د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

پکتیکا کې پخوانۍ پرمختیايي پروژې بیارغول کېږي


د پکتیکا چارواکي وايي، د یاد ولایت د نهو ولسوالیو په کلیو او اطرافو کې هغه پرمختیايي او ټولګټې پروژې چې په تېرو کلونو کې پلي شوي، خو اوس‎مهال زیانمنې دي او یا د خرابېدو له ګواښ سره مخامخې دي، د ۱۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت به له سره ورغول شي.

د دوشنبې په ورځ په‎ دې موخه جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت وویل، له‎ دې شپږ میاشتنۍ برنامې څخه موخه دا ده چې له یوې خوا په‎ دې موده کې زرګونو اوزګارو کسانو ته په خپل کور او کلي کې کار پیدا شي او بل لوري ته هغه پروژې له سره ترمیم او ورغول شي چې اوس‎مهال د زیانمنېدو له ګواښ سره مخامخې دي.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت
پکتیکا والي محمدالیاس وحدت

محمد الیاس وحدت زیاته کړه:

"تاسو ته چې دا پروګرام ستاسو په کلیو کې د ترمیم په نامه یا د حفظ مراقبت په نوم پیلېږي، د دې اصلي هدف تاسو او ستاسو د اولادونو لپاره کار موندنه ده، دوهم هدف‌يې دا دی چې تاسو د خپلو پروژو ساتنه وکړئ، درېیم هدف‌يې دا دی هغه ستونزې چې د بیارغونې په برخه کې لرئ، د دې برنامې له لارې يې حل کړئ."

پکتیکا والي په خپلو خبرو کې په تېرو ورځو کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره د یاد ولایت د مشرانو کتنې په باب هم خبرې وکړې او ويې‌ویل، ولسمشر پکتیکا ته ځانګړې توجه لري او ډېر ژر به یاد ولایت ته په نورو برخو کې هم ځانګړې پروژې ورکړي.

یاد فنډ چې د پروژو د ساتنې او څارنې په نوم د کلیو پراختیا وزارت له‎خوا ولایتونو ته ورکول کېږي، د کلیو د پراختیايي شوراګانو له‎خوا به د خلکو په لاس پلی شي.

د پکتیکا د کلیو پراختیا ریاست د برنامو امر انجینر مومن وايي، د دې پروژو څخه به ټولې ۵۲ زره کورنۍ ګټه واخلي، شپږ میاشتې به وخت ونیسي او د ۴۰۷ پرمختیايي شوراګانو له‎خوا به عملي کېږي.

نوموړی زیاتوي:

"دغه پروژې به د څه د پاسه ۱۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت د پکتیکا په نهو ولسوالیو کې د شپږو میاشتو په موده کې پلي کېږي چې په‎ دې کې به تقریباً درې لکه کاري ورځې رامنځته کېږي او ۵۲ زره کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي، په‎ دې کې د کاریزونو پاکول دي، د کلیوالي سړکونو جوړول دي، استنادي دېوالونه دي، هغه پروژې چې مخکې ملي پیوستون پروګرام تطبیق کړي په هغو باندې بیا څارنه ده، هدف د دې پروګرام دا ده چې د پکتیکا خلکو ته په‌کې لنډ مهاله کار پیدا شي او دوی په خپله په خپلو کلیو کې کار وکړي."

د پکتیکا یو تن قومي مشر د کار موندنې په برخه کې یادې پروژې ګټورې وبللې او زیاته‌يې کړه چې په‎ دې سره به اوزګار کسان د بهرنیو هېوادونو له مسافرتونو راوژغورل شي.

دی زیاتوي:

"نن په ‎دې باندې ویاړو هغه خلک کوم چې نن به نورو هېوادونو ته کار او مزدورۍ پسې تلل، دا د ژمي سړې شپې به‌يې په پردیو هېوادونو کې تېرولې، د هغوی لپاره بېرته په خپل کلي او قوم کې کار پیدا شو، هم پیسې ورکوي او هم خپل کارونه پر مخ بیايي."

د پکتیکا د کلیو د پراختیا ریاست مسؤلین وايي چې په‎ دې فنډ به په اول ګام کې هغه ټولګټې او کلیوالې پروژې ترمیم او ورغول شي چې په تېره یوه لسیزه کې د ملي پیوستون د پروګرام له لارې یا د نورو برنامو په چوکاټ کې عملي شوي، خو اوس‌مهال ترمیم او رغونې ته اړتیا لري.

همدرانګه په دې برنامه کې د یو شمېر کلیوالي سړکونو رغونه، د کارېزونو پاکول او د استنادي دېوالونو جوړول هم شامل دي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG