د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۵

له جرمني ایستل شوي ۲۶ افغانان کابل ته راورسېدل


له جرمني څخه ايستل شوي کسان پرون سهار په جرمني کې له خپل استوګن‌ځای څخه د پوليسو په حضور کې فرانکفورټ هوايي ډګر ته او له هغه ځایه په الوتکه کې سپاره شول او افغانستان ته راولېږل شول.

شل کلن ارش الکوزی له دغو ۲۶ کسانو څخه يو دی چې له جرمني را ايستل شوي دي.

دی وايي:

"د سهار څلور بجې وې، بيده وم چې پوليس راغلل او زه‌يې ونیولم."

ارش چې پنځه کاله په جرمني کې وو، وايي:

"له افغانستانه ځکه راغلم چې هلته راته د کار زمينه نه‌وه او راتلونکی مې نه‌وو معلوم. اوس نه‌پوهېږم څه وکړم."

منظور پارسا یو بل ۳۴ کلن ځوان له کندز ولايته جرمني ته تللی وو او په دغو ۲۶ کسانو کې له جرمني را ايستل شوی دی.

دی وايي:

"له هر را ايستل شوي پناه غوښتونکي سره لږ تر لږه دوه جرمني پوليس وو."

منظور وايي:

"بلغاريايي مېرمن مې د اوو مياشتو حامله ده او پوليس مې پرون کور ته راغلل او ماته‌يې دومره وخت رانه‌کړ چې خپل مدافع وکيل ته ټیليفون وکړم. زه به ارام نه‌کېنم، زه به ډېر ژر د جرمني سفارت ته ورشم."

منظور همداراز وويل چې د جرمني سفارت له‌خوا د ده د دوسیې له ردېدو وروسته به هم دغه هېواد ته بېرته ځي.

منظور پارسا له ۲۰۱۰ میلادي کال راهيسې په جرمني کې اوسېده او په يوه هوټل کې يې د ګارسون دنده درلوده.

د جرمني پوليسو ورته ويلي وو چې مېرمن او کوچنی يې په جرمني کې دي او له همدې کبله کولای شي بېرته دغه هېواد ته ولاړ شي خو په کابل کې د جرمني د سفارت له لارې دا کار کولای شي.

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مخکې ويلي دي چې شاوخوا ۱۰ زره افغانان تېر کال په خپله خوښه بېرته هېواد ته راستانه شول چې په‌کې درې زره‌يې له جرمني څخه وو.

له جرمني څخه ۳۴ نور افغان پناه غوښتونکي په ډسمبر میاشت کې را وايستل شول او افغانستان ته انتقال شول.

جرمني په ۲۰۱۵م کال کې شااوخوا ۸۹۰ زره کډوالو ته دغه هیواد ته د ننوتلو اجازه ورکړه چې په دغه هېواد کې يې پراخې اندېښنې راوپارولې.

د همدې موضوع له کبله په جرمني کې ښی اړخی ګوند «ای. اېف. ډي» يا د جرمني لپاره بل انتخاب ګوند ملاتړ ډېر شو.

د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير په اکټوبر مياشت کې وويل، په ډله‌ییزه توګه د پناه غوښتونکو د ايستلو هدف افغانانو ته یو پيغام ورکول دي، چې جرمني يوازي يوه کوچنۍ ډله کډوال مني.

د جرمني د کورنيو چارو وزارت په وينا، شااوخوا ۱۱۹۰۰ افغانان چې د پناه غوښتنه‌يې رد شوې، اوس‌مهال په جرمني کې دي.

د دې وزارت په وينا، شااوخوا ۱۰۳۰۰ کسانو ته‌يې په دغه هیواد کې د اوسېدو اجازه ورکړې ده.

XS
SM
MD
LG