فساد افغانستان کې له جدي ستونزه څخه شمېرل کېږي چې د اروپايي ټولنې په باور ریښې یې ان د افغانستان مهمو چارواکو ته رسېږي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې سفیر فرانزمایکل مېلېبن د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په ځانګړي مرګه کې وویل، د اداري فساد د لهمنځه وړلو لپاره افغان حکومت باید لومړی له مجازاتو څخه د تېښتې فرهنګ لهمنځه یوسي.
ښاغلي مېلېبن په دې باور دی چې افغان حکومت کې یو شمېر کړۍ په اداري فساد کې ښکیل دي او دغه پدیده هغه وخت لهمنځه تلای شي چې د حکومت هغه لوړ پوړي چارواکي چې فساد کې ښکیل دي مجازات شي.
د اروپايې ټولنې سفیر: د فساد ضد مبارزې کارونه دې همغږي شي
نوموړي زیاته کړه:
"زما په باور افغانستان کې له فساد سره مبارزه کې دوه عمده نیمګړتیاوې موجودې دي، یوه له مجازاتو څخه د تېښتې فرهنګ چې دې هېواد کې حاکم دی او دویم له اداري فساد سره د مبارزې برخه کې ټول کارونه باید همغږي اوسي. له ادارې فساد سره د مبارزې په هدف د عدلي او قضايي مرکز جوړېدل یو ښه ګام دی او هیله لرو د دولت هغه لوړ پوړي چارواکي چې فساد کې ښکیل دي تر قضایي څېړونو لاندې ونیول شي."
هغه زیاتوي له اداري فساد سره د مبارزې هغه مېکانېزم چې په ۹۰مه پیړۍ کې په چین کې تجربه شوې د افغانستان لپاره ګټوره ثابتېدای شي.
څو ورځې مخکې هم اروپايي ټولنې په یوه راپور کې د افغانستان په عدلي او قضايي بنسټونو کې د فساد په اړه اندیښنه ښودلې وه او ویلي وو دغه بنسټونو کې اداري فساد د لېرې پرتو سیمو خلک دې ته اړ کړي چې د خپلو ستونزو د هواري لپاره وسلهوالو مخالفینو ته مراجعه وکړي.
اروپايي ټولنه: فساد د لیرو پرتو سیمو افغانان د مخالفینو محکمو ته اړ ایستي
خو د افغانستان سترې محکمې او د حکومت د رسنیو مرکز د اروپايي ټولنې دغه راپور رد کړی دی.
سترې محکمې د اروپايي ټولنې وروستۍ څرګندونې له انصافه لیرې وبللې
خو دا ځل افغانستان کې د دغه ټولنې سفیر وړاندیز کوي چې د فساد د لهمنځه وړلو لپاره باید عدلي او قضايي بنسټونو کې شفافیت رامنځته راشي.
د افغانستان د لویې څارنوالۍ مسؤلان په دې اړه خبرو کولو ته حاضر نهشول.
خو له دې مخکې افغان حکومت ویلي و د هغو فساد کوونکو په وړاندې به هم اقدام کوي چې په لوړو څوکیو کې دندې ترسره کوي او له فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز جوړېدل هم دې برخه کې د حکومت د جدي ارادې ښکارندویي کوي.
خو پوښتنه دا ده چې له مجازاتو څخه د تېښتې فرهنګ څومره افغاني ټولنه کې حاکمه ده او له فساد سره د مبارزې د بنسټونو له نظره فساد کوونکي په کومه سطح کې دي؟
له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې رئیس سید حسین فخري په دې اړه وايي:
"د دې لپاره چې د خلکو او نړیوالې ټولنې رضایت ترلاسه کړو، عدلي او قضايي مرکز باید خپل کارونه په جدي ډول ترسره کړي څو له مجازاتو څخه د تېښتې فرهنګ کمرنګه شي، له حقونو څخه د ملاتړ اداري او عدلي او قضايي مرکزونه باید په دې برخه کې قاطع عمل وکړي."
له دې ټولو سره-سره نړېوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې مرستې د فساد پر لهمنځه وړلو مشروطې کړي دي او حکومت هم له اداري فساد سره مبارزه د خپلو کارونو له لومړیتوبونو څخه یادوي.
خو له اداري فساد سره د مبارزې عالي ادارې رئیس وايي، دې برخه کې د خلکو او نړیوالو د قناعت ترلاسه کولو لپاره باید افغان حکومت د فساد پر وړاندې مبارزه لاجدي کړي څو دغه پدیده د حکومت په پراختیايي او اصلاحي برنامو اغېز ونه کړي.
راپور: عبادالله حنان زی