د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

روفي او سعیدي: پدرام او مسعود له مظاهرې د سیاسي ګټې اخیستو هڅه کوله


يو شمېر مدني فعالان چې د جمعې د ورځې د مظاهرې د يوې برخې مشري يې کوله وايي، ځني سیاسي څېرو لکه د ملي کنګرې د ګوند مشر عبدالطیف پدرام او د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا غړي احمد ضیا مسعود هڅه وکړه چې له دغه مظاهرې سیاسي ګټه پورته کړي.

مدني فعال خلیل رووفي چې د ده په وینا د مظاهرې د يوې برخې مشري یې کوله ازادي راډیو ته وویل چې د جمعې د ورځې د مظاهرې هدف په حکومت کې د اصلاحاتو راوستل و نه د ولسمشر او اجرائیه رئیس استعفا.

ښاغلی رووفي وايي، د ملي کنګرې مشر عبدالطیف پدرام په زوره او د مظاهره کوونکو له رضایت پرته د دوی له تربیون څخه استفاده کړې.

نوموړي زیاته کړه:

"يو شمېر خلک شته چې تل یې له داشان حرکتونو استفاده کړې، خو له نېکه مرغه تېره ورځ مظاهره کوونکو په شعوري ډول د دوی مخه ونیوله او حتا ما پخپله لطیف پدرام سره شخړه وکړه او ورته مې وویل چې دا يو مدني حرکت دی او تاسو حق نه لرئ چې په کې ګډون وکړئ، خو د ده کسانو ماته لاس واچوو او زما کمېس يې څېرې کړ."

د مظاهرې یو بل تنظیمونکی احمد سعیدي وايي، د جمعې په ورځ کله چې لطیف پدرام د مظاهره کوونکو له تربیون څخه سیاسي استفاده وکړه نو دوی يې د خبرو مخه ونیوله.

احمد سعیدي.
احمد سعیدي.

نوموړي زیاته کړه:

"ښاغلی پدرام راغی او زما نه يې اجازه واخیسته او ویې ویل چې د يوعادي وګړي په توګه غواړم خبرې وکړم، خو کله يې چې خبرې پېل کړې نو د نظام ضد خبرې يې وکړې نو موږ يې مایک پرې کړ او اوس هم تاسو ته وایم چې د دغه مظاهرې مشري زه،جاوید کوهستاني، عزیز رفیعي او ښاغلی ذکي کوو، ښاغلي پدرام او احمد ضیا مسعود نه موږ سره دي او نه موږ د هغوی په لاره حرکت کوو."

له احمد ضیا مسعود سره اړیکه ټینګه نشوه خو د ملي کنګرې ګوند مشر عبدالطیف پدرام ازادي راډیو ته ویلي چې نوموړي په مظاهره کې د يوه عادي وګړي په توګه ګډون کړی.

ښاغلي پدرام ویلي، په مظاهرو کې د سیاسي مشرانو ګډون کوم قانوني ممانعت نه لري.

په کابل کې د چهارشنبې د ورځې تر خونړۍ پېښې وروسته چې شااوخوا ۹۰ تنه په کې ووژل شول او له ۴۰۰ زیات په کې ټپيان شول په غبرګون يې یو شمېر کابل ښاریانو د خلکو د امنیت په ټينګښت کې حکومت پاتې وباله او د جمعې په ورځ یې مظاهره وکړه.

دغه مظاهره وروسته په تاوتریخوالي بدله شوه چې وژل شوي او تپیان یې هم درلودل.

په دغه مظاهره کې يو شمېر سیاسي څېرو لکه احمد ضیا مسعود او عبدالطیف پدرام هم له خپلو ساتونکو سره ګډون کړی و.

د حزب اسلامي ګوند د یوې څانګې مشر عبدالهادي ارغندیوال د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې يو شمېر افرادو د مظاهره کوونکو له احساساتو ناوړه استفاده کړې.

عبدالهادي ارغندیوال.
عبدالهادي ارغندیوال.

نوموړي زیاته کړه:

"زه داسې احساسوم چې په دغه مظاهره کې يو شمېر کړیو چې غوښتل خپلو اهدافو ته ورسېږي د ځوانانو له احساساتو ناوړه استفاده وکړه او کوم شعارونه چې ورکول کېدل هغه د يووالي نه بلکه د اختلاف و."

خو د افغانسان د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي بیا ازادي راډیو ته وویل چې دا د افغانستان د ټولو وګړو حق دی چې د حکومت د نیګړتیاوو او د کابل ښاریانو د امنیت د ټینګښت په برخه کې د پاتې راتلو په تړاو خپل غږ پورته کړي.

خو د ښاغلي احدي په خبره، د مظاهره کوونکو په منځ کې يو شمېر داسې کسان هم و چې غوښتل يې د خلکو له احساساتو نه د ځان په ګټه استفاده وکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG