د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۶

نی: له خبریالانو سره د تاوتریخوالي او قتل قضیې باید جدي وڅېړل شي


نی یا د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه ښيي او د حکومت له مشرانو غواړي چې د خبریالانو په قضیو کې مداخله وکړي.

په افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوام او د دوی وژل کېدو یو ځل بیا د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې اندېښنې راپارولي دي.

د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې مشر مجیب خلوتګر د جمعې په ورځ ازادي راډيو سره خبرو کې د ملي پیغام راډیو د مسؤل د وژل کېدو په اړه اندېښنه وښوده او له حکومتي مشرانو څخه یې وغوښتل چې د خبریالانو د تاوتریخوالي او د وژلو قضیې په جدي توګه وڅېړي.

خلوتګر: ولسمشر باید دې قضیو ته جدي پاملرنه وکړي.
خلوتګر: ولسمشر باید دې قضیو ته جدي پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا ځل د نی اداره په ځانګړي ډول له ولسمشر څخه غواړي چې لومړی د مدثر قضیه وڅېړي او په دې برخه کې مداخله وکړي او اړوندو بنسټونو ته امر وکړي چې په دې برخه کې اقدمات وکړي او وروسته بیا د خبریالانو د تاوتریخوالي قضیو د څېړلو لپاره عملي ګامونه واخلي."

ښاغلی خلوتګر انتقاد کوي چې د حکومت له هڅو سره سره دا چې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه هم رامنځته شوې، خو د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخه نه ده نیول شوې.​

دا اندېښنې یو ځل بیا په داسې حال کې راولاړېږي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ ناوخته د لوګر ولایت په محمد اغې ولسوالۍ کې د ملي پیغام په نوم د یوې سیمه ییزې راډیو مسؤل قاضي محمد نصیر مدثر د ناپېژندو وسله والو له لوري ووژل شو.​

د لوګر د والي ویاند سلیم صالح ازادي راډیو ته وویل که څه هم د پېښې عاملین له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي، خو په دې اړه څېړنې دوام لري.

پر همدې مهال بې پولې خبریالانو هم په یوه اعلامیه کې د دې پېښې په اړه اندېښنه ښودلې او له حکومت څخه یې غوښتي چې په دې اړه جدي څېړنې وکړي.

په ورته وخت کې اجرائیه ریاست د مدثر وژنه د اندېښنې وړ موضوع بولي او وايي چې د ملي وحدت حکومت مشران تل د خبریالانو خوندیتوب ته پام کوي.

میثم: امنیتي ځواکونه مکلف دي چې خبریالانو خوندیتوب ته پام وکړي.
میثم: امنیتي ځواکونه مکلف دي چې خبریالانو خوندیتوب ته پام وکړي.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم ازادي راډیو ته وویل:

"افغان ولسمشر او اجرائیه رئیس تل په خپلو خبرو کې ویلي چې امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی چې د افغانستان په هره برخه کې د خبریالانو خوندیتوب ته پام وکړي او د هغوی د امنیت په ساتلو کې هڅې وکړي، وروستۍ پېښې هم چې شوي هڅه کېږي چې له دې وروسته د افغانستان په هره برخه کې چې خبریالان فعالیت کوي امنیتي ځواکونه ورته جدي تدابیر ونیسي."

له دی مخکې د تلې میاشتې په ۱۴ مه نېټه د اریانا تلویزیون خبریال نعمت الله زهیر په هلمند ولایت کې د ماین په چاودنه کې ووژل شو.

هلمند کې وژل شوی خبریال نعمت الله زهیر.
هلمند کې وژل شوی خبریال نعمت الله زهیر.

او تر هغه وړاندې د تلې میاشتې په ۲۴ مه نېټه په زابل ولایت کې د ملي راډیو تلویزیون خبریال محمد یعقوب شرافت د ناڅرګندو کسانو لخوا ووژل شو.

د نی ادارې د شمېرو له مخې په ۲۰۱۶ کال کې د رسنیو ۱۴ کارکوونکي او خبریالان وژل شوي او په مختلفو برخو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي څه باندې څلور سوه قضیې ثبت شوي دي.

د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې د حکومت له لوري دا ډاډ داسې مهال ورکول کېږي چې د نی یا ازادو رسنیو د ملاتړې ادارې د مسؤلینو په خبره د تېرو کلونو په پرتله په روان کال کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې څلور سلنه زیاتې شوي دي.

راپور: عبادالله حنانزی

XS
SM
MD
LG