د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۵ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۱۸

ازادي راډیو له ۱۵کلونو راهیسې ستاسو یوازیتوب ته ټینګه غاړه درکړې


نن د فبروري د میاشتې ۱۳مه د راډیو له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

له دې سره-سره چې نن، سبا خلکو ته د اطلاع رسونې برخه کې د تصویري او برېښنايي رسنیو او د ټولنیزو شبکو بازار تود دی خو لا هم راډیو هغه وسیله ده چې په کلیو او بانډو کې له موده نه‌ده لوېدلې او په مرۍداره پوخ کې پوله په پوله او پيتاوي په پیتاوي ګرځي.

ازادي راډیو هم ۱۵ کال کېږي چې په «اف. ام-۱۰۰.۵» او «اې. ام یا منځنۍ څپه ۱۲۹۶» کې د اورېدونکو، د همدغو مجلسونو، کورونو او موټرونو مېلمنه ده او د دوی یوازیتوب ته‌یې ټینګه غاړه ورکړې ده.

د ازادي راډیو چې له خپرونو څخه‌یې پنځلس کاله کېږي اورېدونکي، د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکي او د غږیزو رسنیو کارکوونکي او د نظر خاوندان‌یې په اړه څه نظر لري؟

دوی وايي:

"سمیع‌الله حلیمي تندر خبرې کوم، د پکتیا ولایت له څمکنیو ولسوالۍ څخه ازادي راډیو په ډېرې مینې اورم، ازادي راډیو زما مینه ده، ازادي راډیو زنده باد!

"زه مطیع‌الله همدرد یم له ننګرهار ولایته، د ازادي راډیو خپرونې ډېرې ښکلې دي کوم چې یوه ازاده رسنۍ ده، کوښښ دې وکړي چې هر یو پروګرام د خپل وخت مطابق تعیین شي."

"ستاسې دایمي همکار قاري پشتون یم، دا تشکري درنه کوم چې تاسې د مظلومانو غږونه په وار-وار د ملت او د نړیوالو تر غوږونو رسولې او دوهم له دې امله هم مننه کوم چې کوم پروګرامونه تاسې خپروئ دا ټول زموږ د خوښې دي."

ازادي راډیو د اوونۍ اووه ورځې د سهار له اوو بجو نه د ماښام تر اوو بجو پورې د تازه، دقیقو او بې‌طرفه معلوماتو، خبرونو او راپورونو په وړاندې کولو سره اورېدونکو ته د خدمت ژمنه کړې.

اوونیزې تعلیمي، تفریحي، روزنیزې، سیاسي او د خلکو د ستونزو د هواري په هدف د ځانګړو پروګرامونو او ژوندیو بحثونو جوړول‌یې خپل مسؤلیت ګڼلی او له کمي او کیفي دواړو له نظره‌یې د خپل وس تر بریده کار کړی دی.

د همدغو پروګرامونو له لارې تر ډېره مسؤلین خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه شوي او د خلکو ستونزې هوارې شوې دي.

د کال د شخصیت ټاکل په تېرو وروستیو کلونو کې د ازادي راډیو یو بل نوښت و چې د خلکو له‌خوا یې تود هرکلی شوی دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر سید کمال سادات د راډیو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ازادي راډیو کارکوونکو ته د مبارکۍ د وړاندې کولو په ترڅ کې نورې خبرې هم لري.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر سید کمال سادات
د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر سید کمال سادات

ښاغلي سادات زیاته کړه:

"ازادي راډیو لکه څنګه چې له نوم نه‌یې څرګندېږي، د بیان ازادۍ کې د ډموکراسۍ په پلي کولو کې د خلکو د غږ په رسولو کې د دولت د غږ په رسولو کې په ازادانه ډول کار کړی دی، د ازادي راډیو ډېری پروګرامونه که د روغتیا برخه کې دي، که د تعلیم برخه کې دي او که ټولنیز پروګرامونه دي د افغانستان د کلتور، فرهنګ او له افغاني ټولنې سره برابر وو."

ازادي راډیو نه‌یوازې د غږیزو راپورونو او خپرونو تر څنګ د خپلې وېب‎پاڼې او فېس‎بوک پاڼې له لارې تصویري راپورونه، مرکې او خپرونې هم له خلکو سره شریکې کړي، بلکې له همدې لارې یې د خپلو ورځنیو خبرونو او راپورونو بشپړ متن تر مینه‎والو ورساوو.

نن سبا د ازادي راډیو وېب‎پاڼه ټول لسګونه میلیونه لیدونکي او فېس‎بوک پاڼه‌یې هم میلیونونه په همدې شمېر خوښونکي لري.

د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون رئیس محمد زرین انځور
د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون رئیس محمد زرین انځور

د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون رئیس محمد زرین انځور چې د راډیو برخه کې د کار اوږده تجربه لري د ازادي راډیو د خپرونو په اړه وايي:

"ازادي راډیو افغانستان کې له ډېرو مهمو رسنیو نه ده او هغه دندې چې یوه رسنۍ یې لري هغه وظایف‌یې په ډېره ښه توګه ترسره کړي دي، د افغانستان خلک‌یې د افغانستان په پایخت، ولایتونو، کلیو او بانډو کې اوري او له همدغو ځایونو او ان ډېرو لیرو سیمو څخه‌یې خلکو ته اطلاعات او معلومات رسولي او له نېکه‌مرغه په ډېره دقیقه بڼه‌یې رسولي دي."

د کابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځي استاد او د ډله‌ییزو رسنیو د کمېسیون غړی حامد عبیدي هم وايي چې ازادي راډیو د خپلو خبرو او راپورونو په وړاندې کولو کې د سرعت پر ځای دقت ته ډېر پام کړی او له همدې امله خلکو ته د اعتماد وړ ده.

نوموړی وايي:

"ازادي راډیو تر ډېره دقت ته پام کړی، تاسې پوهېږئ چې په خبریالۍ کې دقت او سرعت ډېر مهم دی، ځینې رسنۍ په دې خاطر چې یو خبر ژر خپور کړي سرعت مراعتوي خو دقت نه او کوم خبرونه چې خپروي هعه ناسم وي چې له بده مرغه هغه ځای چې په ټولنه کې یې باید ولري نه‌یې شي خپلولای."

خو له دې سره-سره ځینو مواردو کې د اصلاح او سمون په هدف د ټولنیزو رسنیو د کارونکو او یا هم د نظر د خاوندانو له‎خوا یو شمېر خبرونو، راپورونو او خپرونو ته ګوته نیول شوې ده.

د ازادي راډیو کارکوونکو په تېرو ۱۵ کلونو کې د مسؤلیت تر څنګ خپل مسلک سره د مینې له مخې هم غوښتي چې له نورو سره په ښه توپیر خپرونې ولري.

د ژوندیو د ستاینې تر څنګ دې د هغوی یاد هم تازه وي چې اورېدونکو یې خدمتونو ته په پام سره پر مزار د ګُلو ګېډۍ اېښې دي.

عبدالطیف جلالي، زبیر ژمن، حسیبه شهید او جان اقا الکوزی د ازادي راډیو هغه همکاران دي چې د خاموشانو دنیا ته په تګ سره لا هم د رښتینو ژورنالېستانو په توګه د خلکو په زړونو کې ژوندي او ګویا دي.

د افغانستان لپاره د ازادي راډیو د نشراتو مسؤل هاشم مومند
د افغانستان لپاره د ازادي راډیو د نشراتو مسؤل هاشم مومند

د افغانستان لپاره د ازادي راډیو د نشراتو مسؤل هاشم مومند له تېرو ۱۵ کلونو راپه دې‌خوا د دغې راډیو د خپرونو او فعالیتونو په اړه وايي:

"موږ بریالي شوي یو چې په ورځني ډول ټول مهم او اړین معلومات راټول او تر خلکو پورې یې ورسوو، موږ په دې باور یو چې د معلوماتو درلودل د انسان یو حق دی او هر انسان د خپلو ورځنیو پرېکړو لپاره معلوماتو ته اړتیا لري."

ښاغلی مومند د ازادي راډیو لاسته راوړنې په مرکزي دفتر، کابل او ولایتونو کې د ازادي راډیو د کارکوونکو د نه‌ستړي کېدونکو هلو ځلو نتیجه بولي.

د ښاغلي مومند په باور افغانستان کې د ازادي راډیو او د ټولو نورو رسنیو د ژورنالېستانو د فعالیتونو په وړاندې لوی خنډ امنیتي ستونزې دي او ټینګار کوي چې په جګړه کې ښکېلې خواوې باید د ژورنالېستانو او د رسنیو د کارکوونکو د امنیت خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG