د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۶ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۲

نی: خبریالانو سره د تاوتریخوړالي او قتل ۲۴ پېښو ته رسېدنه د قناعت وړ نه‌ده


۲۰۱۶ کال کې هلمند کې ماین چاودنه کې د وژل شوي افغان ژورنالېست نعمت‌الله زهیر مړی.
۲۰۱۶ کال کې هلمند کې ماین چاودنه کې د وژل شوي افغان ژورنالېست نعمت‌الله زهیر مړی.

په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی د حکومت له‌خوا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او قتل ۲۴ مورده پېښو ته رسېدنه د قناعت وړ نه‌بولي.

دغه اداره یا نی سره له دې چې د حکومت له‌خوا د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او قتل دوسیو بیا کتنه او څېړنه يو ګټور ګام ګڼي، خو دا چې له یوه کال څخه په ډېره موده کې له ۵۰۰ قضیو څخه يوازې ۲۴ ته‌يې رسېدنه شوې، کافي نه‌بولي.

د دغه بنسټ اجرائیه رئیس مجیب خلوتګر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې په دې تړاو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالۍ له‌خوا کوم راپور چې دوی ته سپارل شوی، په هغه کې ویل شوي چې د قتل ۱۷۹ پېښو څخه يوازې شپږو ته‌يې رسېدنه شوې چې دا د خبریالانو قضیو ته د رسېدنې په برخه کې د حکومت بې‌غوري ښيي.

مجیب خلوتګر.
مجیب خلوتګر.

​نوموړي زیاته کړه:

"دا د دې ښودنه کوي چې د افغانستان حکومت دې مواردو ته په ډېره کمه سترګه کتلي دي، زموږ باور دا دی چې په دې برخه کې ډېر کار ته اړتیا ده او حکومت باید دا کافي ونه‌ګڼي."

د دغه بنسټ اجرائيه رئیس وايي، له ۱۳۸۰ لمریز کال څخه تر ۱۳۹۴ لمریز کاله پورې د خبریالانو په وړاندې د قتل او تاوتریخوالي ۵۰۰ بېلا بېلې پېښې ثبت شوي چې ډېرو کمو ته‌يې د حکومت له‌خوا رسېدنه شوې چې دا د دوی لپاره د منلو وړ نه‌ده.

د دغه رسنیز بنسټ په خبره په تېرو څو کلونو کې يو شمېر افغان خبریالان د جګړې په میدانونو کې تر برید لاندې راغلي او یا هم د وسله‌والو طالبانو له‌خوا په قصدي توګه په نښه شوي چې دا موضوع ډېره جدي او د اندېښنې وړ ده.

دا په داسې حال کې ده چې د چهارشنبې په ورځ يو شمېر وسله‌والو د ننګرهار د ملي راډيو ټلوېزیون پر دفتر برید وکړ چې په پایله کې یې د څلورو بريدګرو په ګډون ١٠ تنه وژل شوي او د دغه برید مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی.

په همدې حال کې د ولسمشر مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال وایي، حکومت د خبریالانو ملاتړ او خوندیتوب ته ژمن دی.

دواخان مینه پال.
دواخان مینه پال.

خو دا چې په تېر يوه کال کې د خبریالانو ټولو قضیو ته ولې رسېدنه نه‌ده شوې ښاغلي مینه پال وویل:

"حکومت د بیان ازادۍ ته ژمن دی، د خبریالانو او رسنیو ملاتړ او خوندیتوب خپله دنده ګڼي، د قضیو په برخه کې که ووایو يو شمېر قضیې ډېرې پېچلې دي د يو شمېر قضیو راپور لویې څارنوالۍ حکومت ته سپارلی نورې دوسیې هم تر څېړنو لاندې دي، موږ د بیان ازادۍ ته د درناوي لپاره د رسنیو او خبریالانو خوندیتوب خپله دنده بولو."

په ورته وخت کې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې اجرائیه رئیس صدیق‌الله توحيدي په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې د راپور په تائید سره ازادي راډیو ته وویل چې دا په هېواد کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او قتل ټولو قضیو څخه يوازې يوې سلنې ته رسېدنه ښيي.

د ښاغلي توحيدي په خبره، که د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي او قتل پېښې په جدي توګه تعقیب نه‌شي دا به د خبریالانو پر روحیې ناوړه اغېز وکړي او په تېرو ۱۵ کلونو کې د بیان د ازادي په برخه کې لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راولي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG