د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۰۱:۲۵

پوځ نن سې شنبه د تحریک طالبان پاکستان د ډلې ۴ غړي اعدام کړل


د پاکستان پوځ په کورمه اېجنسۍ کې د نننۍ چاودنې سره په یوه وخت په یوه بیان کې وویل چې په اعدام محکوم شوي د طالبانو څلور غړي یې نن د خېبر پښتونخوا ایالت په یوه زندان کې اعدام کړل.

د پوځ په وینا دغو اعدام شویو پر ملکیانو، پولیسو او سرتېرو په حملو کې لاس درلود او د هېواد پوځي محکمې په اعدام محکوم کړي وو.

څلور واړه اعدام شوي د تحریک طالبان پاکستان غړي وو.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپور له مخې د پاکستان پوځ ځواکمن لوی درستیز قمر جاوید باجوه تېره اوونۍ تائید کړه چې پوځي محکمې ۳۰ سخت دریځو ته د اعدام سزا ورکړې ده.

پېښور کې پر يوه پوځي ښوونځي په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د وسله‎والو طالبانو تر خونړۍ حملې وروسته چې په نتیجه کې یې له ۱۵۰ زیات کسان چې اکثره‌یې د ښوونځي زده‎کونکي وو، ووژل شول، پاکستان د سخت دریځو وسله‎والو په وړاندې سختو اقداماتو ته مخه کړه.

یو یې هم په پوځي محکمو کې د سخت دریځو محاکمه کول دي.

د فرانسپرس په وینا پوځ چې په شمال لویدیځ قبایلي سیمو کې د سخت دریځو وسله‎والو په وړاندې عملیات کوي، دغه لنډ مهاله استثنایي اقدام د دې لپاره کړی چې حکومت ته زیات وخت ورکړل شي چې د جنایتونو د څېړلو لپاره په جزایي او عدلي سیسټم کې اصلاحات راولي.

د فرانسپرس په لیکنه دغه اقدام پر امنیتي وضعیت د پام وړ مثبت اغېز کړی دی.

هغه قانون چې پر اساس‌یې پوځي محکمې تأسیس شوې وې، اعتبار یې په جنوري کې ختم شوی و.

دغو محکمو تر هغه وخته په خونړیو حملو کې د لاس لرلو په تور ۱۴۹ تنه په اعدام محکوم کړي او پر هغوی یې د دغې سزا د عملي کېدو امر کړی دی.

پر ۱۲ محکوم شویو د اعدام حکم تطبیق شوی و.

خو کله چې په تېره فبرورۍ کې د سخت دریځو په نویو حملو کې ۱۳۰ کسان ووژل شول، د پاکستان مرکزي پارلمان د دوو نورو کلونو لپاره د دغو پوځي محکمو د اعتبار موده وغځوله.

د روانې میاشتې شمېرې ښیي چې له کله چې دغې پوځي محکمې تأسیس شوي، ۱۶۱ تنه‌یې په اعدام محکوم کړي او په نننیو څلورو اعدامونو سره د ټولو اعدام شويو شمېر ۲۸ تنو ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG