رپوټونه وايي دمتحدو ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ په دې غور کوي چې په ایران کې د حکومتی ځواکونو لخوا د معترضینو د ځپلو دمخنیوي لپاره له کومو لارو کار واخلي. دا په داسې حال کې چې ایران کې د حکومت ضد مظاهرو پرون یکشنبې د ۱۵ مې پرله پسې ورځې لپاره دوام وکړ.
نیویارک تایمز او اکسیوس رسنیو دچارواکو له قوله چې نوم یې نه دی ذکر شوی رپوټ ورکړ چې دامریکا ولسمشر چې تیره اونۍ یې په تهران کې تندلارو مشرانو باندې خپل فشارزیات کړ اوس په دې غور کوي چې له کومو لارو د مظاهره چیانو ملاتړ وشي.
په داسې حال کې چې رپوټونه وايي ټرمپ به دخپل هراقدام د کچې او څرنګوالي په هکله تصمیم ونیسي ، وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې رپوټ ورکړی چې د سه شنبې په ورځ (۱۳ مه جنوری) به ولسمشر ته مشخص انتخابونه وړاندې شي.
ورځپاڼې په خپل رپوټ کې وویل چې په راتلونکو احتمالي ګامونو کې پوځي بریدونه، د ایراني پوځ پر وړاندې د پټو سایبري وسلو ځای پر ځای کول او د ایران پر حکومت نور بندیزونه لګول شامل دي.
بلخوا د بشري حقوقو سازمانونو اودایران دولتي رسنیو پرون یکشنبه دایران په لسګونو ښارونو کې د لاریونونو ، د معترضینو دنیول کیدو او د زورزیاتي د پیښو رپوټونه ورکړل.
د نښتو او زور زیاتي احتمال وروسته لدې زیات شو چې حکومت هم په خپلو پلویانو غږ وکړ چې نن دوشنبې په ټول هیواد کې سړکونو ته راووځي اوهغه څه چې "د امریکا او اسراییلو تروریستي اعمال" یې بولي وغندي.
بل لورته دامریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د شنبې په ورځ په خپله خواله رسنۍ ټروث سوشیال کې ولیکل
ایران ښايي تر هر بل وخت ازادي ته نژدې شوی وي او متحد ایالات د مرستې لپاره چمتو دي.
ولسمشر ټرمپ تیره اونۍ ایراني چارواکو ته خبرداری ورکړ چې متحد ایالات "وضعیت په دقت څاري " او ټینګار کوي چې چارواکي د لاریون کوونکو له وژلو ډډه وکړي.
ټرمپ د جنوري په نهمه د سپینې ماڼۍ یوې غونډه ته وویل: "ایران په لویه ستونزه کې دی. ماته داسې ښکاري چې خلکو د ځینې ښارونو نیولو ته مخه کړې ، څو اونۍ مخکې هیچا فکر نه کاوه چې داسې څه به امکان ولري."
هغه وويل: "که دوی د پخوا په څېر د خلکو وژلو ته مخه کړي ، موږ به لاس په کار شو. موږ به دویته سخت او دردناک ګزارونه ورکړو ." "دا په ځمکه د عسکرو دپیاده کولو په معنی نه ده ، مګر دا په دې معنی ده چې دویته به ډیر سخت او دردناک ګزارونه ورکړو ."
د ایران پخواني ولیعهد او د اپوزیسیون مشر رضا پهلوي د ټرمپ د څرګندونو هرکلی او ملاتړ وکړ.
پهلوي د یکشنبې په ورځ په یوه ویډیو کې خپلو پلویانو ته په خطاب کې وویل : "ولسمشر ټرمپ، د آزادې نړۍ د مشر په توګه، ستاسو څرګنده زړورتیا له نږدې لیدلې او اعلان یې کړی چې هغه ستاسو سره د مرستې لپاره چمتو دی،"
پهلوي زیاته کړه:
نن ورځ نړۍ ستاسو د ملي انقلاب سره ولاړه ده او ستاسو د زړورتیا ستاینه کوي.
بلخوا، داسراییلو دفاعي ځواکونو دیکشنبې په ورځ وویل چې د ایران تحولات څاري او "په دفاعي توګه چمتو دي او په دوامداره توګه خپلې وړتیاوې او عملیاتي مجهزوالی بهتروي ."
بیان زیاته کړه چې "اسرائیلي دفاعي ځواکونه به د اسراییلو د اتباعو د ساتنې لپاره خپل فعالیت ته دوام ورکړي."
په ختیځ تهران کې یو عیني شاهد د جنوري په لسمه نیټه فردا راډیو ته وویل چې د لاریونونو ځپل په چټکۍ سره زیات شوي دي، او په ښار کې وضعیت یې د "جګړې د صحنو" په څیر وباله.
هغه چې د امنیتي دلایلو له کبله یې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي زیاته کړه چې دشپې له مخې د ډزو غږ په دوامداره توګه اوریدل کیږي او بی پيلوټه الوتکې د ښار د کوڅو او سړکونو د پاسه پروازونه کوي .