي راډيو ته وويل چې د مخدره موادو مارکېټ له افغانستانه بهر دى او بله دا چې افغان دولت پر ټولو سيمو کنټرول نه لري او دا مسئله د دې سبب شوې چې قاچاقوړونکي او د مخدره موادو مافيا په هېواد کې په خلاص مټ فعاليت ولري.

ښاغلي دانشیار زیاته کړه:

"مخدره موادو ته د ځينو هېوادونو زياته تقاضا عمده ستونزه ده چې د دغو موادو په وړاندې يې د مبارزې بهير ټکنى کړى، د مخدره موادو مارکېټ يا بازار له افغانستانه بهر دى.

په افغانستان کې دننه مو لويه ستونزه دا ده چې افغان دولت پر ټولو سيمو کنټرول نه لري، ځکه نو ناامني او تروريزم لا هم له منځه نه دى تللى چې د مخدره موادو مافيا او قاچاق وړونکو ته يې زمينه برابره کړې ده."

بالکان حوزه د نړۍ په کچه د هيروئينو د قاچاق يوه له عمده لارو څخه ګڼل کېږي چې د دغو لارو پيل له ايرانه کېږي، دغه مواد بيا ترکيې ته لېږدول کېږي، له هغه ځايه بالکان حوزې او ايټاليا وروسته د لويديځې اروپا هېوادونو ته رسول کېږي.

د جرمني خبري اژانس په حواله، د مخدره موادو قاچاقوونکي د لوېديځې اروپا په څلورو هېوادونو فرانسې، بريتانيا، جرمني او ايټاليا کې زيات عوايد ترلاسه کوي.

د ملګرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو په وړاندې د مبارزې ادارې له دغو هېوادونو چې د مخدره موادو د قاچاق لار ورڅخه تېرېږي غوښتنه کړې چې پر خپلو سرحدي سيمو ګزمه زياته کړي او د دغو موادو د کشف او ضبط يا هم تورنو کسانو د نيولو په برخه کې خپل اطلاعات پر وخت له نورو سره شريک کړي، په دې توګه به پوليس وکړاى شي په چټکۍ د قاچاق تازه تاکتيکونه او بدلې شوې لارې کشف کړي.

روسي چارواکي وخت ناوخت شکايت کوي چې په افغانستان کې د مخدره موادو د قاچاق په وړاندې مبارزه موثره نه ده او هر کال په روسيه کې په نشه د اخته کسانو او له دې درکه د مړو شمېر زياتېږي.

روسي سرچينې وايي چې په روسيه کې درې مليونه کسان په نشو اخته دي او ٩٠ فيصده روږدي کسان په افغانستان کې توليد شوي هيرويين کاروي او هره ورځ ٨٠ روسان د هيروئينو د کارولو له کبله مري چې په کال کې شا و خوا دېرش زره کسان کېږي.

XS
SM
MD
LG