د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

اروپايي ټولنه: فساد د لیرو پرتو سیمو افغانان د مخالفینو محکمو ته اړ ایستي


په افغانستان کې اروپايي ټولنه وايي، د افغانستان په زیاتره سیمو کې خلک د بې‌عدالتیو څخه ځورېږي او عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد د موجودیت له امله د مخالفینو محکمو ته مراجعه کوي.

د دغې ټولنې ویاند عبدالله یادګاري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په ډېری ولایتونو کې ولسي وګړي د افغانستان قضايي سکټور ته د فساد د مرکزونو په سترګه ګوري او خپلې حقوقي مسئلې د حل په هدف د دولت وسله‎والو مخالفانو ته وړي.

نوموړی وايي:

"قضايي سکټور کې فساد د دې لامل شوی چې لیرو پرتو سیمو کې خلک مخالفینو ته مراجعه وکړي او یا هم مخالفین، ترهګر او یا جنګسالاران له دغې موقع نه ګټه واخلي او په خلکو خپلې پرېکړې ومني، په همدې خاطر موږ ویلي چې باید له فساد سره مبارزه وشي او دغه سکټور له فساده پاک شي څو په لیرو پرتو سیمو کې د دولت حاکمیت پیاوړی شي."

ښاغلي یادګاري له دولته غوښتنه کوي چې په لیرو پرتو سیمو کې د خپل حاکمیت د پیاوړتیا لپاره د اداري فساد پر ضد هلې ځلې چټکې کړي.

په همدې اړه یادې ټولنې یوه اعلامیه هم خپره کړې او په افغانستان کې یې د اروپايي ټولنې د سفیر مایکل مېلېبن په حواله ویلي چې د معافیت فرهنګ له‌منځه وړل فساد ته د پای ټکی کېښودل دي او باید افغان دولت په قضايي ارګانونو کې په فساد ککړ کسان له دندو لیرې او پر ځای يې وړ او مسلکي کسان په دندو وګماري.

مېلېبن: د معافیت فرهنګ له منځه وړل فساد ته د پای ټکی اېښودل دي

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې دوی به د مارچ د میاشتې له ۲۶مې نېټې څخه د اپریل میاشتې تر دوهمې نېټې پورې قضايي سکټور کې د فساد پر مسئلې تمرکز کوي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان عدلي او قضايي سکټور کې د فساد په اړه پخوا تر دې هم یو شمېر راپورونه خپاره شوي چې د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کمېسیون او مدني ټولنو له دې امله چې خلک په عدلي او قضايي سکټور کې د فساد د موجودیت په خاطر د مخالفینو غیر رسمي محکمو ته مراجعه کوي اندېښنه هم ښودلې وه.

په ورته وخت کې له یو شمېر ولایتونو څخه داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې ځینو ولسوالیو کې عدلي او قضايي مرکزونه اصلاً فعالیت نه‎لري چې له امله‌يې خلک له ستونزو سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني څه موده مخکې ویلي و چې د امنیتي او اقتصادي ثبات، سولې او نورو مواردو د عملي کېدلو لپاره د عدلي او قضايي سیسټم پیاوړتیا ته اړتیا لرو.

بل لوري ته د افغانستان د عدليې وزارت وايي چې په دولتي ادارو کې يې د فساد د مخنیوي په هدف بېلابېلې ادارې جوړې کړي چې مثبته پایله‌يې ورکړې ده.

د دغه وزارت ویاند امان ریاضت د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته د اروپايي ټولنې ادعا رد نه‎کړه خو ویې‌ویل چې لیرو پرتو او ناامنه سیمو کې ورته پېښې رامنځته کېږي.

نوموړی وايي:

"البته په لیرو پرتو سیمو کې چېرته چې قانون نه‎شي تطبیقېدلی او یا هم خلک د ناامنیو له امله محاکمو او یا هم نورو عدلي او قضايي ارګانونو ته مراجعه نه‎شي کولای ښايي دغسې پېښې رامنځته شوې وي، خو موږ غوښتنه کوو چې ولسي وګړي باید مرسته وکړي او د فساد د شتون په اړه له مسؤلو ادارو سره خپل معلومات شریک کړي تر څو اداري فساد ورک کړو."

ښاغلي ریاضت وویل، د فساد پر وړاندې د مبارزې د ځانګړې ادارې په مرسته‌يې تېر کال ۳۰۰ بېلابېلې قضیې څېړلي چې د فساد مخنیوي کې مثبتې تمامې شوې دي.

نوموړی ‌ډاډ ورکوي چې د عدليې وزارت د فساد د مخنیوي برخه کې جدي هلې ځلې پیل کړې دي.

دا په داسې حال ده چې د افغان حکومت د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې او سترو جرمونو ته د رسېدنې محکمې د یکشنبې په ورځ د ښار او کور جوړونې درې کارکوونکي د یو میلیارد افغانیو د اختلاس په تور علني محاکمه کړل.

راپور : اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG