د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

پاکستان پر درويشتمه ورځ د بولدک- چمن تړلې پوله پرانيستله


پاکستاني چارواکو د سپين بولدک او چمن تر منځ د تړلې لارې د پرانیستلو اعلان کړى دى.

دغه لاره ۲۲ ورځې وړاندې وروسته له هغې وتړل شوه چې د پاکستاني او افغان سرحدي پوليسو تر منځ نښته وشوه او په نتيجه کې يې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله واوښته.

د روانې مې مياشتې پر پينځمه نېټه وېش پولې ته نېږدې د ډېورنډ کرښې پر سر د افغان او پاکستاني سرحدي سرتېرو تر منځ په شوې نښته کې پاکستان لوري ته د ۱۰ تنو د وژل کېدو او شااوخوا څلوېښتو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى و او د افغان لوري ته د دوو تنو د وژل کېدو او دوو تنو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوى و.

پاکستاني چارواکو د دې نښتې په عکس‎العمل کې له افغانستان سره د پولې پر سر د دوستۍ دروازه و تړله چې ۲۲ ورځې د هر ډول تجارتي لاريو او عامو خلکو پر مخ تړلې وه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړيکو څانګې نن د شنبې په ورځ د پولې د خلاصېدو اعلان وکړ.

د «اى. اس. پي.ار» له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي چې د افغان چارواکو په غوښتنه يې د روژې د مبارکې مياشتې په خاطر پرېکړه کړې چې دغه تړلې پوله پرانېزي او هغو خلکو ته د تګ راتګ اجازه ورکړي چې د پولې د تړل کېدو له امله له ستونزو سره مخامخ دي.

د چمن سوداګرو يې پر پرانيستلو خوښي څرګنده کړې ده.

د چمن د سوداګرو د اتحاديې مشر صادق اڅکزى وايي، د پولې تړل کېدو دوى ته لوى زيانونه ور واړول، ځکه نو د پولې په بېرته پرانیستنې ډېر خوشاله دي.

نوموړي زیاته کړه:

"۲۳ ورځې پاک- افغان پوله د هر ډول تجارت او تګ راتګ لپاره بنده وه، نن چې د ايف سي ملېشه ځواکونو په قلعه کې د عسکري او ملکي انتظاميې تر منځ کومه غونډه وشوه، په هغه کې د پولې پرانيستل کېدو پرېکړه وشوه، د دواړو غاړو تجاران ډېر خوشاله دي، ځکه د دواړو غاړو کاروبار ډېر اغېزمن شوى و."

د پولې پر سر وروستۍ نښته هغه وخت پيل شوه چې د پاکستان د سرشمېرنې ادارې کارکوونکو د پوځي سرتېرو په بدرګه د ډېورند کرښې پر سر په دوو کليو لقمان او جهانګير کې سرشمېرنه کوله او ادعا يې کوله چې دا کلي د پاکستان په خاوره کې دي، خو افغان چارواکو ځکه له سرشمېرنې را وګرځول چې ويل يې پاکستان د دغو کليو په هغو برخو کې سرشمېرنه کوله چې د افغانستان په خاوره کې دي.

پاکستاني پوځيانو ټانک.
پاکستاني پوځيانو ټانک.

«اى ايس پي ار» په یوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي چې اوس يې د دغو کليو په هغو برخو کې سرشمېرنه بشپړه کړې ده چې د پاکستان په خاوره پورې اړه لري.

اعلاميه وايي دواړې غاړې به د پاکستان له خوا اعلان شوي اوربند ته دوام ورکوي او د پولې پر سر به هېڅ ډول شخړه ونه زغمي.

په اعلاميه کې راغلي:

"پاکستان د چمن تر پېښې وروسته خپله خاوره تر کلکې څارنې لاندې نيولې او سرتېري به يې د دې نړيوالې پولې پر سر د پرتو کليو په هغه برخه کې په امنيت ګومارلي وي چې د پاکستان په خاوره کې دي."

افغان چارواکو هم د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د دوستۍ په نوم د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه دروازه چې د تېرو ۲۳ ورځو را په دېخوا تړلې وه خلاصول تائید کړي دي.

په سپین بولدک لسوالۍ کې د درېيم سرحدي زون كميسار محمد شریف غرزي ازادي راډیو ته وویل چې نن درې بجې يې د پاکستاني سرحدي پولیسو د کمیسار له مرستیال سره په ګډه دغه دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ خلاصه کړه:

"نن پاوم کم درې بجې زه او د دوی منېجر دروازې ته ورغلو اول مو دقران شریف یو څو ایاتونه وویل بیا مو دروازه بې له کوم قید او شرط څخه خلاصه کړه."

د بولدک چمن لارې بندېدو له امله مېرمنې د لارې خلاصولو ته انتظار باسي.
د بولدک چمن لارې بندېدو له امله مېرمنې د لارې خلاصولو ته انتظار باسي.

د دغه لارې د تړل کېدو له امله په زرګونه کسان چې ډېری يې ښځې ماشومان او ناروغان وو په دواړو خواوو کې بند پاتې و او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري هم په ټپه درېدلي وه.

په چمن کې تجاران وايي چې پوله د جمعې د ورځې د هغو مذاکراتو په نتيجه کې پرانيستل شوه چې د دواړو غاړو سرحدي چارواکو، ديني عالمانو، سياسي او قومي مشرانو پکې ګډون کړى و.

راپور: بارکوال مياخېل او محمد صادق رښتینی

XS
SM
MD
LG