د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

د کلیو او پراختیا وزارت د ۳۲ پراختیايي پروژو تړونونه لاسلیک کړل


د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په ۱۳ ولایتونو کې د ۳۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د کلیو د پرمختیايي شوراګانو او یو شمېر خصوصي شرکتونو سره د ۳۲ پرمختیايي پروژو تړنونه لاسلیک کړل.

د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزیر نصیر احمد دراني د یکشنبې په ورځ د دغو تړونونو د لاسلیک پر مهال د دغو پروژو پر کیفیت ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې دغه پروژې به له ۳ میاشتو څخه تر شپږو میاشتو موده کې بشپړې شي.

ښاغلي دراني ناامني او يو شمېر ټولنیزې ستونزې د پروژو د پلې کولو او متوازن انکشاف په وړاندې لویې ننګونې یادې کړې.

دراني: د متوازن انکشاف خنډونه یوازې زورواکي نه دي.
دراني: د متوازن انکشاف خنډونه یوازې زورواکي نه دي.

نوموړي زیاته کړه:

"د متوازن انکشاف خنډونه یوازې زورواکي نه‌دي، نا امني هغه څه ده چې زموږ په کنټرول کې نه‌ده چې د متوازن انکشاف مخه نیسي، ټولنیزې ستونزې لکه موږ يوه پروژه پلې کوو، خو خلک‌يې مانع کېږي، د دغو ستونزو د مخینوي په برخه کې زموږ وزارت بریالی دی."

ښاغلي دراني وویل چې دوی په تېر کال کې ۲۲۹ ميلیونه ډالر چې د دوی د بودجې ۸۸ سلنه کېږي په اغېزناک ډول لګولي دي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو له مخې په یادو ۳۲ پروژو کې پلونه، پلچکونه، د ښوونځیو ودانۍ، سړکونه، کانالونه سربندونه، ژورې څاګانې، د اوبو رسولو شبکې محافظوي او استنادي دېوالونه شامل دي چې د ساحوي انسجام، اوبو رسولو ریاست، «کار.دي. اف» پروګرام او کلیو پراختیا د انسټېټیوټ تر څارنې لاندې جوړېږي.

دغه پروژې داینکدي، بغلان، بامیان، پنجشیر، هرات، نورستان، فراه، کاپیسا، ننګرهار، کندز، پروان او لوګر ولایتونو کې پلي کېږي.

دوی وايي، د دغو پروژو له لارې به ۲۱۱۴۱ کاري ورځې خلکو ته برابرې شي او ۱۴۵ زره کسان به له دغو پروژو څخه ګټه پورته کړي.

بل‌پلو د پروژو د تړون پر مهال د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ د قومي شوراګانو مشر عبدالطیف د دغو پروژو له پلي کېدو څخه هرکلی وکړ او د ورته نورو پروژو غوښته‌يې وکړه.

نوموړي زیاته کړه:

"دولت ته زموږ ډېر زیات ضرورت دی او موږ د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت نه ډېره مننه کوو چې موږ ته ډېر کارونه کوي، اوس وخت کې موږ استنادي دېوالونو ته اړتیا لرو او کوم سړک او پل چې جنګونو کې وران شوی غواړو چې هغه هم جوړ شي."

له دې سره-سره چې د افغانستان د کلیو او پراختیا وزارت په افغانستان کې د بیارغونې د سلګونو پروژو د پلي کولو خبره کوي لا هم د افغانستان په لیرو پرتو سیمو په ځانګړي ډول هغه سیمو کې چې ناامنه دي یو شمېر خلک له ګڼو ستونزو شکایت کوي.

خو د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت چارواکي وايي چې دوی په ټول هېواد کې متوازن انکشاف ته ژمن دي او په دې برخه کې به جدي هڅې کوي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG