د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۸

حکومت ضد یو شمير اعتراض کوونکي: هیڅ کوم سیاسي حذب پورې تړلي نه یو


په کابل کې د اعتراض کوونکو اعتراض نن څلورمې ورځې ته وغځېد.

د حکومت ضد یو شمير اعتراض کوونکي وايي چې د هېڅ کوم سیاسي حذب او سیاسي اشخاصو پورې نه دي تړلي خپلې غوښتنې په ازادنه ډول مطرح کوي.

هاون معترف او رامش نوري چې د دغه اعتراض له تنضیمونکو څخه دي ازادي راډیو ته وویل:

"زموږ دا اعتراض د بدلون لپاره دي، په هېڅ کوم سیاسي ګوند پورې اړه نه لري، دا یو ولسي خوځښت دي چې د ولس په غوښتنه ترسره شوی دی.

-دا جریان هېڅ کوم سیاسي ګوند، سیاسي شخص او سیاسي ډلې پورې اړه نه لري، دا حرکت د کابل ښاریانو پیل کړی او یو پاک حرکتدی."

د دوی په منځ کې ځینې سیاسې څېرې هم لیدل کیږي خو د اعتراض کوونکي وايي چې دوی د یو عادې ښاري په توګه د تحصن په دې خیمه کې له دوی سره برخه لري.

اعتراض کوونکي د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په ګډون د یو شمېر امنیتي مسؤلینو له دندو څخه د لرې کېدا غوښتنه کوي.

همدا غوښتنه د دوشنبې په ورځ د جمعیت اسلامي مشرانو د یوې غونډې پرمهال وکړو.

که څه هم اعتراض کوونکي ادعا کوي چې په هېڅ کوم سیاسي حرکت پورې نه دي تړلي خو د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې د جمعیت اسلامي او اعتراض کوونکي یو شان غوښتنې له دې حزب سره د اعتراض کوونکو په تړلو د تائيد ټاپه لګوي.

د سیاسي چارو کارپوه غفور احمد جاوید ازادي راډيو ته وویل:

"د کابل د خلکو مظاهره تاسې ولیدله چې په اوله ورځ يې وکړه هغوی خپله هم له دوی شکایت وکړو دا یو حزبي لاریون دی غوښتنې يې سیاسي او یوازې د دې لپاره دي چې امتیاز پرې واخیستل شي."

دا په داسې حال کې ده چې د سې شنبې په ورځ به کابل د یوه نړیوال کنفرانس کوربه وي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دې کنفرانس لپاره د هر ډول مظاهرو کول د دویم امر پورې ځنډیدلي دي.

خو لا هم د تحصن خیمه ولاړه ده .

د کابل ښار په کومه سیمه کې چې د تحصن خیمه لګول شوې له دې ځایه ارګ ته هم تللې لاره تړل شوې ده خو اوس به ولیدل شي چې د دې کنفرانس په ورځ به دا خیمه ټوله کړل شي کنه.

XS
SM
MD
LG