د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷

په افغانستان کې د نشه يانو شمېر زيات شوى


د وروستۍ سروې له مخې، په افغانستان کې په نشو د روږدو کسانو شمېره له ۱.۳ مليونه څخه تر ۱.۶ ملیونه پورې رسېدلې ده.

د مخدره موادو او جرایمو پر ضد د ملګرو ملتونو ادارې په وینا، په هيواد کې د معتادو کسانو شمېر د اندېښنې وړ خبره ده ځکه چې په وروستيو کلونو کې په افغانستان کې د اعتياد د مخنیوي په برخه کې هڅې اغېزناک نه وې.

څو کلونه مخکې، محمد شعيب د افغانستان په ملي اردو کې سرتېری و. خو هغه اوس خپلې ورځې شپې د کابل تر پل سوخته لاندې د خپلو لسګونو هغو ملګرو سره تېروي چې دلته هيرويين څکوي.

شعيب وايي، کله چې د ملي اردو تر پريښودو وروسته بيکاره شو، نشه يي موادو ته يې مخه کړه:

پوډرو ته مې د بې کاري له لاسه مخه کړه. چې د ملي اردو څخه په رخصتيانو راغلم په دې عمل اخته شوم. زه د کابل يم. نه پوهېدم چې مخدره مواد به مې حال داسې کړي. که پوهېدای، کله مې څکول. اوس پښېمانه يم

افغانستان د نړۍ ۹۰ فيصده هيروين توليدوي. د مخدره موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (UNODC) د يوه نوي راپور له مخې دا وخت په هيواد کې د زرګونو کوچنيانو او ښځو په ګډون له يو اعشاريه درې څخه تر يو اعشاريه شپږ ميليونو پورې معتادين شته.

د مخدره موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر وايي په افغانستان کې د معتادينو دا شمېره د اندېښنې وړ خبره ده ځکه چې دا مسئله له ځان سره اقتصادي او ټولنيزې ستونزې لري.

د دې دفتر وياند هاشم وحدتيار ازادۍ راديو ته وويل چې د کوکنارو د کښت او بېکارۍ له امله دا شمېره مخ په زياتېدو ده:

ضرورت دا دی چې مختلف ارګانونه که هغه دولتي ارګانونه وي او که غير دولتي او که نړيواله ټولنه وي، په دې اړه دوه کاره وکړي. يو: هغه کسان چې فعلاً معتاد دي، د هغوی د درملنې لپاره هڅې وکړي. دوهم دا چې عامه پوهاوی بايد په ټول افغانستان کې وشي تر څو نور کسان په دې مصيبت اخته نه شي

ښاغلي وحدتيار زياته کړه چې د کوکنارو په کر کې زياتوالی، مخدره موادو ته اسانه لاسرسی، په هيواد کې د بې کارۍ زياتوالی او کورنۍ ستونزې په افغانستان کې د معتادينو د شمېر زياتولو ته زمينه برابروي.

د مخدره موادو او جرمونو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې د دفتر د معلوماتو له مخې، د مخکنيو کلونو په پرتله په تېر ميلادي کال کې د کوکنارو کر ډېر زيات شوی و.

د دې ادارې وياند وايي، تېر کال په افغانستان کې پر ۲۲۴۰۰۰ هيکتاره مځکه کوکنار کرل شوي وو.

چارواکي د نا امنۍ له امله د پانګونې کمی د اقتصاد د خرابۍ لامل بولي چې له کبله يې بېکاري زیاتيږي. د افغانستان د کارګرانو د ملي اتحاديې په وينا ۵۶ فيصده هغه افغانان چې د کار جوګه دي، بي روزګاره دي.

د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت چارواکي بيا وايي په هيواد کې د کوکنارو د کر د زياتيدلو علت کمزوری زراعتي سکتور او تولیداتو ته د ښه بازار نشتوالی دی.

د مخدره موادو سره د مبارزې وزارت سرپرست وزير، هارون رشيد شيرزاد ازادۍ راديو ته وويل:

په دې اړه راتلونکي پلانونه ډېر هراړخيز او بشپړ دي. د بېلګې په ډول، د عامې روغتيا په وزارت کې بستې موجودې دي چې هغه يوه له نظامي څانګې څخه ده او يوه اساسي روغتيايي بسته ده. په دغه دواړو بستو کې شا او خوا له دوو زرو څخه زيات روغتونونه او روغتيايي مرکزونه، په ولايتونو کې، په ولسواليو کې او په کلیو او بانډو کې شته. له ۳۸ څخه تر ۴۰،۰۰۰ پورې پرسونل روغتيايي خدمات رسوي

که څه هم د کورنيو چارو وزارت د مخدره موادو پر ضد ځانکړی معينيت او د قاچاق د مخنيوي لپاره د ۲۰۰۰ پوليسو ځانګړې قطعه لري خو د چارواکو په وينا د درغلیو او زورورې مافيا له وجې د قاچاقبرو مخنيوی ستونزمن دی.

له دې کبله په هيرويينو روږد کسان په اسانۍ او کمه بيه هيروين لاس ته راوړلی شي.

له پنځو کلونو راهیسې په مخدره موادو روږد يو تن چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي وايي له هيروينو څخه استفاده يې د پلچرخي په زندان کې پيل کړې وه:

مخدره مواد د زندان دننه راوړل کېدل. زه نه پوهېږم چې پوليس راوړل که بل چا. اوس چې هر څه وکړم له نشې ځان نه شم خلاصولای

دی له نورو ځوانانو غواړي چې نشه يي توکو ته مخه نه کوي او د ده په وينا خپل او د خپلې کورنۍ ژوند نه کړي تباه.

چرسي سړى، نه سړى:

په ټولنه کې په مخدره موادو روږدو کسانو ته په ټيټه سترګه کتل کيږي او ټول هڅې کوي چې له دوی څخه ليري اوسي.

له نشو لاس اخیستونکي ډېرو کسانو ته بيا هم په ټولنه کې په درنه سترګه نه کتل کيږي. حتى ورته وايي چرسي سړى، نه سړى.

په نشو روږدو ډېرو له کسانو سره نه یوازې خپل خپلوان مرسته نه کوي بلکې خلک يې له پامه غورځوي:

يوازي د نشې له کبله خلک ماته په بده سترګه ګوري. زه خپله مزدوري کوم او په هغو ګټلو پيسو ځان ته مخدره مواد اخلم

يو بل معتاد وايي:

زما ټول ژوند د همدې نشو له لاسه خراب شو. داسي ورځ راغلې ده چې بل چا غلا کړې وي او په لاره تېر شوی يم او نيول شوی يم چې دی عملي دی نو همده به غلا کړې وي. په داسي حال کې چې زه ورباندي هيڅ خبر نه وم

ملګري ملتونه وايي د معتادينو د نه کمېدو يو علت د هغو روږدو کسانو بيا نشه پيلول دي چې درملنه يې شوې وي.

په خپل وروستي راپور کې د مخدره موادو پر ضد د مبارزې وزارت او د جرايمو او مخدره موادو پر ضد د ملګرو ملتونو ادارې ويلي چې د معتادينو د درملنې لپاره د مرکزونو شمېر کافي نه دی.

د دې راپور له مخې، په افغانستان کې د ۳۰،۰۰۰ معتادينو د درملنې لپاره ۱۷۰ مرکزونه کافي دي. د عامه روغتيا وزارت هم وايي چې په هيواد کې د معتادينو د درملنې لپاره نورو مرکزونو جوړولو ته اړتيا شته.

خو د عامه روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين له آزادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې د حکومت له خوا مالي امکانات ډېر محدود دي:

اوس مهال شا او خوا ۲۵۰۰ بستر په ټول افغانستان کې د معتادينو لپاره شته. خو ۲۵۰۰ بستر د دوی لپاره کافي نه دي. کله چې بستر جوړوې، بايد مالي منابع ولرې. خو له بده مرغه د افغانستان د دولت بودجه په دې برخه کې ډېره محدوده ده

د معتادينو د درملنې لپاره د عامې روغتیا وزارت د خپلو هڅو په اړه وايي خو په نشه يي موادو روږد ډېر خلک د دولت له روغتيايي خدمتونو خوشاله نه دي.

د عامې روغتيا د وزارت پخوانی چارواکی ډاکټر وردګ وايي، د درملنې لپاره معتاد کسان له ۴۵ ورځو څخه تر ۹۰ ورځو پوري بستر وي او وروسته يې څوک پوښتنه نه کوي او له همدې کبله دا خلک بيرته نشه يي توکو ته مخه کوي. ډاکټر وردګ وايي:

د مرکز د روغتيايي کارکوونکو دنده همدا ده چې مرکز او روغتيايي کارکوونکي له دوی سره بايد په تماس کې وي. ځکه چې د تعقيب برنامه بايد په جدي توګه تر سره شي. دا برنامه بايد تعقيب او تطبيق شي

په افغانستان کې يو شمېر معتادين تزريقي دي. دا په دې مانا چې دوی له مخدره موادو څخه د پېچکارۍ له لارې استفاده کوي. دا معتادین په هیواد کې د اچ آی وي ايډز د ويروس لېږدوونکي ګڼل کيږي.

ښاغلی وردګ وايي چې له مخکنيو کلونو راهيسي، په افغانستان کې د اعتياد مخنيوي ته لومړيتوب نه و ورکول شوی او په دې اړه په دولتي ادارو کې هماهنګي نشته.

په همدې حال کې د مخدره موادو سره د مبارزې د وزارت چارواکي وايي د نشه يي موادو د کر او استعمال د مخنيوي لپاره د اطلاعاتو او کلتور وزارت تبليغات، د داخله وزارت اجراآت، دهقانانو سره د زراعت وزارت له نژدې کار، د عامې روغتیا وزارت صحي خدمات او د کار او ټولنیزو چارو د وزارت خلکو ته د روزګار پيدا کول اړين دي.

د روغتيا په برخه کې چارواکي او کارپوهان وايي چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې سره بايد هغو خلکو ته چې له اعتياده لاس اخلي، هم توجه وشي تر څو هغوی بیا مخدره موادو ته مخه نه کړي.

له ازادۍ راديو سره په خبرو کې د افغان دولت او ملګرو ملتونو ګڼو چارواکو دا ومنله چې د يادو وزارتونو ترمنځ همآهنګي ډېره کمزورې ده او له کبله يې په نژدې راتلونکې کې د نشه يي موادو د اعتياد مشکل په حل کې د پام وړ بدلون نا ممکنه دی.

د کارپوهانو په وينا، په کار ده د مخدره موادو د عرضې د مخنيوي لپاره د مافيا او مخدره موادو قاچاق وړونکو پر ضد جدي اقدامات وشي.

دغه راپور په ږغ کې واورئ

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:31 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG