د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

ارګ هیله وښوده چې د نن جمعې ورځې تر پایه به د تحصن خیمې ټولې شي


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د ملي شورا یو پلاوی د حکومت او د اعتراض کوونکو ترمنځ منځګړیتوب کوي او تردې مهال یې له دواړو خواو سره څو ناستې درلودې.

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، حکومت تمه لري چې د نن ورځ تر پایه اعتراض کوونکي د تحصن خیمې ټولې کړي.

دی وايي:

د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد
د ولسمشر مرستیال ویاند نجیب‎الله ازاد

"موږ ارزو لرو او حکومت هم ارزو لري چې د نن ورځ تر پایه اعتراض کوونکي خپلو اعتراضونو ته د پای ټکی کېږدي، دوی چې هر قانوني شکایت او ستونزه لري حکومت یې اورېدو ته چمتو دی، موږ له دوی سره کېنو که دوی د قانون په چوکاټ کې شکایت لري حکومت یې شکایت ته رسیده ګي کوي."

اعتراض کوونکي د تېرې جمعې له ورځې راهیسې په کابل ښار کې د تحصن خیمې وهلې.

دغه اعتراضونه وروسته له هغې پيل شول چې د تېرې جمعې په ورځ یو شمېر کابل ښاریانو د تېرې اوونۍ د چهارشنبې د ورځې د خونړۍ پېښې په غبرګون کې مظاهره وکړه چې په تاوتریخوالي بدله شوه.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د ملي شورا یوه پلاوي د حکومت او اعتراض کوونکو ترمنځ د منځګړیتوب هڅې پیل کړي دي.

په عین حال کې د اعتراض کوونکو ویاند فهیم فطرت د جمعې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې د دوی له استازو سره د ملي شورا د پلاوي ناستې تائید کړې.

د نوموړي په وینا په دغه ناسته کې اعتراض کوونکو له‎خوا یو ځل بیا په هغې پخوانۍ غوښتنې چې د ملي امنیت د سلاکار ګوښه کول دي ټینګار شوی.

ښاغلی فطرت وايي، ترهغې چې د دوی غوښتنو ته رسیده‎ګي نه‎وي شوې د تحصن خیمې به ړنګې نه‎کړي.

نوموړی وايي:

"موږ د هر ډول خبرو او مذاکرو هرکلی کوو، خو زموږ خیمې به تر هغې پورې ولاړې وي چې زموږ مشروع غوښتنې او قانوني مطالباتو ته ځواب نه‎وي ورکړل شوی، نه یوازې خیمې به ړنګې نه‎شي بلکې د ښار په څو نورو ځایونو کې به هم ودریږي."

ښاغلي فطرت همدا شان زیاتوي د ملي شورا پلاوي ژمنه کړې چې د دوی غوښتنې به د ملي وحدت حکومت له مشرانو سره له نېږدې شریکې کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د تحصن د خیمو درول کابل ښاریان له ستونزو سره مخ کړي.

راپور: رحمت الله افغان

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG