د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

پاکستاني پوځ د تحریک طالبان پاکستان ۴ وسله‌وال اعدام کړل


د پاکستان پوځ وايي، هغه ۴ وسله‌وال ترهګر اعدام کړي چې د دې هېواد پوځي محکمو ورته د مرګ سزا ورکړې وه.

پوځي مقامات وايي چې دغه کسان د تحریک طالبان پاکستان غړي و چې پر پوځیانو او د امنیتي ادارو پر کارکوونکو په بریدونو، د امنیتي سرتېرو د تښتونې وژنې او همدارنګه د ملکي کسانو په وژنه کې ککړ و چې د پوځي عدالتونو له‎خوا ورته د مرګ سزا اورول شوې وه.

د پوځ مطبوعاتي څانګې «ISPR» د چهارشنبې په ورځ په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې اعدام شوي وسله‌وال د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والې ډلې فعال غړي و چې پوځي محکمو ورته د مرګ سزا ورکړې وه او زیاتوي:

"دغه کسان په پاکستان کې په خونړیو ترهګریزو اعمالو کې لاس لاره او د عامو ملکي کسانو په وژنو، پر امنیتي ځواکونو په بریدنو، د هغوی په تښتونو او پر یوه جومات او یوه تعلیمي مرکز په ورانولو کې ککړ و."

پوځي مقاماتو د اعدام شویو وسله‌والو نومونونه، قیصر خان، محمد عمر، قاري زبیر او عزیز خان ښودلي، خو د هغوی نور هویت‌یې نه دی څرګند کړی.

د پاکستان حکومت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې په پېښور کې پر پوځي ښوونځي د طالبانو تر برید وروسته چې د ماشومانو او د ښوونځي د استادانو په ګډون په‎کې نېږدې ۱۵۰ کسان ووژل شول، په قانون کې یې ترمیم وکړ او د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره‌یې پوځي محکمې جوړې کړې.

که څه هم د دغو محکمو دوه کلنه موده د روان کال په جنوري میاشت کې پوره شوه، خو د پاکستان حکومت د دې هېواد له سیاسي ګوندونو سره تر سلا مشورو وروسته یو ځل بیا د دغو محکمو موده د دوو کلونو لپاره وغځوله او د کار کولو اجازه‌یې ورکړه.

دغو محکمو تر جوړېدو وروسته سلګونه ترهګرو ته د مرګ سزا ورکړې ده چې د پاکستان حکومت‌یې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره ګټور او مهم ګام بولي.

د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې په پوځي محکمو کې د سزا شویو وسله‌والو ترهګرو د اعدام لړۍ تر هغې وروسته تېزه کړې چې وسله‌والو ترهګرو د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د پنجاب صوبې په مرکز لاهور او سند ایالت د سیهون پر لعل شهباز قلندر زیارت کې خونړي ځانمرګي بریدونه وکړل.

په دغو بریدونو کې تر ۱۰۰ زیات ملکي وګړي وژل شوي وچې مسؤلیت‌یې د تحریک طالبان پاکستان جماعت‌الاحرار وسله‌والې ډلې پر غاړه اخیستی و.

دا په داسې حال کې ده چې د روانې مې میاشتې په درېمه نېټه د پاکستان پوځ د تحریک طالبان پاکستان څلور نور غړي هم اعدام کړي و.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ مشر د تېرې میاشتې په ۱۹مه نېټه په لومړي ځل په یو وار د هغو ۳۰ ترهګرو د مرګ سزا تائید کړې وه چې پوځي محکمو په مرګ تورن کړي و.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG