د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

سيمين: مړه کېږو خو افغانستان ته بېرته نه‌ځو


د اروپايي اتحاديې هېوادونو کې زرګونه افغان پناه غوښتونکي د ردېدو له خطر سره مخامخ دي.

اروپايي اتحاديې ويلي چې غواړي اتيا زره افغانان بېرته افغانستان ته ولېږي.

په اروپا کې هغه افغانان چې د پناه غوښتنه‌یې رد شوې ده، له څنګه وضعيت سره مخامخ دي؟

۳۲ کلنه سيمين له خپلې کورنۍ سره د ناامنۍ له بېرې شااوخوا دوه کاله مخکې له افغانستانه جرمني ته ورسېده، خو اوس ورته ويل شوي چې افغانستان خوندي ځای دی او بايد بېرته خپل هېواد ته ستنه شي.

سیمين، مېړه‌يې او دوه لوڼې او دوه زامن‌يې اوس په هامبورګ کې ژوند کوي.

خواښۍ یې هم له دوی سره ده.

دا وايي، د جرمني حکومت ورته هره مياشت تر زر یورو زياتې ورکوي چې ژوند پرې وکړي.

کوچني زامن‌يې ښوونځي ته هم ځي.

سیمين له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، روانه مياشت چې ورته د رد کېدو ځواب راغی، ټولو ټکان وخوړ.

نوموړې زیاته کړه:

"د شنبې ورځ وه چې د رد ځواب مو راورسېد، خپله مې د اولادو له خاطره حواس له لاسه نه‌دی ورکړی، ډېر يې حال خراب وو، همدا يې ويل، مورې زه افغانستان ته نه‌ځم، افغانستان خوندي نه‌دی، يعنې هغه څه چې دوی هلته ویني، ورته بېروونکي دي، له هغه ځايه چې راغلي دي، يوه ترخه حادثه مو تېره کړې ده، همغه شېبه موږ ټول ډېر شوک شوو، ټکان مو ولید، تېر شو نو."

اوس دوی يوه مدافع وکيل ته مراجعه کړې ده که وکولای شي منفي ځواب ورته مثبت شي.

نوموړې زیاتوي:

"اوس چې موږ ته د رد ځواب راغی، موږ ته‌يې دوه اوونۍ وخت راکړی وو چې باید د جرمني له خاورې ووځو، هېڅ دليل‌يې هم نه‌درلود یوازې يې ليکلي وو چې افغانستان خوندي ځای دی او موږ کولای شو هلته ولاړ شو، وروسته موږ وکيل ونیوه، اوس مو کارونه وکیل پر مخ وړي، خدای مهربانه دی."

سيمين او کورنۍ يې د نا امنۍ له بېرې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې خپله ټوله شتمني خرڅه کړه او د دې په وينا انساني قاچاق وړونکو ته‌یې تر شلو زرو زیات ډالر ورکړل، پر خطرناکو لارو ولاړل او له ايرانه ترکيې ته او له هغه ځايه يونان ته او له يونانه جرمني ته د ښه ژوند له هيلو سره ورسېدل.

او اوس‌يې هم د سفر کړاوونه او د ډاروونکو اوبو څپې په ياد دي.

دا وايي:

"په کښتۍ کې چې سپاره شوو، ډېره خطرناکه وه، هغه شېبه راباندې سخته تېره شوه چې په اولادو مې واسکټونه واغوستل، داسې حس مې کاوه چې هغوی په خپله اوبو ته ورغورځوم، په خپله هغوی له لاسه ورکوم، ټول په کښتۍ کې لوېدلي وو او لور مې تر فشار لاندې وه او چيغې يې وهلې، کښتۍ ډېره کوچنۍ وه او کسان ډېر وو، لور مې خوږه شوې وه، دا زما لپاره يوه ترخه او غمجنوونکې شېبه وه او دا چې موږ ته‌يې په يونان کې پاڼې نه‌راکولې او ډېرې بدې ورځې مو تېرې کړې، پر ډبرو به بيدېدو، د ورځې وږي او د شپې پر سرکوڼو وو، ډېرې بدې او ستونزمنې ورځې مو ليدلي دي، هېڅ‌څوک نه‌غواړي پر دغه لاره راشي."

د سيمين او کورنۍ غوندې یې زرګونه نور افغانان هم پر خطرناکو لارو تللي او د سر په سودا د اروپايي اتحاديې هېوادونو ته رسېدلي دي.

تر سوريایانو وروسته، افغانان په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو لویه ډله دي.

د پناه غوښتونکو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې د ارقامو له مخې، له ۲۰۱۵ میلادي کال راهيسې يو لک او اويا زره افغانانو په اروپا کې پناه غوښتې ده.

خو د ۲۰۱۶ میلادي کال په اکټوبر مياشت کې افغان حکومت او اروپايي اتحاديې يوه موافقه لاسليک کړه چې له مخې به‌يې هغه پناه غوښتونکي چې رد کېږي، افغانستان ته لېږل کېږي.

اوس اروپايي اتحاديه په پام کې لري چې تر اتيا زرو افغان پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته ولېږي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۱۶ میلادي کال په ډسمبر مياشت کې جرمني تر دېرشو زیاتو افغانانو ډله بېرته افغانستان ته واستوله او په جنورۍ او فبرورۍ مياشتو کې تر څلوېښتو کسانو زياته یوه بله ډله هم افغانستان ته ولېږله.

خو د کابل او اروپايي اتحاديې تر منځ موافقه سیمين او د دې کورنۍ ته د منلو وړ نه‌ده.

له افغان ولسمشر څخه د دې غوښتنه ده:

"زه له ده هيله کوم، زارۍ کوم، خپل موافقه ليک دې فسخه کړي، افغانستان خوندي نه‌دی، د خدای په لحاظ، د قران په لحاظ دې هېڅ هېوادوال دې نه در په دره او خاورې په سر کوي، د افغانستان کوم ځای خوندي دی؟ که افغانستان خوندي دی د اشرف غني او عبدالله عبدالله کورنۍ دې په کابل کې په هغه خوندي ځای کې ژوند وکړي، موږ پسې ورځو، خپل ټول کارونه پرېږدو او ورپسې هملته ورځو."

سيمين وايي، که‌يې مدافع وکيل هېڅ ونه‌کړای شو او اړه شوه افغانستان ته بېرته ولاړه شي، هېڅکله به ولاړه نه‌شي.

نوموړې زیاته کړه:

"هېڅکله افغانستان ته بېرته نه‌ځو، ښه دی چې همدلته مړه شو، همدلته ځانونه وژنو، څومره خلکو دا کار کړی دی، موږ یې هم کوو، افغانستان ته چې ولاړ شو هلته څه وکړو، تر دې چې پر لور مې تېری وشي، په خپله ځوانه يم، له ما سره همدا کار وشي، زوی مې راووژني، لیرې يې له بشره، ځانوژونکې حمله وشي، تر دې له‌منځه ولاړ شو، ووژل شو ښه دی چې مړه شو، ښه دی په خپله ځانونه ووژنو، موږ هېڅکله افغانستان ته نه‌ځو."

په دې وروستیو کې د افغانستان بیارغونې لپاره د امريکا سرپلټونکي جان سوپکو د افغانستان وضعيت ناسم بللی دی.

تر دې مخکې، د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن هم د روان کال په فبرورۍ مياشت کې د امريکا کانګرس ته د ګواهي ورکولو پر مهال د افغانستان امنيتي وضعيت له ستونزو سره مخامخ وباله.

د ملګرو ملتونو د ارقامو له مخې، د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې په افغانستان کې ۵۱۶۶ ملکيان وژل شوي يا معلول شوي دي.

XS
SM
MD
LG