د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

بې پولې خبریالان: افغانستان کې د بیان ازادي په خطر کې ده


په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ او خوندیتوب د ګڼو ټولنو له اندیښنو وروسته د بې پوله خبریالانو سازمان وايي چې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ډېرېدو په دغه هېواد کې د بیان ازادي له خطر سره مخ کړې ده.

د بې پولې خبریالانو سازمان د افغان خبریالانو او رسنیو په وړاندې د پرتو ستونزو د ارزولو او وړاندیزونو راټولولو په هدف د دوشنبې په ورځ کابل کې یوه غونډه رابللې وه، څو په ممکنه اجرأتو وغږېږي.

د افغانستان او ایران لپاره د دغې ټولنې استازي محمد رضا معیني یادې غونډې ته وویل چې د خبریالانو خوندیتوب لپاره باید کمپاین پیل او د وسله‎والو مخالفینو په شمول ټولو ته دا باور ورکړل شي چې خبریالان بې طرفه ملکي خلک دي.

دی وايي:

"د طالبانو له را پرځېدو وروسته د اطلاع رسولو ازادي چې د افغانانو ستره لاسته راوړنه ده نن په خطر کې ده، د بې پولې خبریالانو سازمان له همدې امله له افغان حکومت او مدني ټولنو څخه غواړي چې په دې اړه یو کمپاین پیل شي او د طالبانو سره هم په هر ډول خبرو کې د هغې د ساتنې شرط موجود وي."

هغه وايي، که څه هم افغان حکومت د تېرکال راهیسې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره ځېنې قانوني عملي کارونه ترسره کړي خو باید دا کارونه بشپړ شي.

دا اندیښنه داسې وخت څرګندېږي چې په افغانستان کې د رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نی د معلوماتو له مخې د خبریالانو په وړاندې د تېرو کلونو په پرتله سږکال د تاوتریخوالي پېښې ډيرې شوي دي.

د دغې ادارې مسؤل صدیق الله توحیدي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په روان میلادي کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي له ۳۷۷ څخه ډېرې پېښې ثبت شوي دي.

توحیدي: په روان میلادي کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي له ۳۷۷ څخه ډېرې پېښې ثبت شوي دي.
توحیدي: په روان میلادي کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي له ۳۷۷ څخه ډېرې پېښې ثبت شوي دي.

افغان حکومت بیا وايي چې له بل هر وخته ډېر د خبریالانو او رسنیو اړوند قوانینو او د دوی خوندیتوب ته کار شوی خو له دې سره د ستونزو ګراف لوړ ښودل کېږي.

په دې اړه د جمهور رئیس د دویم مرستیال له لوري په یوه خپور شوي بیان کې راغلي چې د خبریالانو اړوند ستونزو له ارزولو وروسته د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د همغږۍ ګډې کمېټې جوړې شوي، اطلاعاتو ته د لاس رسي د قانون پر عملي کیدو ټینګار شوی او د تاوتریخوالي قضیې په جدي ډول څېړل کېږي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي وايي چې دولت او رسنۍ ځيني ګډې ستونزې لري خو افغان حکومت په دې اړه قانوني اجرأتو ته ژمن دی.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

ښاغلی مرتضوي زیاتوي:

"جګړو د خبریالانو او رسنیو په شمول د افغانستان په ټولو خلکو خپل اغېز کړی دی، نو ځکه خبریالان او هغه کسان چې د خبریالانو د امنیت په اړه خبرې کوي او کله-کله پر حکومت هم انتقاد کوي باید د حکومت دې خاص وضعیت ته هم پاملرنه وکړي."

په داسې حال کې چې د رسنیو څخه د ملاتړ ادارې یا نی د معلوماتو له مخې د تاوتریخوالي په ډېرو پېښو کې حکومتي چارواکي، زورواکي او ځيني وسله‎وال شامل دي.

ښاغلی مرتضوي وايي چې د نوي پلان له مخې پولیسو ته د خبریالانو سره د چلند زده‎کړې هم ورکول کېږي.

نی که څه هم د حکومت نویو هڅو ته خوشبینه دی خو وايي چې د خبریالانو ځيني ستونزې په عمومي امنیت پورې اړه لري.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG