د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د جمعیت ګوند د غوښتنې په غبرګون کې ارګ د ملي امنیت د سلاکار ننګه وکړه


افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار ننګه وکړه او ویې‌ویل چې د امنیتي ارګانونو د مشرانو په اړه هر ډول قضاوت اندېښنې رامنځته کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست د جمعیت اسلامي ګوند د سرپرست او د کورنیو چارو د سرپرست وزیر صلاح‌الدین رباني د څرګندونو په غبرګون کې ویلي:

"د امنیتي چارواکو په اړه له وخت مخکې قضاوتونه اندېښنې زېږوي او د امنیت په ټینګښت کې د امنیتي ځواکونو تمرکز خرابوي."

صلاح‌الدین رباني په یوه غونډه کې د کابل وروستۍ پېښو ته په اشارې د امنیتي ځواکونو مشرتابه کمزوري یاد کړل او ویې‌ویل چې د ملي امنیت د سلاکار په ګډون د امنیتي ارګانونو مشران لیرې کړای شي.

ښاغلی رباني د افغان حکومت په کابینه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر هم دی او د جمعیت اسلامي ګوند مشري په غاړه لري.

صلاح‌الدین رباني ویلي، د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خونړۍ حمله، په مظاهره‌چیانو د امنیتي ځواکونو ډزې او د شنبې په ورځ د جنازې په مراسمو حمله د هغه په خبره د امنیتي ارګانونو د مشرانو تر همکارۍ پرته ممکنه نه‎وه.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند سرپرست صلاح‌الدین رباني وویل:

"د جمعې ورځې د یو تن قرباني د جنازې په مراسمو کې چې کومه ترهګریزه پېښه رامنځته شوه دغه باور يې نور هم تقویت کړ چې د امنیتي بنسټونو د یو شمېر مسؤلینو له همکارۍ پرته ممکنه نه‎وه چې ترهګر دې د خپلو ترهګریزو بریدونو ترسره کولو لپاره دغه‌شان فرصتونه ترلاسه کړي."

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند د سرپرست مشر صلاح‌الدین رباني د څرګندونو په باب د جمهوري ریاست په بیان کې دا هم راغلي:

"اوسنیو حساسو شرایطو ته په کتو، سیاسي شخصیتونه، دولتي چارواکي او د هېواد مشران باید د نظر وحدت وساتي او په ستونزو د غلبې لپاره همت وکړي."

ارګ ماڼۍ په خپل بیان کې د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر ننګه کړې او ویلي یې دي چې د ملي امنیت سلاکار اجرائیه موقف نه‎لري او خپله دنده په پوره صداقت مخته وړي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا بیا د امنیتي ارګانونو د مشرانو په باب د جمعیت اسلامي غوښتنې سیاسي وبللې، خو ژمنه‌یې وکړه چې د مظاهرې پر مهال د شوې پېښې څېړنه کېږي.

د ملي امنیت شورا ویاند او د ستراتيژیکو اړیکو مشر قادرشاه
د ملي امنیت شورا ویاند او د ستراتيژیکو اړیکو مشر قادرشاه

د ملي امنیت شورا ویاند او د ستراتيژیکو اړیکو مشر قادرشاه وویل:​

"د ملي امنیت سلاکار قطعاً قانوني اجرائیه صلاحیت او یا مسؤلیت او یا هم اجرائیه دستګاه نه‎لري. د اجرائیه چارو مسؤلیت زموږ امنیتي ارګانونه لري. موږ په امنیتي ځواکونو ویاړو خو د جمعیت اسلامي ګوند غوښتنه یوه سیاسي غوښتنه ده چې اصلاً نور دلایل لري."

د ملي امنیت شورا ویاند واضح نه‎کړه چې د جمعیت اسلامي د ګوند د غوښتنو تر شا څه دلایل موجود دي.

د حکومت په لوړپوړو امنیتي مقاماتو په داسې حال کې د یوې مطرح څېرې له‌خوا په چارو کې د کمزورتیا تور لګول کېږي چې پلازمېنه کابل تر بل هر وخته اوس سخت شرایط تېروي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG