د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

رسنۍ: جرمني د ۲۰۱۷ کال لومړیو کې ۴۸ سلنه افغان پناه غوښتونکي منلي


جرمني رسنۍ وایي، د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړيو دوو مياشتو کې دغه هېواد د ۴۸ فيصده افغانانو د پناه غوښتنه منلې ده چې دا شمېر د ۲۰۱۵ میلادي کال په پرتله ۷۸ فيصده کموالی ښيي.

د جرمني یوې ورځپاڼې پساور نویا پرېس "Passauer Neue Presse" راپور ورکړی چې د جرمني د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۱۷ میلادي کال له جنورۍ میاشتې څخه تر فبرورۍ پورې له څه باندې ۲۷ نيم زرو پناه غوښتونکو څخه ۱۴،۴۰۳ رد کړي دي چې دا د ۲۰۱۵ میلادي کال په پرتله د پناه غوښتنو په منلو کې ۷۸ فیصده کموالی ښيي.

د ورځپاڼې په وینا، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د افغانانو منل شوې د پناه غوښتنې ۶۰ فیصده ته کمې شوې او سږ کال دا شمېر نور هم کم شو.

دا شمېر تر ۵۵ فيصده کم دی چې د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل‌يې په اړه ویلي وو او دا وروسته له هغه چې جرمني ته د دوو کلونو په اوږدو کې د میليونونو پناه غوښتونکو په سېل کې د زرګونه پخواني طالبانو د احتمالي ورتګ خبر خپور شو، نو د جرمني دولتي پلټونکي اړ شول چې په دې اړه تحقيقات پيل کړي.

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل
د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل

د کيڼ اړخي ګوند یوې وکيلې اولاجلپېک «Ulla Jelpke» د افغان پناه غوښتونکو پر وړاندې د حکومت پر سخت دريځ انتقاد کړی دی، په ځانګړي توګه د دې په خبره چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه نه‌دی.

مېرمن جلپېک پساور نویا جرمن ورځپاڼې ته ويلي:

"د پناه غوښتونکو د ردوولو او د خبرداري پيغام د لېږلو حرکت د سياسي موقف نتيجه ده."

د مېرکل حکومت د ګڼ شمېر خلکو د پناه غوښتنې د منلو په خاطر تر انتقاد لاندې راغلی دی او دا وروسته له هغه چې په دغه هېواد کې تېر میلادي کال یو شمېر حملو له پناه غوښتونکو سره تړاو درلود او حکومت د رد شویو افغان پناه غوښتونکو په ډله‎يیزه توګه ايستل پيل کړل.

مېرکل چې د روان میلادي کال د سپټمبر د ۲۴مې په انتخاباتو کې ګډون کوي او د څلورم ځل لپاره د جرمني د صدراعظمۍ لپاره کانديده ده، روانه مياشت د افغانانو د ردېدو او ايستل کېدو دفاع وکړه او ویې‌وېل چې د اروپايي اتحاديې يو شمېر هېوادونه هم ورته کار کوي چې په خبره‌یې، په جرمني کې د ۵۵ فیصده افغانانو د پناه غوښتنه منل شوې ده.

د پساور نویا جرمن په وينا، ټاکل شوې ده، د دوشنبې په ورځ پنځم پرواز له جرمني څخه رد شوي افغان پناه غوښتونکي افغانستان ته انتقال کړي.

XS
SM
MD
LG