د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۵

عالمان او سیاسي ګوندونه: د لارو له تړلو به دښمن ګټه پورته کړي


یو شمېر دیني عالمانو او د سیاسي ګوندونو ځینو غړو په کابل کې د اعتراضونو د دوام په اړه غبرګون وښود.

د افغانستان د دیني عالمانو مجموعې د پنجشنې په ورځ په کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د کابل اعتراض کوونکو کابلیانو ته ګڼې ستونزې جوړې کړي دي.

د دغې مجموعې غړی او دیني عالم سمیع‎الله ریحان وايي، د کابل د ښار په منځ کې د لویو لارو او واټونو تړل ستونزې نه حلوي بلکې برعکس دښمن به ترې د ځان په ګټه استفاده وکړي.

نوموړی وايي:

"د لارو بندول د مسئلې د حل لاره نه‎ده، نو زه د یوه دیني عالم په توګه پر خپلو درنو هېوادوالو او هغه ځوانانو چې ناراضه دي او سړکونه یې بند کړي غږ کوم چې دا چارې د وطن په خیر نه تمامیږي."

په ورته وخت کې د کابل په یوې بلې څنډه کې د دعوت اسلامي په نوم ټولنې د مطبوعاتي کنفراس پر مهال خلک یووالي، زغم او اخوت ته راوبلل.

د دغې ټولنې مشر مولوي عبدالهادي هدایت وايي، د اسلامي عقایدو له مخې په یوې مسلمانه ټولنه کې مدني او د عدالت غوښتنې حرکتونو ته قومي رنګ ورکول مردود دي.

ښاغلي هدایت زیاته کړه:

"په یوه اسلامي هېواد کې چې څه باندې ۹۹ سلنه وګړي یې مسلمانان دي د قومونو او ژبو تنوع د دې پیغام رسوي چې موږ باید د سیاسي، ټولنیز او کورنیو نظامونو په جوړولو کې قطعاً باید د قران پاک ارشادات په پام کې ونیسو."

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په کابل کې د تیرې اوونۍ د چهارشنبې د ورځې د خونړۍ پېښې په غبرګون یو شمېر کابل ښاریانو مظاهره وکړه چې وروسته بیا دغه مظاهره په تاوتریخوالي هم واوښته.

ولسي جرګه: کابل کې د معترضینو خېمو خلکو ته ستونزې جوړې کړي

د کابل له مظاهره کوونکو څخه د حراست او ثبات شورا غوښتنه

کابل ګارنېزیون: د پرونۍ مظاهرې یو شمېر کسانو سره وسلې وې

سرچینه: د کابل د نننۍ چاودنې په اړه امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړل شوی و

د جمعې د ورځې له مظاهرې وروسته نن د اوومې ورځې لپاره هم په کابل کې اعتراضونه دوام لري او اعتراض کوونکو د ښار په بېلابېلو برخو کې د واټونو پر سر د تحصن خیمې درولي او د خلکو او ترافیکو پر مخ یې لارې تړلي دي.

په ورته وخت کې د حق او عدالت ګوند هم پر اعتراض کوونکو غږ کوي چې حالات نازک دي او دغو حالاتو ته په کتو باید په هېواد کې دننه سیاسي ستونزې د تفاهم او خبرو له لارې هوارې شي.

د حق او عدالت ګوند مشر معین مرستیال
د حق او عدالت ګوند مشر معین مرستیال

د دغه ګوند مشر معین مرستیال د پنجشنبې په ورځ په همدې مناسبت جوړې شوې خبرې ناستې ته وویل:

"هغه کسانو ته چې نن یې د کابل په ښار کې خیمې درولې، هغوی ته زموږ وړاندیز دا دی چې د افغانستان خطرناک او نازکو حالاتو ته په کتو دا حل لاره نه‎ده، راشئ چې موږ خپلې ستونزې د تفاهم او روغې جوړې له لارې حل کړو."

د ښاغلي مرستیال په خبره د هېواد نازکو او کړکېچونو حالاتو ته په کتو ښه به وي چې د شخصي ګټو پر ځای ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي او له لا ترینګلي کېدو مخه یې ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابل امنیه قوماندان حسن شان فروغ نن ازادي راډیو ته ویلي چې د مشرانو په منځګړیتوب هڅې روانې دي چې د کابل ښار له یو شمېر واټونو څخه د تحصن خیمې لېرې او له دې امله د ښاریانو ستونزې هوارې شي.

محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG