د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

اجرائیه ریاست: نه‌شو کولای د اسلام تر نامه لاندې د بیان ازادي محدوده کړو


د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، هغه قربانۍ چې د حق غوښتنې لپاره په تاریخ کې ثبت شوي، بېرته به ونه‌ګرځي او نه‌شو کولای د بیان ازادي د اسلام تر نامه لاندې محدوده نه کړو.

عبدالله عبدالله وايي، د حق غوښتنې په برخه کې ورکړې قربانۍ او د بیان د ازادي په برخه کې لاسته راوړنې هغه څه نه‌دي چې په یو حرف او یا یوې جملې پای ته ورسېږي.

ښاغلي عبدالله چې د سې شنبې په ورځ‌یې په کابل کې د خبریالانو د خوندیتوب او امنیت ملي کنفرانس ته څرګندونې کولې ژمنه وکړه چې د خبریالانو پر وړاندې ټولو ستونزو ته به رسیدګي وشي.

عبدالله: د ژورنالیستانو ستونزو ته به رسیدګي وشي.
عبدالله: د ژورنالیستانو ستونزو ته به رسیدګي وشي.

​نوموړي زیاته کړه:

"موږ ټول له تاسې ملاتړ کوو، د رسنیو قوت داسې څه نه‌دی چې په یو حرف او یا یوې جملې غلی شي او یا هغه حرکت چې پيل شوی بېرته پر شا شي، موږ نه‌شو کولای د اسلام په نوم د بیان ازادي محدوده کړو، هغه چا چې د دهمزنګ په زندان کې په خپلو وینو او سکرو یو څه لیکلي، په تاریخ کې ثبت شوي، دا ټولې څه لوبې نه‌دي او د چا په غوسه هم نه‌لیرې کېږي."

ښاغلي عبدالله ټینګار وکړ چې خپله به د رسنیو ستونزې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له مسؤلینو او له خبریالانو څخه د ملاتړ د بنسټونو سره تعقیب کړي، تر څو ولیدل شي چې په دې برخه کې څومره ستونزې هوارې شوې دي.

دغه کنفرانس د خبریالانو له حقونو څخه د ملاتړو بنسټونو او په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نی له‌خوا د رسنیو د نړیوالې ورځې چې د مې میاشتې له درېیمې سره سمون خوري جوړ شوی و.

د دغو بنسټونو مسؤلین وايي، حکومت په تېرو پنځلسو کلونو کې له غوښتنو او انتقادونو سربېره بیا هم د رسنیو او خبریالانو د وضعیت ښه‌والي ته پام ونه‌کړ، له رسنیو څخه د دفاع بنسټونه اندېښنه څرګندوي چې خدای مه‌کړه دغه لاسته راوړنې په اوبو لاهو نه‌شي.

د افغانستان د خبریالانو فدراسیون رئیس فهیم دشتي د وسله‌والو مخالفینو، د غیر وسله‌والو ډلو او په مرکز او ولایتونو کې د یو شمېر حکومتي چارواکو له لوري د رسنیو ګواښ او د دوی نه‌خوندیتوب هغه موارد یاد کړل چې د ده په خبره په دې وروستیو کلونو کې په پایتخت او په تېره بیا ولایتونو کې خبریالان ورسره مخ دي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو په تېرو کلونو کې د څو افغان خبریالانو وژل کېدل د خبریالانو او د بیان د ازادي پر وړاندې د اندېښنې وړ وبلل.

خو ښاغلي یا ماموتو په تېرو کلونو کې په افغانستان کې په دې برخه کې لاسته راوړنې د نورو هېوادونو په پرتله د پام وړ وبللې.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی تدامیچي یاماموتو.

نوموړي زیاته کړه:

"په یوه جګړیزه سیمه کې له ستونزو سره سره کار کول په رښتیا چې د ستایلو وړ دي، د ولسواکۍ، د بیان ازادي او د مساوي جنسیت مخالفین تل ستاسو قلم ته متوجې دي، خبریالان باید له دې نه خبر وي او پر وړاندې یې ودرېږي."

یاماموتو ټینګار وکړ چې له خبریالانو او رسنیو څخه ملاتړ او د دوی د ستونزو هوارول د ملګرو ملتونو له تل پاتې ژمنو څخه دي.

بل‌خوا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د نشرانو معین سید اقا فاضل سانچارکي وايي، حکومت په پام کې لري چې له رسنیو څخه د ملاتړ صندوق جوړ کړي.

ښاغلی سانچارکي زیاتوي چې د رسنیو له قانون څخه د ډول ډول برداشتونو د وضاحت لپاره به د ټوله‌ییزو رسنیو د قانون پر بیا کتنه او تعدیل هم غور وشي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG