د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

افغان ځواکونو د هلمند ۱۵۰ امنیتي پوستې څنګه خوشي کړې؟


د هلمند چارواکي وايي، دهغه قوماندانانو په اړه يې تحقیقات بشپړ کړي چې په مرکزي او جنوبي ولسوالیو کې يې ګڼې سیمې بېله کوم مقاومته وسله والو ته خوشي کړي دي.

اوس چې دلښکرګاه څلورمه حوزه د وسله والو په ولکه کې ده، ددوهمې او درېیمې امنیتي حوزو پر امنیتي کمربند د وسله والو بریدونه دوام لري د هلمند والي حیات الله حیات د ځینو رازونو پرده کوي او وايي، هغه هیله يې په اوبو لاهو شوې چې غوښتل يې په شمالي هلمند کې د موسي کلا، سنګین، کجکي، نوزاد او واشېر ولسوالیو دلاسه وتلي سیمي بېرته دروان لمریز کال په ژمي کې تر خپل ولکې لاندې راولي.

ښاغلي حیات رسینو ته وویل د پولیسو او اردو ځینو مسئولینو او قوماندانانو په مرکزي او جنوبي وسله والیو کې په قصدي ډول سیمي پرېښودلې او جګړه يې په ډېري تېزۍ او لنډ وخت کې د لښکرګاه تر پولو راورسوله.

حیات که څه هم د چا نوم په ډاګه نه کړ،خو د پولیسو او اردو پر یو شمېر هغه قوماندانانو شکمن دی چې خپلي ۱۵۰ امنیتي پوستې يې بېله مقاومته وسله والو ته پریښودلې.

د هلمند والي حیات الله حیات
د هلمند والي حیات الله حیات

هغه زیاته کړه:

"زموږ ۱۵۰ پوستې پولیسو او اردو پرېښودې چې په دې کې ۳۸ داردو دي او پاتې يې د پولیسو دي، موږ ویل په مارجه،نادعلي او د لښکرګاه په ۴ حوزه باباجي کې به عملیات کو او "ترهغه وروسته به د هلمند شمالي ولسوالیو ته ځو، لکه څوڅو ځله چې مي خلکو ته وویل وعده مي کړې وه، خو دوی ویل چې ته ځې که موږ، سیمې يې خوشي کړي او جګړه يې د لښکرګاه پولو راته راورسوله."

والي وویل که پر دې کسانو چې ډېر ژر به څارنوالۍ ته معرفي شي، په قصدي ډول د پوستو خوشي کول تور ثابت شي، نو هر یوه ته به يې تر ۱۶ کلونو پوري د بند سزا وټاکل شي.

د تېر لمریز کال په وروستیو کې کله چې افغان ځواکونو تر سختو جګړو وروسته موسي کلا او نوزاد ولسوالۍ وسله والو ته پرېښودلې، د هلمند والي حیات الله حیات چې تازه په دنده پیل کړی و، خلکو ته وویل پر نیم هلمند حکومت نه کوي او ډېر ژر به د شمالي هلمند په پنځو ولسوالیو کې عملیات پیل کړي او وسله والو ته به پاتې شوي سیمې بېرته تر خپل ولکې لاندې راولي، خو ډېر ژر په مارجې او نادعلي کې جنګونو زور واخستی، د نادعلي لږ او د مارجي ډېري سیمې د لښکرګاه د څلورمې حوزې باباجي په شمول د وسله والو لاسته ولوېدلې.

په دې وروستیو کې نادعلي د افغان سرتېرو او وسله والو ترمنځ د نښتو شاهده وه.
په دې وروستیو کې نادعلي د افغان سرتېرو او وسله والو ترمنځ د نښتو شاهده وه.

چېري ډېرې پوستې خوشي شوي؟

ویل کېږي ډېرې پوستې د نادعلي په چاه انجیر، زرغون، شنه، ناقل اباد او شنه کلیو کې بېله دي چې مقاومت وسي وسله والو ته پاته شوي دي.

د روان میلادي کال د اګست میاشتې د۳ او ۴ نېټې د ناامنیو پرمهال د هلمند په ګرمسیراو ناوه ولسوالیو کې چې د افغانستان د نږدي شپږو مرکزي ولایتونو مساحت او نفوس لري، سره له د ې په زرګونو سرتېري په کې ځای په ځای و، بیا هم ګڼې سیمې بېله مقاومت څخه افغان ځواکونو خوشي کړي او د وسله والو لاسته ولوېدلي.

د نادعلي په چاه انجیر کې د پولیسو یو قوماندان چې پوستې يې د مهیماتو او امکاناتو دنه شتون په صورت کې خوشي کړي دي، د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، که امکانات ورکول شوي وای د وسله والو د پرمختګ مخه يې نیولای شول.

سرتېري څه وايي، ولې يې پوستې خوشي کړي؟

که له یوې خوا یوشمېر قوماندانان او سرتېري په دې ګرم دي چې بېله مقاومته يې سیمې خوشي کړي، نو له بلې خوا ویل کېږي چې د هلمند د پولیسو د نږدي ۱۰۰۰۰ نفریز تشکیل څخه ۵۰۰۰ يې خالي دی او کلونه کېږي چې سرتېري په کې وجود نه لري او د هلمند د امنیه قومندان مل پاسوال اقانور کینتوز په خبره معاشونه يې د هلمند څخه د کورنیو چارو تر وزارت پوري د ځینو قوماندانانو او مسئولینو جیبونو ته لوېږي.

د هلمند اوسېدونکي کلونه کېږي چې د افغان ځواکونو په خاص ډول پولیسو په لیکو کي د خیالي تشکیل،اداري فساد په برخه کې د تحقیقاتو غوښتنه کوي.

د هلمند والي وايي، د پوستو څخه بېله مقاومته تښتېدلو سرتېرو نه یوازي جنګ نه دی کړی، بلکي عام خلک يې زور ولي دي او د هغوی د وسایلو په واسطه يې ځانونه تر لښکرګاه پوري رسولي دي.

دامشکل به ترکومه دوام وکړي؟

د هلمند والي وايي، که ددې ولایت د پولیسو په لیکو کي ۹۹ سلنه د هلمند ځوانان دنده اجرا کوي، نو د اردو په لس زره نفریز تشکیل کې یو هم هلمندی نسته چې دغه ناانډوله حالت همږغي او انګېزه له منځه وړي ده چې له امله يې ځواکونه د ملیتوب په ځای په ډلو او ټپلو ویشل شوي دي او همدا خاطر دی چې سرتېري د قومندان په ځای د نامسئولو کسانو خبره مني او د جګړې پرته پوستي خوشي کوي.

د المړی ځل دی چې دولتي مسئولین د امنیتي ځواکونو پر یو شمېر قوماندانانو تور پوري کوي چې بېله مقاومت او جنګه سیمې خوشي کوي، خو د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال اقانور کینتوز وايي ترهغو چې د سیاسي دلالانو او معامله ګرو ترڅنګ په حکومت کي دننه د یو شمېر مافیايي کړیو لاسونه لنډ نشي، سرتېري او قوماندانان به یاد عمل ته دوام ورکوي.

د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال اقانور کینتوز
د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال اقانور کینتوز

هغه زیاته کړه:

"ترهغو چې د مخدره توکو د قاچاقبرو، مافیا، سیاسي دلالان،زورواکي او ځیني قومي ګنډلي جوړښتونه او مسایل د هلمند څخه لاس وانخلي یايې لاس لنډ نه شي، دامسائل به دوام ولري او روان بهیر به هلمند د بلا خولې ته ورکړي."

قوماندان هم داخبره ومنله چې یو شمېر کسان نیول شوي د ي او ځیني نور تر تعقیب لاندي دي.

د ملي اردو یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل د ګرمسیر ولسوالۍ د سقوط په تړاو يې د ملي اردو د یوه کنډک او څو ټولیو قوماندان نیولي دي او تر دې دمه تر پلټونو لاندي دي، خو د پولیسو په برخه کې په یاد تور د نیول شویو کسانو د موقف په اړه ډېر مالومات نه دي ورکول شوي.

که څه هم حکومت هر کله د هلمند په جګړه ګې د ګاونډیو هېوادونو د مداخلې تر څنګ، د نشه يي توکو د قاچاقبرو درول، د دولتي مځکو د غاصیبنو او د نړیوالو مافیايي کړیو د حضور دعوه کړ ې ده، خو په تېرو ۱۱ میاشتو کې چې په هلمند کې امنیت سخت خراب شوی دی د افغان ځواکونو لخوا په قصدي ډول د پوستو او سیمو خوشي کول به څه انګېزه لري مالومه نه ده؟

راپور: محمد الیاس داعي

XS
SM
MD
LG