د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۰

پویا: سږکال ژورنالېستانو سره زیات تاوتریخوالی حکومتي بنسټونو کړی


د رسنیو بازار په نوم د ژورنالېستانو د حقونو اړوند یوه ټولنه وايي چې په روان میلادي کال کې ۵۰۰ خبریالان د تاوتریخوالي ښکار شوي او نېږدې ۶۰۰ نور یې یا له هېواده تښتېدلي او یا یې هم رسنیو کې یې کار پرېښودلی دی.

د دغه بنسټ مشر حامد پویا د شنبې په ورځ د ۲۰۱۶ میلادي کال چې ختمېدو ته یې له ۱۵ کمې ورځې پاتې دي ارقام له رسنیو سره خپاره کړل او وايي چې په روان کال کې له ژورنالېستانو سره تر ټولو زیات تاوتریخوالي د حکومتي بنسټونو او ځواکونو له‎خوا ترسره شوي دي.

نوموړی وايي، په دې کال کې د یوه بهرني په شمول ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

د رسنیو بازار په نوم د افغان ژورنالستانو د دفاع ټولنې مشر حامد پویا
د رسنیو بازار په نوم د افغان ژورنالستانو د دفاع ټولنې مشر حامد پویا

ښاغلي پویا زیاته کړه:

"۸۱ سلنه شوی تاوتریخوالی بیا هم حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو کړی دی او دا ډېرې لوړې شمېرې دي له دې وروسته ۱۴ فیصده تاوتریخوالۍ وسله‎والو مخالفینو او درې فیصده هم د نامعلومو کسانو له‎خوا شوی دی."

ښاغی پویا وايي چې په دې ارقامو سره ۲۰۱۶ میلادي کال د افغان رسنیو لپاره تر ټولو بد او خونړۍ کال دی.

د افغان ژورنالېستانو په وړاندې د مرګوني ګواښ وروستۍ پېښه په لوګر ولایت کې د ملي پیغام د راډیو د مسؤل محمد نصیر مدثر په وړاندې وه چې نوموړی په کې ووژل شو.

له دې وړاندې په افغانستان کې د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ ادارې"نی" او ګڼو نورو ټولنو هم د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په ډېرېدو اندیښنه ښودلې ده.

افغان خبریالان که څه هم د تاوتریخوالي دغو شمېرو اندیښمن کړی دا هم وايي چې نه یې د دفاع ټولنو او نه یې دولت سم غږ اوریدلی دی.

د عبدالصمد او نبي خېل په نوم دوه افغان خبریالانو په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"که وګورو د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی هر کال ډېرېږي ولې حکومت د تاوتریخوالي او د قضیو د څېړلو ژمنه کړې وه خو په عمل کې لیدل کېږي چې اوس هم حکومت ملامت دی.

-دا شمېرې ټکان ورکونکي دي او د دې سبب ګرځي چې د رسنیو کارکونکي په یو ډول له کاره وتښتي، ځکه چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یوه قضیه هم نه ده څېړل شوې او د خبریالانو مدافع ټولنو هم په دې برخه کې هېڅ اغېزمنتیا نه‎ده ثابته کړې."

میثم: حکومتي مشرانو دا وضعیت درک کړی
میثم: حکومتي مشرانو دا وضعیت درک کړی

د اجرائیه رئیس یوه ویاند امید میثم بیا ازادي راډيو ته وویل چې حکومتي مشرانو دا وضعیت درک کړی او امنیتي ځواکونو ته یې د خبریالانو سره د ښه چلند او د هغوی د خوندیتوب سپارښتنه کړي ده.

د کورنیو چارو وزارت هم له دې وړاندې ویلي چې د هېواد عمومي وضعیت په هره برخه اغېز کړی او د نوېو تګ‎لارو له مخې پولیسو ته د رسنیو د کار کوونکو سره د چال، چلند په اړه زده‎کړې ورکوي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG