د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

سترې محکمې د اروپايي ټولنې وروستۍ څرګندونې له انصافه لیرې وبللې


د افغانستان سترې محکمې یوه ورځ وروسته له هغې چې په کابل کې د اروپايي اتحادیې ویاند ویلي و په محاکمو کې د اداري فساد له امله افغانان مخالفینو ته مراجعه کوي څرګندونې رد کړې او هغه‌یې له انصاف څخه لیرې وبللې.

ستره محکمه وايي، د افغانستان په قضا کې پراخ اصلاحات راغلي او د تېر په پرتله پر دغه بنسټ باندې د خلکو باور نور هم زیات شوی دی.

د سترې محکمې ویاند عبدالله عطايي د دوشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل چې په وروستي کال کې د افغانستان په قضا کې پراخ اصلاحات راغلي چې د هغه په وینا شااوخوا اویا په سلو کې د قاضیانو تبدیلۍ د دغو اصلاحاتو یوه برخه جوړوي.

ښاغلي عطايي همدارنګه د سترې محکمې دیوان له پنځو څخه اتو ته ارتقاع، قضیو ته په خپل وخت رسیده‌ګي ته ګوته ونیوله او زیاته‌یې کړه چې په دې وروستیو کې ۱۲۱ تنه چې په هغه کې یو شمېر قاضیان، څارنوالان او مدافع وکلان هم شامل و نیول شوي چې دا اقدامات ټول هغه څه په ډاګه کوي چې د قضائیه قوې رهبري د اصلاحاتو راوستلو ته جدي هڅې کوي.

د سترې محکمې د ویاند په وینا نو له همدې امله د قضائیه په اړه د اروپايي اتحادیې وروستۍ څرګندونې بې‌اساسه ده.

"یعنې دا به له انصاف څخه لیرې وي چې د یوې قوې د دومره عظمت، باور، خدمت کولو او په دومره شفافیت سره یو کس په یو لیکه کې ووايي چې خلک باور نه‌لري، کوم خلک؟ ته له کومه ځایه پوه شوې، هغه کسان چې له قانون سره سر او کار لري او انساني منطق ولري داسې حکم نه‌کوي."

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې په کابل کې د اروپايي ټولنې ویاند ویلي و، د افغان حکومت په عدلي او قضايي ارګانونو کې د فساد موجودیت د دې لامل شوی چې په لیرو پرتو سیمو کې خلک د دولت پر ځای د مخالفینو محکمو ته مراجعه کوي.

دغه اتحادیه وايي چې د هېواد په اکثرو سیمو کې خلک له بې‌عدالتۍ کړېږي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ویاند د یکشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و چې حکومت باید په قضايي ادارو کې د فساد د مخنیوي لپاره جدي هلې ځلې وکړي.

د دغې ادارې ویاند عبدالله یادګاري همدارنګه ویلي چې په ډېری ولایتونو کې خلک قضايي سکټور ته د فساد مرکزونو په سترګه ګوري.

په ورته وخت کې د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ رئیس اکرام افضلي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دوی د ټولو پوښتنو له مخې خلک ډېر رشوت قضايي بنسټونو ته ورکوي.

اکرام افضلي.
اکرام افضلي.

نوموړي زیاته کړه:

"د دې پر ځای چې قضائیه قوه خپلې کمي او کاستي قبول کړي، په قضائیه قوه کې دې پراخ فساد ومني زیاته هڅه‌یې کړې هغه راپورونه او مطالعې چې موږ ترسره کړې بې بنسټه وبولي چې دا خپله د دې څرګندونه کوي چې قضائیه قوه دې ته چمتو نه‌ده په دغو بنسټونو کې د پراخ فساد شتون قبول کړي."

ښاغلي افضلي زیاته کړه هغه سروې چې دوی ترسره کړې په‌کې راغلي خلک قضايي بنسټونو تر ټولو په فساد کې د ککړو بنسټونه په سترګه ګوري او پر دغو بنسټونو باندې د خلکو باور کم شوی.

هغه زیاته کړه ستره محکمه باید چمتو شویو سروې‌ګانو او ټول‌پوښتنو له لارې فساد له دغه بنسټونو څخه ورک کړي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG