د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

چارواکي: ۱۳۹۵ کې د بیارغونې زرګونه وړې او متوسطې پروژې پلې شوي


افغان حکومت وايي چې د تېر کال په پرتله په ۱۳۹۵ کال د بیارغونې په برخه کې زیات کارونه شوي او د بیارغونې زیاتې پروژې پلي شوې دي.

د اقتصاد وزارت وايي چې له ۱۳۹۱ کال راپدې‌خوا په ۱۳۹۵ کال کې زیاته انکشافي یا ۵۴ فیصده انکشافي بودجه مصرف شوې، د سلما بند افتتاح، د سروبي او کجکي بندونو د چارو بیارغونه، د ۲۹ وړو او متوسطو بندونو د قرادادونو د تړونونو لاسلیک، د چابهار بندر او د اقینې د رېل پټلۍ افتتاح، له چین څخه په مستقیم ډول افغانستان ته د سوداګریز رېل راتګ، د ۱۳۹۵ کال له لویو پروژو څخه ګڼل کېږي.

د کلیو پراختیا، فواید عامې، ښار جوړنې او اړوند سکټوري وزارتونه وايي چې په ۱۳۹۵ کال کې یې د سلګونه میلیونه ډالرو په ارزښت زرګونه بېلابېلې وړې او متوسطې پروژې پلې کړې دي.

د اقتصاد وزارت وايي، له ۱۳۹۱ کال راپدې‌خوا په ۱۳۹۵ کال کې زیاته یعنې ۵۴ فیصده انکشافي بودجه مصرف شوې ده چې دا ټول د انکشافي پروژو د پلي کېدو ښه څرګندونه کوي.

د دغه وزارت ویاند سهراب بهمن ازادي راډيو ته وویل په ۱۳۹۵ کال کې ځینې سترې پروژې افتتاح شوې او د یو شمېر مهمو پروژو قرداردونه لاسلیک شول.

سهراب بهمن.
سهراب بهمن.

ښاغلی بهمن زیاتوي:

"۱۳۹۵ کال کې هغه ارقام چې وړاندې کېږي د ۱۳۹۴ کال په پرتله د بیارغونې لپاره یو ښه کال و چې له نېکه‌مرغه ښه فعالیتونه هم په‌کې وشول، په کور دننه او بهر ځینې لویې پروژې افتتاح او ځینې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې."

په عین حال کې د افغانستان د فواید عامې وزارت وايي چې په ۱۳۹۵ کال کې یې د څه باندې ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د سړکونو د جوړونې قرداردونه لاسلیک کړي دي.

د دغه وزارت ویاند مهدي روحاني وايي چې له دې جملې څخه ۳۵۰ کېلو متره سړک په پاخه او اساسي ډول جوړ شوی او د نورو چارې پر مخ روانې دي.

مهدي روحاني.
مهدي روحاني.

نوموړي زیاته کړه:

"۸۵۰ کېلو متره سړک سروې او ډیزاین شوی د ۵۰۳ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۴ پروژې چې د سړک اوږدوالی ۶۰۰ کېلو متره کېږي تړونونه‌یې لاسلیک شوي چې له هغې جملې څخه ۳۵۰ کېلو متره سړک بشپړ شوی چې ۲۴۴ کېلو متره سړک قیریزي شوی."

بل‌خوا د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي په ۱۳۹۵ کال کې د اوبو لګولو، د څښاک د پاکو اوبو، روغتیا، ښوونې روزنې، ترانسپورټ، کرنې او یو شمېر نورو برخو کې یې څه باندې ۹ زره پروژې پلې کړې دي.

د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي وايي سره له دې چې ۱۳۹۵ لمریز کال د دغه وزارت لپاره د ننګونو کال و خو ډېرې لاسته راوړنې يې هم په‌کې لرلې.

اکبر رستمي.
اکبر رستمي.

نوموړي زیاته کړه:

"۹۰۷۷ پراختیايي پروژې مو په بېلابېلو سکټورونو کې د پاکو اوبو برابرولو، اوبو لګولو، کرنې، روغتیا، ښوونې روزنې، برېښنا او سړک جوړونې په برخه کې په ۳۲۶ ولسوالیو کې ۶۳۲۶ کلیو او ۳۴ ولایتونو کې بشپړې کړي چې ټول لګښت‌يې ۲۴۵،۲ میلیونه امریکايي ډالره کېږي."

ښاغلي رستمي وویل، د دغو پروژو له لارې څه باندې ۷۵۰ زره کسانو ته لنډ مهاله کاري زمینې هم برابرې شوې دي.

هغه زیاتوي چې د ولسي تړون په نامه‌یې په همدې کال کې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت پروژه طرحه او ډیزان کړې چې په راتونکي کال کې به د ملي پیوستون پروژې ځای ونیسي.

د افغانستان د ښار جوړونې وزارت وايي چې دوی د بېلابېلو دولتي ادارو څخه د ۷۱،۶ میلیونه ډالرو په لګښت ۴۴۶ پروژې ترلاسه کړي چې د ۳۰۰ پروژو چارې د تدارکاتو تر پروسې لاندې دي او د ۷ وازرتونو د ودانیو جوړولو چارې به په ۱۳۹۶ لمریز کال کې پیل شي.

په هېواد کې روانې ناامنۍ، اداري فساد، سیمه‌ییز زورواکي، د پروژو د موادو ټیټ کیفیت او له پروژو نه حفظ او مراقبت د پروژو پلي کېدو او ساتنې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډونه په ګوته شوي دي.

خو له دې ټولو څرګندونو سره سره د افغانستان د اقتصاد وزیر د ساختماني پروژې د بې‌کیفيتۍ په اړه اندېښنه څرګندوي او د پروژو په شفافیت ټینګار کوي.

عبدالستار مراد په کابل کې د ساختماني پروژو د څرنګوالي په اړه خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل چې د دې کار د ښه‌والي لپاره پر یوه طرحه کار روان دی، څو ورسره د پروژو کیفیت لوړ شي.

عبدالستار مراد.
عبدالستار مراد.

د بنستوڼو تر منځ د باور رامنځته کول، د ظرفیتونو لوړول، د پروژو د کیفیت لوړتیا، په ساختماني سکټور کې د سټنډرډ او شفافیت رامنځته کول هغه موارد دي چې دغه وزارت په نوې طرحه کې ځای پر ځای کړي.

په ورته وخت کې يو شمېر شنونکي وايي، وزیران د دې لپاره چې له استیضاح څخه بچ شي هڅه کوي خپله پراختیايي بودجه ولګوي چې دا کار د پروژو کیفیت او پایښت ته زیان رسوي.

د ساختماني او ودانیزو چارو کارپوه مطیع‌الله خروټی وايي، که پروژې په دې ډول پلي کېږي چې مؤثریت نه‌لري نو ښه به وي چې دغه پروژې پلې نه‌شي.

مطیع الله خروټی.
مطیع الله خروټی.

ښاغلی خروټی زیاتوي:

"پروژې پلي شوي، پیسې لګول شوي مګر د پروژې اوټ پوټ او نتیجه هغسې چې باید وي نه‌شته، هغه عمر چې د پروژو لپاره په نظر کې نیول شوی زه ډاډه یم چې له نیم عمر نه‌یې هم کم دی، زما هدف دا دی چې له نیمچه تطبیق نه چې هېڅ تطبیق نه‌شي بهتره ده."

ښاغلی خروټی وايي، حکومت او وزارتونه باید لومړیتوبونو او شرایطو ته په کتو پروژې پلې کړي تر څو د خلکو په ورځني ژوند او اقتصاد باندې اغېز ولري.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG