د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د کابل له مظاهره کوونکو څخه د حراست او ثبات شورا غوښتنه


په داسې حال کې چې د کابل ښار د یو شمېر اوسېدونکو اعتراض لا هم دوام لري د حراست او ثبات شورا له دغه اعتراض کوونکو غوښتنه وکړه چې پرې نه‌ږدي دښمن د ځوانانو له احساساتو او فرصتونو څخه ناوړه ګټه واخلي.

د دې شورا ویاند مسعود ترشتوال د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې په دې ناسته کې چې یوه ورځ وړاندې جوړه شوې وه، د دې شورا د مشرانو تر څنګ په‌کې پخواني ولسمشر حامد کرزي، صبغت‌الله مجددي او یو شمېر نورو جهادي او سیاسي مشرانو برخه اخیستې وه.

دی وايي، په ناسته کې ټینګار وشو چې باید اعتراض کوونکي او د افغانستان نور خلک یو بل ته په لاس ورکولو سره د دښمن پلانونه ناکام کړي.

ترشتوال: باید په شریکه یو بل ته لاس ورکړو.
ترشتوال: باید په شریکه یو بل ته لاس ورکړو.

نوموړي زیاته کړه:

"دوی د قانون په چوکاټ کې د اعتراض حق لري، خو باید په شریکه یو بل ته لاس ورکړو او په کمین کې ناست دښمن ته زمینه برابره نه‌کړو، ځکه چې دښمن له حکومته قوي ثابت شوی دی، نو په دې اساس خدای مه‌کړه چې د افغانستان کورني او بهرني دښمنان د خلکو له احساساتو ناوړه ګټه وانه‌خلي."

د ده په خبره په دې ناسته کې همدارنګه له حکومته غوښتنه وشوه چې د قانون خلاف لکه پر مظاهره کوونکو د ډزو په څېر له اقداماتو باید ډډه وشي.

د حراست او ثبات په شورا کې د پخواني جهادي رهبر استاد سیاف او د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یونس قانوني په څېر یو شمېر نور سیاسي او جهادي څېرې برخه لري.

د وروستي تاوتریخوالي په اړه د حراست او ثبات شورا دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې له جمعې ورځې راپه دې‌خوا یو شمېر کابل ښاریانو د تېرې چهارشنبې د ورځې د موټر بم چاودنې په غبرګون کې مظاهرې وکړې چې د ځینو اعتراض‌يې لاهم دوام لري.

دا اعتراضونه په لومړۍ ورځ په تاوتریخوالي واوښتل چې له امله‌يې یو شمېر اعتراض کوونکو او پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.

په ورته وخت کې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د جمعې د ورځې د مظاهره کوونکو سره د شوي تاوتریخوالي په اړه پر څېړنو ټینګار وکړ او د ستونزو په کمولو کې يې د سیاسي ډلو نقش مهم یاد کړ.

ازاد:موږ مطمئن یو چې دا کار مثبتې نتیجې ورکوي.
ازاد:موږ مطمئن یو چې دا کار مثبتې نتیجې ورکوي.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال نجیب‌الله ازاد د سې شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ د سیاسي احزابو له ټولو هغه اقداماتو چې په دې برخه کې يې کوي او د افغانستان په دې حساسو حالاتو کې خلک یوځای والي ته رابولي هرکلی کوو، موږ مطمئن یو چې دا کار مثبتې نتیجې ورکوي."

د حراست او ثبات شورا همداراز غوښتنه کړې چې ټول افغانان باید یو بل ته په لاس ورکولو سره د ملي یووالي لپاره کار وکړي.

د دې شورا د ویاند په خبره دولت هم باید هڅه وکړي ترڅو ملي اجماع رامنځته او د حذف او تبعید سیاست ته د پای ټکی کېږدي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG