د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

یو شمېر سیاسي څېرو د حکومت او جمعیت ګوند ترمنځ پر زغم ټينګار وکړ


یو شمېر افغان سياستوال د حکومت او جمعیت ګوند د وروستیو رامنځته شویو اختلافونو پر حل ټینګار کوي او وايي، د دې وضعیت دوام د بحران د رامنځته کېدو لامل کېږي.

د حزب‎ اسلامي د يوې څانګې مشر عبدالهادي ارغنديوال د سې شنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې د روانې شخړې حل‎ لاره څه ده؟

وويل، دغه غبرګونونه د کابل خونړۍ پېښې وروسته راپارېدلي او د ارامولو په خاطر يې حکومت باید خلکو ته قناعت ورکړي.

د حزب‎اسلامي د يوې څانګې مشر عبدالهادي ارغنديوال
د حزب‎اسلامي د يوې څانګې مشر عبدالهادي ارغنديوال

نوموړی وايي:

"هغه وخت به دا مشکل ښه حل شي چې له يوې خوا زغم موجود وي او بل لور ته حکومت خلکو ته دقیق معلومات ورکړي چې دغه ډول وضعیت ولې مخته راغی په هغه صورت کې به د جمعیت ګوند او اعتراض کوونکي قانع شي."

صلاح‌الدین رباني چې د بهرنیو چارو وزارت او د جمعیت ګوند سرپرست دی د دوشنبې په ورځ د دې ګوند په استازولۍ په یوې خبري ناسته کې د کابل وروستیو پېښو ته په اشارې د امنيتي ارګانونو رهبري کمزورې ياده کړه او د ملي امنیت سلاکار په ګډون د ځينو نورو امنيتي ارګانونو د مشرانو د ګوښه کېدو غوښتنه‌يې وکړه.

مګر افغان حکومت د صلاح‌الدین رباني دغه غوښتنه چې له مخې دې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له دندې ګوښه شي رد کړه.

ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، د لوړپوړو امنيتي چارواکو په اړه هر ډول له وخت نه مخکې پرېکړه اندېښنې راپورته کوي.

په دې خبرپاڼه کې راغلي ښاغلی اتمر اجرائیه مقام نه‎دی او هغه خپله دنده په صداقت سر ته رسولې.

بل لور ته د افغانستان د ملي امنيت شورا ویاند قادرشاه وايي، د جمعيت اسلامي ګوند غوښتنې سیاسي دي او په اصل کې د هغوی غوښتنې نور دلیلونه لري.

ازادي راډيو په مکرر ډول د دې دلیلونو د روښانه کولو غوښتنه وکړه، خو قادرشاه په دې اړه نور څه روښانه نه‌کړل.

د افغانستان د ملي امنيت شورا ویاند قادر شاه
د افغانستان د ملي امنيت شورا ویاند قادر شاه

په ورته وخت کې سیاسي کارپوهان وايي، د دغه ډول اختلافونو د راپورته کولو پر وړاندې د مخنیوي یوازنۍ لار د قانون تطبیق دی.

یوه تن کارپوه کبير رنجبر په دې اړه وويل:

"هر کله چې موږ د قانون له چوکاټه خارج شوي یو، موږ تل ستونزې راولاړې کړي، ایا په یوه څلور لاري کې د خيمې لګول جواز لري؟ د یوه هېواد د بهرنیو چارو وزير د سیاسي موقف له ادرسه خبرې کوي. دا قانوني نه‎دی او نه درست کار دی."

هغه ټینګار کوي چې په هر حالت کې باید د هېواد ملي ګټې او امنيت په نظر کې ونیول شي.

د هغه په خبره د شخصي ګټو پر سر اختلافونه په هېواد کې د لا زیاتو ستونزو د زېږېدو سبب ګرځي.

راپور: شاه‌محمود شینواری

XS
SM
MD
LG