د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۳

افغان حکومت نېږدې راتلونکي کې په یونان کې خپل سفارت پرانیزي


افغان حکومت وايي، په یونان کې د بې‌برخلیکه افغانانو د ستونزو د هواري لپاره‌یې ځینې هڅې پيل کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په یونان کې د افغان پناه غوښتونکو د وضعیت د ارزونې او د سفارت د پرانیستلو لپاره یو افغان پلاوی دغه هېواد ته تللی دی.

ښاغلي مستغني وویل، یوناني چارواکو افغان پلاوي ته ډاډ ورکړی چې د پناه غوښتونکو د ستونزو په هواري او د سفارت د پرانیستلو په چارو کې به پوره همکاري ورسره کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

شکیب مستغني زیاته کړه:

"د افغان حکومت یو پلاوی یونان ته تللی دی څو هلته د افغان کډوالو ستونزې وارزوي او له یوناني چارواکو سره د دغو ځینو ستونزو د هواري لپاره خبرې وکړي. خوشبختانه یوناني چارواکو هم د افغان پناه غوښتونکو د ستونزو د هواري او هم په هغه هېواد کې د افغان سفارت د پرانیستلو لپاره د هر ډول همکاریو ژمنه وکړه."

ښاغلي مستغني وویل، د سفارت د پرانیستلو لپاره پخوا تړونونه شوي خو د یو لړ رسمي پروسو تر بشپړېدو وروسته به دا سفارت پرانیستل کېږي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنري "یو، ان، اچ، سي، ار" د راپور له مخې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې چې لومړۍ میاشت‌یې هم لا نه‌ده اوښتې شاوخوا زر تنه پناه غوښتونکي یونان ته رسېدلي چې دوهم زیات شمېر یې افغانان دي.

په ۲۰۱۶ میلادي کال کې دا شمېر نېږدې یو لک او اووه شپېته زرو ته رسېده چې بیا هم له سوریې وروسته دوهم زیات شمېر پناه غوښتونکي افغانان وو.

که څه هم اروپا ته د ۲۰۱۵ میلادي کال په نسبت تېر کال د پناه غوښتونکو شمېر شااوخوا ۶۰ فیصده کم شوی و خو سړه هوا، د استوګنې نشتوالی، لوږه، د جرمونو لوړېدل هغه څه دي چې ورځ تر بلې زیات شول.

د عفوې نړیوال سازمان په وینا، په یونان کې پاتې افغان کډوال چې د اروپايي اتحادیې بډایو هېوادونو ته د تګ غیر قانوني لارې ورته تړل شوي، له یونانه د وتلو لپاره ډېر محدود قانوني امکانات لري.

دوی د بېړني اسکان په پروګرام کې هم نه‌دي شامل شوي چې د نورو هېوادونو کډوال ترې برخمن شوي دي.

افغان پناه غوښتونکو په یونان کې بېلابېلو رسنیو ته ویلي چې له دوی سره تبعیضي چلند کېږي.

ځینو نړیوالو خپرونو له هغې ډلې ابزرور لیکلي چې زلمي افغان کډوال یونان کې له خوارۍ ځانونه پلوري.

ابزرور تېره میاشت دې ټکي ته اشاره وکړه او ویې‌ویل، د یو شمېر نورو هېوادونو ځوانان هم دا کار کوي، خو ګڼ افغان ځوانان چې مشران او کورنۍ ورسره نه‌شته په اتن کې د شپې ناست وي څو څوک پیدا شي او دوی له ځان سره یوسي.

په ۲۰۱۵ میلادي کال کې څه باندې یو میلیون پناه غوښتونکي د سمندر له لارې اروپا ته ورسېدل چې یو زیات شمېر یې جرمني ته ولاړل خو لا هم له دې ډلې لسګونه زره د یونان په کمپونو کې د برخلیک د روښانېدو لپاره سړې شپې سبا کوي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG