د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۲

اسلام اباد د خپلو ډيپلوماتانو نیولو له امله افغانستان ته احتجاج کړی


اسلام اباد په کابل کې د خپلو ډيپلوماټانو د نیولو له امله په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت ته سخت احتجاج کړی او دا ډول کړنې یې د دوه اړخیزو اړیکو ضد بللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ځینو رسنیو د چهارشنبې په ورځ داسې راپورونه خپاره کړل چې په کابل کې د پاکستان د سفارت دوه ډیپلوماټان د افغاستان د ملي امنیت ادارې له خوا نیول شوي او تر ۵ ساعتونو وروسته بېرته خوشې شوي دي.

دغه رسنیو په خپلو راپورونو کې ادعا کړې وه چې ډيپلوماټان یې د نیول کېدو پر مهال د دغې ادارې له خوا ځورول شوي هم دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت ناظم الامور دغه وزارت ته وربللی او په دغه پېښه یې ورته شدید احتجاج کړی دی.

دغه وزارت په دې اړه یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې وايي:

"په کابل کې د افغانستان د استخباراتي ادارې له خوا د دوو ډیپلوماټانو نیول د ۱۹۶۱کال د ویانا له نړیوال کنوانسیونه سرغړونه او همداشان د دواړو هېوادونو د ورورولۍ او اړیکو ضد دي."

د پاکستا د بهرنیو چارو وزارت له افغان چارواکي غوښتي چې په کابل کې دې د پاکستاني ډیپلوماټانو امنیت د خونديتوب لپاره لازم ګامونه پورته او په راتلونکي کې دې د دې ډول پېښو مخنیوی وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې برخه کې نور تفصیلات نه دي ورکړي او نه هم لا کابل تر دې دمه په دې اړه څه ویلي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په کابل کې د پاکستان د سفارت ډیپلوماټان په داسې وخت کې د افغانستان استخباراتي ادارې له خوا نیول شوي چې په دې وروستیوکې د اسلام اباد او کابل اړیکي یو څه ترینګلي شوي دي.

دا اړیکې تر هغې وروسته ترینګلې شوې چې تېره میاشت افغان او پاکستانیو سرحدي ځواکونو په سپین بولدک کې نښته وکړه چې دواړو خواوو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ تر هغې وروسته نښته وشوه چې د افغان چارواکو په ویناد پاکستان د سرشمېرنې ډلې په دغه سیمه کې په افغان خاوره کې سرشمېرنه کوله، خو پاکستاني چارواکي بیا دا ردوي او وايي چې دغې ډلې په پاکستاني حدودو کې دننه سرشمېرنه کوله.

د یادونې وړ ده چې په سپین بولدک کې ددغو دواړو خواوو تر نښتې وروسته په چمن کې د پاکستان اوافغانستان ترمنځ «باب دوستي» دروازه لا تر دې دمه د مسافرو او د موټرو پر مخ تړلې ده.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG