د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

افغان مېرمنې پر تاوتریخوالي سربېره له مخدره موادو زیانمنې دي


د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت وایي، د ښځو په وړاندې د تاو تریخوالي د مخنیوي کمپاین یولسمه ورځ یې، د مخدره موادو په وړاندې مبارزې ته ځانګړې کړې چې له امله یې ښځې په کورونو کې له تاوتریخوالي سره مخ دي.

د دې وزارت مسؤولین وایي، په افغانستان کې ۳.۵ میلیونه کسان په مخدره موادو روږدي چې ۲.۹ سلنه یې مېرمنې دي.

یاد وزارت وایي، افغان مېرمنې سربېره پردې چې د کورني تاوتریخوالي سره مخ دي مخدره مواد هم دوی ته سرخوږی دی.

د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزارت وزیرې سلامت عظیمي، د سې شنبې په ورځ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د مخدره توکو د له منځه وړلو په اړه د مدني ټولنو او مېرمنو په ګډه ناسته کې وویل چې په مخدره موادو د يولک يوزر او پنځه سوه روږدو مېرمنو شمېر د اندېښنې وړ دی.

عظیمي: په مخده موادو د اخته مېرمنو شمېر د اندښنې وړ دی.
عظیمي: په مخده موادو د اخته مېرمنو شمېر د اندښنې وړ دی.

نوموړي زیاته کړه:

"په افغاني ټولنه کې له دغې ناوړې پدیدې څخه زیاتره وخت مېرمنې او ماشومان رنځ وړي، د شمېرنو له مخې په افغانستان کې درې نیم میلیونه کسان په مخدره موادو روږدي دي چې له يو میليون څخه يې ډېر ځوانان دي چې نجونې هم په کې شاملې دي او چې د ټولې شمېرې څخه ۲،۹ سلنه يې مېرمنې دي."

اغلې عظیمي وایي چې مخدره توکي په افغانستان کې بازار نه لري او په هغه هېوادونو کې چې زیاتره خلک يې له نشه يي توکو څخه ګټه اخلي باید له افغانستان سره د مخدره موادو د مبارزې په برخه کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت معینه جمیله افغاني وایي، په ځېنو مواردو کې په مخدره موادو روږدي کېدل له ماشومتوبه پيلېږي، ځکه چې يو شمېر میندې د خپلو ماشومانو د ارامولو لپاره دوی ته مخدره مواد ورکوي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د بشري حقونو، مدني ټولنو او د ښځو چارو کمېسیون غړې مسعوده کروخي وایي، په مخدره موادو روږدو کسانو يوازې ځان نه بلکې میلیونونه کورنۍ هم په رنځ اخته کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"مخدره مواد چې يو شمېر ښځې ناوړه کارونو او فحشا ته اړ باسي، همدا شان له نارینه و روږدو سره هم مېرمنې زیانمنې دي، که چېرې وګورو په مخدره موادو د روږدي یو کس له امله ټوله کورنۍ رنځ وړي."

اغلې کروخي وایي، په مخدره موادو زیاتره روږدي کسان له ایران څخه راغلي.

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د دغه شپاړس ورځني کمپاین هدف په ټولنه او ادارو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوی دی.

د ښځو چارو وزارت وایي، په دې برخه کې یې يو لړ میکانیزمونه په کار اچولي چې په پلې کېدو سره به یې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالي کم شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG