د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۷

علومي: د نشه يي توکو له پلورونکو سره به د تروريستانو په څېر چلند وشي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خبرداری ورکوي چې له دې وروسته به د مخدره موادو له پلورونکو سره هغه چلند کوي چې له تروریستانو سره کیږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر ټولو امنیه قومندانیو ته امرکړی چې په ټول هېواد په خاصه توګه په کابل کې د مخدره موادو له پلورونکو سره مبارزه وکړي.

نورالحق علومي د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، له دې وروسته به له هغوخلکو سره چې د مخدره موادو د پلورله لارې افغانان معتادوي هغسې چلند وشي چې له تروریستانو سره کیږي:

((له کومو کسانو سره چې مخدره مواد پلوري او زموږ هېوادوال په بدختیو اخته کوي داسې چلند وکړو چې له یوه تروریست سره یې کوو.

دا له دې وروسته یو جدي امردی چې د هغوي په وړاندې جدي مبارزه وشي او دا مساله زموږ په لومړیتوبونو کې شامله ده.))

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې د رپوټونو له مخې اوس وخت په پلازمینه کابل کې په ډېرو سیمو کې مخدره مواد په اسانۍ پلورل کیږي.

اوس وخت یواعشاریه شپږ میلیونه افغانان په مخدره موادو روږدي دي.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت له مخدره موادو سره د مبارزې مرستیال بازمحمد احمدي وايي چې په هېواد کې د تاریاکو کښت زیات شوی او د روږدو کسانو شمېرهم مخ په زیاتیدو دی.

ښاغلي احمدي له مخدره موادو سره په ۱۳۹۳ کال کې د شوې مبارزې د رپوټ د لوستلو پرمهال وویل چې د تریاکو کښت اووه فیصده زیات شوی او دا مساله د نا امنیو په زیاتیدو کې رول لري:

((د کورنیو چارو وزیرله دې خبرې دا هدف دی چې مخدره مواد د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره سترخطر دی او د تروریزم د تمویل یواځینۍ مالي سرچینه همدا مخدره مواد دي.

تروریستان له مافیايي بانډونو سره نږدې اړیکې لري او له یو بل ملاتړ کوي. نو د مافیايي ډلو او مخدره موادو د قاچاق وړونکو ډلو او د تروریستي ډلو ترمنځ چې افغانستان ګواښوي او ستونزې یې رامنځته کړي هیڅ توپیر نه دی موجود.))

ښاغلی احمدي وايي چې له مخدره موادو سره د مبارزې په ۳۴۵ پوځي عملیاتو کې د لسهاوو بهرنیو په شمول ۲۶۶۴ قاچاق وړونکي له ۲۰۰ ټنه مخدره موادو سره نیول شوي دي.

یو شمېرافغان کارپوهانو د مخدره موادو له قاچاق وړونکو او پلورونکو سره د مبارزې په اړه د کورنیو چارو وزیر خبرې مثبتې بولي او وايي چې په عمل کې یې ثابتې کړي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG