د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

زابل کې نامعلومو وسله والو خبریال یعقوب شرافت وواژه


یعقوب شرافت
یعقوب شرافت

په زابل ولایت کې د ملي تلویزون یو خبریال یعقوب شرافت د یکشنبې په ماښام د نامعلومو وسله والو په حمله کې ووژل شو.

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال ازادي راډیو ته وویل چې وسله والو پر خبریال یعقوب شرافت د مرکز کلات اړوند په "رساله" سیمه کي وسله واله حمله کړې چې نوموړی لومړی ټپي او روغتون ته تر انتقال وروسته یې ساه ورکړې.

د سیال په وینا حمله کوونکي له سیمې تښتېدلی او پولیس يې د نیولو په هڅه کې دي.

تر اوسه د دې حملې مسؤلیت چا نه دی منلی.

د افغانستان د ژورنالېستانو د ملاتړمختلفو ټولنو دغه پېښه غندلې او د عاملینو د نیول کېدو غوښتنه يې کړې.

د افغانستان د نورو ولایتونو ترڅنګ په جنوبي ولایتونو کې په تېرو څو کلونو کې زیات شمېر خبریالان وژل شوي او یا هم د تاوتریخوالي د نورو پېښو سره مخ شوي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:24 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG