په افغانستان کې د مې درېیمه د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ نن د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز له خوا ولمانځل شوه.
په افغانستان کې دغه ورځ داسې مهال لمانځل کېږي چې د رسنیو کارکونکي او خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ترڅنګ له بېلابېلو ننګونو او ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
په دې اړه نی یا په افغانستان کې له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره وايي، په خپل وخت اطلاعاتو ته نه لاسرسی، اقتصادي او امنیتي ستونزې هغه مسأیل دي چې ګڼ خبریالان ورسره مخامخ دي.
د دې ادارې یوه مسؤل صدیق الله توحیدي پهدې اړه وویل:
"د خبریالانو د کار پر وړاندې لومړۍ ستونزه امنیتي خنډونه دي چې خبریالان ورسره مخ دي، بله اقتصادي ستونزه ده او اطلاعاتو ته په وخت نه لاسرسی له نورو ستونزو څخه یادیږي."
په ورته وخت کې یو شمیر خبریالان ټینګار کوي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره یې په کاري چاپیریال کې ستونزې ډېريږي.
افغان خبریاله انېسه شهید په دې اړه وايي:
"محدودیتونه ډير دي، د هرې ورځې په تېرېدو اطلاعاتو ته لاسرسی سختیږي، موږ له ډېرو هڅو سره بیا هم نشو کولای چې اړین معلومات ترلاسه او خلکو ته يې په وخت ورسوو."
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي هم ټينګار کړی چې په تېرو کلونو کې د څو افغان خبریالانو وژل کېدل د خبریالانو او د بیان د ازادۍ پر وړاندې د اندېښنې وړ مسأیل دي.
خو حکومت وايي چې د خبریالانو د ستونزو هواري ته ژمن دی.
د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر سرپرست ویاند شاهحسین مرتضوي د چهارشنبې په ورځ د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل:
"حکومت د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې په جوړولو سره ټول هڅه کوي چې د خبریالانو کاري امینت خوندي کړي او بله مسئله په وخت اطلاعاتو ته لاسرسی دی چې دا په کراتو د خبریالانو له خوا مطرح شوې ده؛ خو زمونږ هڅه دا ده چې مونږ اطلاعاتو ته د لاسرسی په برخه کې رسنیو ته اسانتیاوې برابرې کړو."
خو له رسنیو څخه د ملاتړ ادارې وايي، حکومت په تېرو ۱۵ کلونو کې له غوښتنو او انتقادونو سره سره د رسنیو او خبریالانو د وضعیت ښهوالي ته پام ندی کړی.
د دوی په وینا، که دولت په سمه توګه پر خپلو کړو ژمنو عمل او د خبریالانو او رسنیو خونديتوب لپاره هڅې ونکړي؛ نو په تېرو کلونو کې د رسنیو په برخه کې به لاستهراوړنې له ګواښونو سره مخامخ شي.
راپور: ناجیه ساپۍ