د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

ملګرو ملتونو د کابل له مظاهره چیانو د زغم غوښتنه کړې


ملګرو ملتونو په کابل کې په پرونۍ مظاهره کې د تشدد له امله خواشیني څرګنده کړې او پرخلکو یې د زغم غږ کړی دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو سیاسي دفتر یا یوناما په یوه خبرپاڼه کې وویل، په داسې حساس وخت کې باید د نارضایتي د څرګندولو او د ستونزو د حل مناسبې لارې ولټول شي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي، په یوه خبرپاڼه کې پرون جمعه پر هغو کسانو هم چې په داسې حساس او نازک سیاسي او امنیتي وضعیت کې د بې ثباتۍ د زیاتولو او ملکي وګړو ته د ضرر رسولو هڅې کوي،د کرارۍ غږ کړی دی.

د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، د هغو کسانو غوسه او ناهیلي چې عزیزان یې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په چاودنه کې وژل شوي او زخمیان شوي دي، د درک وړ ده.

وروستي رپوټونه وايي، په کابل کې په پرونۍ مظاهره کې څلور تنه وژل شوي او پنځلس تنه زخمیان شوي دي.

دکابل ښار پرونۍ مظاهره.
دکابل ښار پرونۍ مظاهره.

په کابل کې د پرونۍ مظاهرې یو شمېر ګډون کوونکو د افغانستان د ملي وحدت حکومت په بې کفایتۍ تورن کړ او د حکومت د رهبرانو د استعفی نارې یې وهلې.

په دې مظاهره کې، د رپوټونو پر اساس، نېږدې ۱۰۰۰ تنو ګډون کړ وو.

هغوی لاریون د زنبق له څلورلاري چې دچهارشنبې په ورځ چاودنه وشوه، پيل کړ او د جمهوري ریاست پرلور تلل.

رپوټونه وايي، دا مظاهرې ښايي د ملي وحدت حکومت پرمشرانو چې په وروستیو کې د خونړیو چاودنو او حملو په مخنیوي کې ناکام شوي، فشارونه لازیات کړي.

د ارګ خبرپاڼې چې یو وار بیا یې په کابل کې وروستۍ چاودنه غندلې، له خلکو د زغم او صبر غوښتنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې مظاهره کونکي دي فرصت طلبانو ته اجازه نه ورکوي چې له مدني حرکتونو ناوړه کار واخلي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د اعتراض کونکو غوښتنې به وکتل شي.

خو د رپوټونو په حواله، که چېرې په افغانستان کې حساس سیاسي وضعیت ته که وکتل شي، د جمعې په ورځ په سوله ییزه مظاهره کې تشدد، په دې هېواد کې د سیاسي او قومي اختلافونو د زیاتېدو وېره پېدا کوي.

د عفوې نړیوال سازمان ویلي چې د افغانستان امنیتي ځواکونو د خلکو ژوند ته بې اعتنايي کړې او د هغوی دا کاريې غندلی دی.

د عفوې نړیوال سازمان ویلي، یو شمېر رپوټونه څرګندوي چې د مظاهرې محدود شمېر ګډونوالو امنیتي ځواکونه په ډبرو ویشتي خو په مقابل کې يې له زیاته زوره کار اخیستل شوی دی.

د کابل پرونۍ مظاهره.
د کابل پرونۍ مظاهره.

د پرونۍ مظاهرې یو شمېر ګډونوالو د تحصن او د اعتراض جاري ساتولو پرېکړه وکړه.

رپوټونه وايي چې وروستي سیاسي اختلافونه ښايي د افغانستان په اړه د کړنلارې جوړولو لپاره د واشنګټن کار پېچلی کړي.

د امریکا نوی حکومت د افغانستان لپاره د داسې یوې کړنلارې پر جوړولو کار کوي چې د یو شمېر سرچینو په وینا،د نورو عسکرو استولو امکان هم پکې شامل دی.

XS
SM
MD
LG