د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

یو افغان جنرال نه‌غواړي چې بهرني ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښې ته راستانه شي


په داسې حال کې چې د امريکا متحده ايالات په افغانستان کې د خپلو قواوو پر زياتېدو غور کوي، د سخت دريځو ډلو په وړاندې د ستړو شويو افغان قواوو مبارزه لا هم ادامه لري.

په روېټرز اژانس کې د خپاره شوي راپور ليکوال جېمز مکېنزي او ميرويس هاروني د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د يوه افغان جنرال کيسه کوي چې د پوستې په شااوخوا کې يې له شګو ډکې بوجۍ ښکاري.

بريد جنرال محمد نسيم سنګين ويلي، د وسله‌والو طالبانو د ځپلو او د هغو سيمو د خونديتوب لپاره چې د ده ځواکونه‌يې نيسي، نورو قواوو او تجهيزاتو ته اړتيا ده.

خو محمد نسيم سنګين نه‌غواړي چې بهرني ځواکونه دې د جګړې لومړۍ کرښې ته ستانه شي.

جنرال سنګين ويلي، موږ خپل هېواد ښه پېژنو، کولاى شو خپل دښمن ته خپله ماتې ورکړو.

دغه افغان پوځي مقام ويلي، افغانان به موږ خپلو ليکو ته جلبوو، ناټو کولاى شي افغان قواوې وروزي او په مهماتو يې سمبال کړي.

روېټرز اژانس ليکي:

په داسې حال کې د امريکا او ناټو چارواکي په افغانستان کې د مخکې تګ لپاره لارې چارې ارزوي چې د افغانستان دولتي ځواکونه له يوه سخت سر دښمن او ځينو ستونزو سره مخامخ دي، لکه د تجهيزاتو کموالى، کمزورى مديريت، سياسي مداخلې او پراخ اداري فساد.

په راپور کې د کابل د تېرې اوونۍ ټانکر بم حملې ته اشاره شوې چې په نتيجه کې يې د اژانس په حواله تر ٨٠ ډېر کسان ووژل شول، دغه‌راز په نورو ولايتونو کې هم د شخړو يادونه شوې چې هره مياشت‌يې په نتيجه کې سلګونه افغان سرتېري او پوليس وژل کېږي.

بريد جنرال محمد نسيم سنګين د راپور ليکوالانو ته ويلي، په ځوانۍ کې د مجاهدينو تر څنګ د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو په وړاندې جنګېده، اوس د هغې لوا رهبري کوي چې هدف‌يې له چپرهار ولسوالۍ څخه د دولت ضد وسله‌والو شړل دي.

هغه ولسوالۍ چې کورونه‌يې له خټو جوړ دي، د کوکنارو ځيني کښتونه هم په‌کې ښکاري چې د نېښ وهلو يا شيرې راټولولو وخت‌يې رانېږدې شوى دى.

امريکايي چارواکي د هغو پلانونو په چمتو کولو بوخت دي چې تمه کېږي پر اساس‌يې له ٣ زرو تر ٥ زرو پورې تازه دمه پوځي روزونکي افغانستان ته ولېږل شي چې د افغان قواوو په روزنه کې برخه واخلي.

خو اندېښنې زياتې شوي چې له دې سره بېره کېږي چې امريکا ښايي بيا د افغانستان په جګړه کې ښکېل شي.

په افغانستان کې د امريکا په رهبرۍ له مبارزې ۱۶ کاله وروسته شااوخوا ١٣ زره نړيوال سرتېري لاهم په افغانستان کې دېره دي.

د ناټو چارواکو په وار-وار ويلي، دوى به خپل جنګي مأموريت چې په ٢٠١٤ میلادي کال کې پاى ته رسېدلى بيا پيل نه‌کړي.

خو د چارواکو په وينا، پر داسې پلانونو غور روان دى چې له مخې به‌يې پوځي روزونکي کله-کله له خپلو پوځي مرکزونو وځي او د لواګانو په سطحه، د جنرال سنګين د لوا غوندې په جګړه کې برخه واخلي، نو دا مسئله په جګړه کې د بهرنيو پوځيانو د دخالت امکان زياتوي.

XS
SM
MD
LG