د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۶ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

اروپايي ټولنه وايي ۲۰۱۶ کال کې څه باندې ۶۳ زره ځوانانو د پناه غوښتنه کړې


اروپايي ټولنه وايي، تېر ۲۰۱۶ مېلادي کال څه د پاسه ۶۳ زره تنکي ځوانانو چې په یوازې سر اروپا ته راغلي، د دې ټولنې په غړو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې ده.

د اروپايي ټولنې په وینا په دې ډله کې ۲۴ زره افغانان او ۱۲ زره د سوريې اتباع دي چې نېږدې ۹۰ په سلو کې هلکان دي چې د ۱۶ او ۱۷ کلونو په شااوخوا کې عمرونه لري.

د جرمني خبري اژانس وايي، اروپا د رسېدلو دغو تنکیو ځوانانو ۳۶ زرو يې په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې ده.

یو زیات شمېر نورو يې بیا په بریتانیا، ایټالیا او اتریش کې د پاتې کېدو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې اروپايي ټولنې موافقه کړې چې د دې اتحاديې غړي هېوادونه سویډن، ډنمارک، ناروې او اتریش دې تر راتلونکو ۶ میاشتو پورې د خپلو پولو د څار او کنټرول تدابیرو ته دوام ورکړي.

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو تر منځ د پولو د کنټرول چارې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې وروسته تر هغې پیل شوې چې د کډوالو او پناه غوښتونکو یوې بې‌سابقه څپې اروبا ته مخه کړه.

د اروپا کمېسیون تېره اوونۍ وویل چې دا به وروستی ځل وي چې د دې ټولنې د غړو هېوادونو د پولو د څار او کنټرول چارې تمدیدېږي.

XS
SM
MD
LG