د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د پاکستان پوځ د تحریک طالبان ۴ نور غړي اعدام کړل


د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون د ځینو نورو وسله‎والو ډلو د هغو نیول شویو ترهګرو د اعدامولو لړۍ تېزه کړې چې په پاکستان کې نویو جوړو شویو پوځي محکمو ورته د مرګ سزا ورکړې وې.

د پوځ مطبوعاتي دفتر «ISPR» د چهارشنبې په ورځ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د تحریک طالبان پاکستان ۴ هغه ترهګر یې اعدام کړي چې پوځي محکمو ورته د مرګ سزا ورکړې وه.

پوځي مقامات وايي چې دغه کسان د تحریک طالبان پاکستان فعال غړي وو چې پر پوځیانو او د امنیتي ادارو پر کارکوونکو په بریدونو او همدارنګه د ملکي کسانو په وژنه او د تعلیمي ادارو په ورانولو کې ککړ وو.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې مې میاشتې په ۱۰مه نېټه د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان څلور نور غړي هم اعدام کړي وو.

دغه څانګه په خپره کړې خبرپاڼه کې کاږي:

"دغو کسانو په پاکستان کې په خونړیو ترهګریزو اعمالو کې لاس لاره او د عامو ملکي کسانو او امنیتي ځواکونو په وژنو، پر امنیتي ځواکونو په بریدنو او د تعلیمي ادارو په ورانولو کې ککړ وو."

د خبرپاڼې له مخې، دغو ترهګرو د قاضي په مخکې پر خپلو جرمونو اعتراف کړی وو او لیکي چې امنیتي ځواکونو د دغو ترهګرو د نیولو پر مهال له هغوی وسلې هم نیولې وې.

پوځي مقاماتو د اعدام شویو وسله‌والو نومونه، احمد علي، اصغر خان، هارون‌الرشید او ګل رحمان ښودلي، خو د هغوی نور هویت‌یې نه‎دی څرګند کړی.

دغو ترهګرو ته د چهارشنبې په ورځ د خېبر پښتونخوا د مرکز پېښور په عمومي محبس کې اعدام شوي دي.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د طالبانو تر برید وروسته چې د ماشومانو او د ښوونځي د استادانو په ګډون په‎کې نېږدې ۱۵۰ کسان ووژل شول، په قانون کې ترمیم وکړ او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره‌یې پوځي محکمې جوړې کړې.

که څه هم د دغو محکمو دوه کلنه موده د روان کال په جنوري میاشت کې پوره شوه، خو د پاکستان حکومت د دې هېواد له سیاسي ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته یو ځل بیا د دغو محکمو موده د دوو کلونو لپاره وغځوله او د کار کولو اجازه‌یې ورکړه.

دغو محکمو تر جوړېدو وروسته سلګونه ترهګرو ته د مرګ سزا ورکړې ده چې د پاکستان حکومت‌‌یې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ګټور او مهم ګام بولي.

د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې په پوځي محکمو کې د سزا شویو وسله‌والو ترهګرو د اعدام لړۍ تر هغې وروسته تېزه کړې چې وسله‌والو ترهګرو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د پنجاب صوبې په مرکز لاهور او سند ایالت د سیهون پر لعل شهباز قلندر زیارت کې خونړي ځانمرګي بریدونه وکړل.

په دغو بریدونو کې تر ۱۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي و چې مسؤلیت‌‌یې د تحریک طالبان پاکستان جماعت‌الاحرار وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستی و.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ مشر د تېرې میاشتې په ۱۹مه نېټه په لومړي ځل په یو وار د هغو ۳۰ ترهګرو د مرګ سزا تائید کړې وه چې پوځي محکمو په مرګ تورن کړي و.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG