د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۹

میاخېل: اروپايي ټولنه دې د کډوالو په اړه پر خپلې ژمنې ټینګه پاتې شي


د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو وزارت یو لوړ رتبه چارواکی وايي، اروپايي اتحاديې د هغو پناه غوښتونکو په بیا مېشتولو کې هېڅ مرسته نه‎ده کړې چې له اروپايي هېوادونو بېرته استول کېږي.

د دې وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل پرون شنبه ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې اروپايي اتحادیه باید د افغانستان له حکومت سره پر خپل تعهد ټینګه پاتې شي.

میاخېل: اروپايي اتحادیه دې افغان حکومت سره پر خپلې ژمنې ټینګه پاتې شي
میاخېل: اروپايي اتحادیه دې افغان حکومت سره پر خپلې ژمنې ټینګه پاتې شي

حفیظ احمد میاخېل زیاتوي:

"د اروپايي اتحادیې له هېوادونو زموږ غوښتنه ده چې له حکومت سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي او هغو کسانو ته چې د اتحادیې له غړو هېوادونو بېرته راستول کېږي، مرستې وکړي که نه ډېرې ناوړه پایلې درلودلای شي. له مرستو پرته، دا کسان چې افغانستان ته راستول کېږي، ښايي بېرته مهاجر شي، له ترورېستي ډلو سره یوځای شي یا له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ شي."

د افغانستان حکومت او اروپايي اتحادیې د ۲۰۱۶ میلادي کال په اکټوبر میاشت کې یو توافق لاسلیک کړ چې پر اساس‌يې هغه افغانان چې د اروپايي اتحادیې په هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه ردېږي، بېرته افغانستان ته استول کېږي.

راپورونه وايي چې تر سوریې وروسته، په اروپايي اتحادیه کې د پناه زیاته غوښتنه افغانانو کړې ده.

د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل ازادي راډیو ته وویل چې له کډوالو سره د مرستې لپاره ۸۰ میلیونه ډالره ځانګړي شوي چې نهه میلیونه به‌یې د حکومت او پاتې به‌یې د نړیوالو سازمانونو له لوري مصرف شي.

په وروستیو دوو اوونیو کې لږ تر لږه ۱۵ افغانان له جرمني او ۱۰ افغانان له سويډنه افغانستان ته واستول شول.

په فنلنډ کې هم لسګونه افغانان چې د پناه غوښتنه‌یې کړې، بې‌برخلیکه پراته دي.

د غزني اوسېدونکې معصومه حسني وايي چې دوه کاله مخکې یې له خپل خاوند سره، د ایران له لارې ترکیې او بیا یونان ته له خطرونو ډک سفر پیل کړ.

هغې تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې خپله ټوله شتمني یې وپلورله او تر اروپا د رسېدو لپاره‌یې ۱۲ زره امریکايي ډالر ولګول.

معصومه حسني دوه لوڼې لري او د فنلنډ په پلازمېنه هلسنکي کې بې‌برخلیکه پاتې ده.

د فنلنډ حکومت د معصومې د کورنۍ د پناه غوښتنلیک رد کړی دی.

هغې او لسګونه نورو افغان پناه غوښتونکو د حکومت د پرېکړې پر ضد، په هلسنکي کې تحصن کړی او خیمې يې درولي دي.

معصومې ازادي راډیو ته وویل:

"موږ تر اوسه داسې ګومان کړی و چې بشري حقونه شته، ملګري ملتونه شته خو اوس پوهېدلي یو چې دا خبرې ټولې دروغ دي ځکه موږ دلته هېڅ‌څوک نه‎دي لیدلي چې زموږ پوښتنه به‌یې کړې وي. موږ له دوو میاشتو راهیسې دلته تحصن کړی خو یو وګړی هم نه‎دی راغلی چې زموږ غږ واوري."

معصومه او هغې ته ورته زیات پناه غوښتونکي افغانان وايي چې افغانستان کې امن نه‌شته او که د فنلنډ حکومت دا افغانستان ته واستوي، نه‌پوهېږي چې له څه ډول برخلیک سره به مخامخ شي.

ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۵۱۶۶ ملکي وګړي افغانستان کې وژل شوي یا معلول شوي دي.

د راپورونو په حواله، اروپايي اتحادیه ښايي تر ۸۰ زره افغان پناه غوښتونکي، بېرته ستانه کړي.

XS
SM
MD
LG