د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

عظیمي: د نشه‌يي توکو پر وړاندې مبارزه کې له ننګونو سره مخ یو


د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت د سیمې د هېوادونو تر منځ د همغږي نه‌شتون د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې عمده ننګونه بولي.

که څه هم افغان حکومت افغانستان کې د کوکنارو د کښت او د مخدره موادو د تولید او قاچاق د کموالي خبره کوي، خو د سیمې هېوادونه د مخدره موادو د قاچاق له زیاتوالي او په خپلو هېوادونو کې د روږدو کسانو له ډېروالي په اندېښنه کې دي.

د افغانستان د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزیرې سلامت عظیمي د یکشنبې په ورځ کابل کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په اوومه پنځه اړخیزه غونډه کې وویل چې د سیمې هېوادونه د مخدره موادو پرضد مبارزه کې له ننګونو سره مخ دي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزېره سلامت عظیمي
د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزېره سلامت عظیمي

اغلې عظیمي زیاته کړه:

"اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ دی، د دغې پدیدې د له‎منځه وړلو لپاره له زیاتو ستونزو لکه ناامني، د بودجې کموالی، د ګاونډیو هېوادونو تر منځ د لازمې همغږي نه‌شتون، د کاري ظرفیتونو ټیټوالی، د مخدره موادو پر ضد پولیسو د تجهیزاتو نشتوالی او د مجهزو روغتونونو د نه‌شتون له کموالي سره مخ یو."

د اغلې عظیمي په وینا که څه هم افغان حکومت په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د بودجې له کموالي سره مخ و، خو بیا هم توانېدلی چې په هېواد کې د کوکنارو په کښت کې ۱۵ او تولید او قاچاق کې ۴۸ فیصده کموالی راولي.

په ورته وخت کې په کورنیو چارو وزارت کې د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې روان لمریز کال‌یې ۱۲۰۰ تنه د مخدره موادو لوی او واړه قاچاقبران نیولي او ۱۵۰ ټنه بېلابېل مخدره مواد یې کشف او له‎منځه وړي دي.

د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د پنځه اړخیزې غونډې ګډونوالو هېوادونو روسیې، افغانستان، ایران او تاجکستان، په سیمه کې له مخدره موادو سره په پراخې دوامدارې همکارۍ او د مخدره موادو د قاچاقبرانو په اړه د معلوماتو په تبادلې ټینګار وکړ.

په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي وايي چې په سیمه کې د مخدره موادو تولید او قاچاق د ترورېزم د تمویل وسیله ده چې د مخنیوي لپاره‌یې باید په ګډه کار وشي.

په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي
په افغانستان کې د روسیې سفیر الکساندر مانتیتسکي

ښاغلي الکساندر زیاته کړه:

"د ورځنیو واقعیتونو په نظر کې نیولو سره دا ایجابوي چې په افغانستان کې د مخدره موادو له درکه لاس ته راغلي مالي بهیرونه په ځانګړي توګه چې د ترورېزم د تمویل سبب کېږي باید وتړل شي."

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو پر وړاندې د مبارزې دفتر د تازه معلوماتو پر اساس په نړۍ په ځانګړي توګه په اروپا او امریکا کې د مخدره موادو مصرف مخ په ډېرېدو دی.

له دې ټولو ننګونو سره د ایران د کورنیو چارو په وزارت کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې مرستیال اسدالله هادي نژاد ټینګار کوي چې له دې پدیدې سره د مبارزې لپاره باید همغږي رامنځته شي.

ښاغلي نژاد زیاته کړه:

"دا خبرداری د دې څرګندونه کوي چې د پنځه اړخیزو خواو سیمه‌ییزه جغرافیه له بېلابېلو اړخونو له امله تر ګواښ لاندې ده، دغه ګواښونه نه‌یوازې د پنځه اړخیزو همکاریو د دوام یادونه کوي، بلکې نور پراخو همکاریو ته هم اړتیا لیدل کېږي."

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې په اوومه پنځه اړخیزه غونډه کې پاکستان ګډون نه‌و کړی، د تاجکستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې څانګه وايي چې په هېواد کې د مخدره موادو مصرف د تېر په پرتله ۲۰ په سلو کې زیات شوی چې د اندېښنې وړ خبره ده.

بل‎خوا د افغانستان د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزیره وايي چې د افغانستان جمهوري ریاست ته‌یې یوه طرحه ارائه کړې چې په پلي کېدو سره به‌یې د کوکنارو په کښت کې کموالی راشي، د وسله‎والو مخالفینو عایداتي سرچینې به وچې شي، په دې برخه کې به د عامه پوهاوي کچه لوړه شي، د مخدره موادو د مصرف اندازه به ورسره ښکته شي او دا طرحه به د دې لامل شي چې له بزګرانو سره په دې برخه کې په یوه بدیل کښت کې مرسته وشي.

عظیمي: د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه کې له ننګونو سره مخ یو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG