د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

احمدي: د مخدره موادو د قاچاق مخنیوي لپاره لوی عملیات پیلېږي


د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې د مخدره موادو د قاچاق پر وړاندې د سترو عملیاتو پلان لري.

یاد وزارت وايي چې له نړیوالې ټولنې یې غوښتي تر څو د نشه‌یي توکو په وړاندې د دې ادارې ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې مرسته وکړي.

سره له دې چې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د دغې پدیدې په پرتله د خپلو ځواکونو شمېر کم ګڼي، خو وايي چې په روان کال کې یې ښې لاسته راوړنې تر لاسه کړي دي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معین بازمحمد احمدي د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې په روان کال کې یې سلګونه ټنه نشه‌یي مواد او لسګونه قاچاقبر د هېواد په بېلابېلو سیمو کې نیولي دي.

ښاغلی احمدي وايي چې افغان حکومت د نشه‌یي موادو د قاچاق پر وړاندې د سترو عملیاتو پلان لري.

احمدي: موږ ستر عملیاتي پلانونه او پروګرامونه په پلان کې لرو.
احمدي: موږ ستر عملیاتي پلانونه او پروګرامونه په پلان کې لرو.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ ستر عملیاتي پلانونه او پروګرامونه په پلان کې لرو، منی او ژمی د پروسس وختونه دي او د ژمي په پای کې بیا د مخدره موادو قاچاق او ترافیک ډېرېږي چې موږ په دې برخه کې ستر اهداف لرو."

ښاغلی احمدي وايي، په دې وروستیو کې یې د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کې د نشه‌یي موادو پر وړاندې د مبارزې پولیسو خپلواک عملیات کړي او ۶۱ ټنه چرس‌یې نیولي دي.

نوموړی وايي چې په تېره یوه نیمه میاشت کې یې ۲۴۴ عملیات کړي، خو دا هم مني چې ناامنیو او ځينو نورو ستونزو یې پر کارونو اغېز کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د ازادي راډيو یو څېړنیز راپور ښيي چې نشه‌یي موادو او په کابل ښار کې د هغوی مرکزونو ته رسېدل اسانه دي تر دې چې امنیتي ځواکونه‌یې هم پر وړاندې د درېدو په برخه کې پاتې راغلي دي.

افغانستان د نشه یې موادو په ډېر تولید کې نړیوال ریکارډ لري او دې موضوع په نړیواله کچه هم ځينې اندېښنې راپارولي دي.

دا هېواد د نشه‌یي توکو سره د څنګه مبارزې او د هغې د کموالي په برخه کې سږ کال د سیمې هېوادونو د یوې غونډې کوربه هم و.

د دې غونډې ګډون کوونکو نشه‌یي مواد د افغانستان او سیمې لپاره جدي خطر یاد کړ او د هغې سره د مبارزې په برخه کې یې پر ګډو همکاریو ټینګار وکړ.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت پخوانی مرستیال ابراهیم ازهر وايي، نشه‌یي توکي په لویه ستونزه بدله شوې او په یوازې توګه افغانستان‌یې د ختمولو توان نه‌لري.

اظهر: نشه‌یي توکي په لویې ستونزې بدله شوې.
اظهر: نشه‌یي توکي په لویې ستونزې بدله شوې.

نوموړي زیاته کړه:

"تر هغه وخته چې د سیمې د هېوادونو مرسته او په دې برخه کې ګډې هڅې ونه‌لرو افغانستان په یوازې ځان په دې ستونزې د کابو کولو وړتیا نه‌لري ځکه چې ډېرې ذخیرې په پولو او له افغانستان څخه دباندې دي چې په هغو ځایونو کې امنیت نه‌شته، قانون نه‌شته نو ځکه دولت نه‌شي کولای یوازې دا مبارزه مخ ته یوسي."

دا په داسې حال کې ده چې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت هم پر سیمه‌ییزه همکاري ټینګار کوي او له نړیوالې ټولنې بیا د خپلو ځواکونو د پیاوړتیا او لا تجهیز غوښتنه لري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG