د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

د سولې او پخلاینې بهیر کې د رسنیو پر ونډې ټینګار وشو


يو شمېر رسنیز بنسټونه او مدني ټولنې د سوله‌ييز ذهنیت په پراختیا او د سولې او پخلاینې په بهیر کې د رسنیو پر ونډې ټینګار کوي.

د مېډیوټیک رسنیز مرکز رئیس حمیدالله ځاځي د چهار شبنې په ورځ د سولې بهیر کې د رسنیو د ونډې په ملي کنفرانس کې وویل چې رسنۍ په هېواد کې د سولې او پخلاینې بهیر او د جګړې مخنیوي کې ګټور رول لوبولای شي.

ښاغلي ځاځي د عادلانه او سوله‌ییزو خبرو لپاره د رسنیو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو رول اغېزمن وباله.

نوموړي وویل:

"د يوه عادلانه او باوري خبرو اترو لپاره اړینه ده چې رسنۍ د بېلابېلو دولتي او غیر دولتي بنسټونو، د سولې شوراګانو، د ملي او نړیوالو شنونکو، سیاسي، حقوقي، اقتصادي او پوځي کارپوهانو طرحو او خبرو اترو ته په بې‌پرې ډول انعکاس ورکړي."

ښاغلي ځاځي وویل، د سولې او پخلاینې د بهیر د بریالي کېدو لپاره باید د رسنیو، مدني ټولنو او سیاسي ګوندونو له استازو سره مشورې وشي.

د سولې او پخلاینې بهیر کې د رسنیو ونډې ملي کنفرانس به دوه ورځې دوام وکړي چې په‌کې به د رسنیو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو شاوخوا ۳۰۰ استازي د سولې په بهیر کې د رسنیو په اغېزمنې ونډې بحث او خبرې وکړي.

په دغه کنفرانس کې به د سولې په تړاو په ۱۴ مهمو موضوعاتو تر بحث او خبرو وروسته ټول وړاندیزونه او سپارښتنې راټولې او په هېواد کې به د رسنیز کار د پرمختیا لپاره په پراخه کچه خپرې شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون هم د سولې په روان بهیر کې د عالمانو تر څنګ د رسنیو ونډه مهمه او بنسټيزه بولي.

د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون
د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عبدالخبیر اوچقون

نوموړي وویل:

"په دې برخه کې نړیوال بنسټونه، اسلامي هېوادونه او کورني بنسټونه په ځانګړي توګه رسنۍ او دیني عالمان تر ټولو اساسي دنده لري چې د جګړې د ختمولو او د سولې ټینګښت کې اغېزمنه او ګټوره ونډه ولري."

په کابل کې د المان سفیر والټر هاسمن کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل چې رسنۍ باید د يوه منځګړي په توګه په بې‌پرې ډول حقایق تر خلکو ورسوي.

نوموړي د مسلکي ژورنالېستانو او رسنیو رول د سولې او پخلاینې په برخه کې ډېر ګټور او اغېزمن وباله.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG