د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۵

کابل ښاریان او ډاکټران: د تحصن خېمې ۸ شوې چې ستونزې يې لا زیاتې کړې


په کابل ښار کې اعتراض کوونکو له اتو ورځو راهیسې د تحصن خیمې درولي چې د دغو خیمو شمېر اتو ته رسېږي.

د کابل ښار یو شمېر ډاکټران وايي، زیاتره دغه خیمې د روغتیايي مرکزونو مخې ته یا هم دغو مرکزونو ته په غځېدلو لارو درول شوي چې دوی او ناروغانو ته یې ستونزې پیدا کړي.

د کابل د کارتې پروان د سیمې ډاکټر خوشحال تسل چې د روغتون مخې ته یې اعتراض کوونکو د تحصن خیمه درولې جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، روغتون ته په مستقمیه لاره نه‎شي تللی.

نوموړی وايي:

"زه خپل روغتون ته په مستقیمه لاره رانه‎غلم شاته په فرعي لاره راغلم، ځکه د روغتون په مخکې خیمه ولاړه وه، د داسې خیمو وهل له رواني پلوه د خلکو په روان بد اغېز کړی، ځکه خلک هر ساعت د ناامنۍ او د یوې پېښې د رامنځ ته کېدو احساس کوي، دا ډول وضعیت د خلکو رواني او روحي فشارونه نور هم زیاتوي."

په ورته وخت کې ځینې هغه ناروغان چې روغتونو ته ځي هم له همدې ستونزې سرټکوي.

د کابل ښار اوسېدونکې بي بي ګل وايي، خلک خپل ناروغان په موټر کې تر روغتون نه‎شي رسولای، ځکه د روغتون مخې ته د تحصن خیمې درول شوې او خلک نه پریږدي چې په ازاد تګ راتګ وکړي.

نوموړې وايي:

"په کابل ښار کې د ډېري روغتونونو په مخکې خیمې وهل شوي دي، خلک په اسانه نه‎شي کولای روغتون ته خپل ناروغ یوسي روغتونونو ته غځېدلې لارې بندې وي ناروغانو ته زیات تکلیف وي خلک تګ راتګ نه شي کولای."

د کابل په کارتې پروان کې چېرته چې زیات روغتونونه دي او همدا شان د شهرنو پارک ته نېږدې د ایمرجنسي روغتون مخکې ته اعتراض کوونکو د تحصن خیمې درولي او لویې لارې یې د ترافیکو پرمخ تړلي دي.

د ایمرجنسي روغتون مخ ته د تحصن په خیمه کې د اعتراض کوونکو استازي محمد نبي قاطع ازادي راډيو ته وویل چې لارې دوی نه بلکې دولت بندې کړې دي:

"موږ هېڅ ډول ترافیکي ستونزې نه‎دي جوړې کړي، برعکس دا دولت دی چې تاسې په سترګو ګورئ، د ارګ په شاوخوا کې یې کانټینرونه اېښي، ترافیکې ستونزې یې جوړې کړي، موږ ستونزې نه بلکې دولت جوړې کړې."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د ایمرجنسي روغتون مسؤلینو ګواښ کړی که دوی ته مزاحمت دوام وکړي او مشکلات رفع نه‎شي، نو په کابل او په څلور ولایتونو کې روغتونه او ۴۴ کلینکونه به وتړي.

د دغه وزارت ویاند وحید مجروح له ازادي راډيو سره په خبرو کې له اعترض کوونکو وغوښتل چې د روغتیايي مرکزونو پر وړاندې خنډونه جوړ نه‎کړي.

دی وايي:

"مدني حقونو ته په احترام سره هیله مو دا دی چې زموږ د روغتیايي مرکزونو اصول په پام کې نیولو سره خپل اعتراضیه پروګرامونه داسې تنظیم کړي چې زموږ د خدمتونو پر وړاندې خنډ جوړ نه‎شي."

د تېرې جمعې په ورځ په کابل کې یو شمېر اعتراض کوونکو د تېرې اوونۍ د چهارشنبې د ورځې پېښې په غبرګون کې مظاهره وکړه چې په تاوتریخوالي بدله شوه او یو شمېرکسانو ته په‎کې مرګ ژوبله واوښته.

بیا وروسته اعتراض کوونکو د ښارپه یوشمېر سیمو کې د تحصن خیمې ووهلې چې کابل ښاریانو ته یې ستونزې راپيدا کړې.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG