د راډیو د نړیوالې ورځې سره سم په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی په دغه هېواد کې د ځینو سیمهییزو رسنیو د سقوط اندېښنه ښيي.
د نی اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر د دوشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، په افغانستان کې سیمهییزې رسنۍ دا وخت د مالي ستونزو، اطلاعاتو ته د نهلاسرسي او ناامنۍ په شان له لویو خنډونو تېرېږي.
د هغه په وینا په لویو ښارونو کې د برېښنايي رسنیو اړوند د دوی موندنې ښيي چې دا وضعیت د بدو نتیجو وړاندوینه را برسېروي.
ښاغلي خلوتګر زیاته کړه:
"د افغانستان ټولې رسنۍ له لويې څخه نیولې تر کوچنۍ رسنۍ پورې له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، هغه معلومات چې موږ یې لرو په ځينو مواردو کې یوې رسنۍ د ۱۶ میاشتو راهیسې د خپلو کارکوونکو تنخواه نهده ورکړې او دا ښيي چې وضعیت څومره بحراني دی."
د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې دا مهال افغانستان کې ۷۵ ټلوېزیوني چینلونه،۲۰۰ راډیوګانې او سلګونه چاپي رسنۍ دي.
افغان دولت او نړیوالې ټولنې تل د ازادو رسنیو فعالیت د دغه هېواد یوه ستره لاسته راوړنه بللې خو د نی اداره وايي چې دا مهال د دولت دا لاسته راوړنه له ګواښ سره مخ ده.
د راډيو د نړیوالې ورځې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست کمال سادات ازادي راډيو ته ویلي چې حکومت د رسنیو ودې ته ژمن دی.
له دې سره د نن مېډیا ګروپ مشر او په خوست کې د نن اېف اېم راډيو مسؤل احسانالله ځدراڼ وايي چې دا وخت سوداګریز اعلانونه انحصار شوي او له همدې امله سیمه ییزې رسنۍ له پامه غورځول شوي دي.
نوموړی وايي:
"ځينې هغه رسنۍ چې موږ د اعلانونو په بدل کې لاسته راوړې هغه د ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې بېخې د نشت په حساب دي، دوه کاله کېږي چې موږ په خپل لګښت د راډيو چلولو ته اوږه ورکړې، خو که حالت همداسې دوام وکړي لیرې نهده چې زموږ راډیو هم سقوط وکړي، افغان دولت، سفارتونو او ځينې نورې ادارې اعلانونه لري خو هغه انحصار شوي دي. "
ښاغلی ځدراڼ وايي چې که دا اعلانونه یوازې په مرکز کابل او محدود شمېر رسنیو پورې اړوند پاتې شي لېرې نهده چې د نی د ادارې اندېښنه رښتیا شي.
په افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې اجرائیوي رئیس مجیب خلوتګر وايي چې تر اوسه ۱۰ راډیوګانو د یادو ستونزو له امله فعالیتونه ځنډولي خو ټینګار کوي چې د ماليې په کمولو، په وخت د اطلاعاتو ورکولو او د رسنیزو کارونو امنیت په خوندیتوب دولت کولای شي دا سلسله ودروي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ