د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

کابل ښاریان: د اعتراض کوونکو له‌خوا د لارو بندېدو له ستونزو سره مخ کړي یو


د شپږمې ورځې لپاره هم په کابل کې اعتراضونو دوام درلود او اعتراض کوونکو د ښار په ځینو څلور لارو او واټونو کې د تحصن خیمې ووهلې.

د کابل په پنځو سیمو کې اعتراض کوونکو د تحصن خیمې درولي او ټینګار کوي که‌یې غوښتنې ونه‌منل شي خپل اعتراضونه به پراخ کړي.

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي، اعتراض کوونکو د ښار په منځ کې ځینې لارې بندې کړي چې دوی یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د ازادي راډيو خبریال محمد حدیث پردېس په کابل ښار کې د اعتراض کوونکو ځینو خیمو ته ورغلی او دغه راپور یې جوړ کړی دی:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG